د امریکا د ویسکانسن ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۲ تنه وژل شوي دي

د امریکا د ویسکانسن ایالت د میډیسن په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د ویسکانسن ایالت د میډیسن په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د میډیسن د پولیسو مشر شان بارنس په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د شپږو ټپیانو څخه د دوو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
هغه وويل، دغه وژل شوي کسان زدهکوونکي دي.
د سی اېن اېن د راپور له مخې پولیسو ویلي، چې بریدګره هم په وژل شویو کسانو کې شامله ده.
د پولیسو په وینا، ۱۵ کلنه بریدګره "سمانتا" نومېده.
دغه ډزې د ویسکانسن ایالت د میډیسن په «ابنډنټ لایف» ښوونځي کې شوې دي.
پولیسو د پېښې پخلی کړی او له خلکو یې غوښتي، چې ښوونځي ته له ورتګه ډډه وکړي.
د پولیسو په وینا، ښایي بریدګره د همدغه ښوونځي زدهکوونکې وي.
پوليس وايي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي او په دې تړاو به خپل معلومات ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې له ۷۰ ورځو راهیسې د لویو لارو د تړل کېدو له امله سلګونه زره خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او وایي؛ که لارې خلاصې نه شي نو بشري ناورین به رامنځته شي.
له تېرو ۷۰ ورځو راهیسې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د پاړه چنار او کورمې د لویې لارې تر څنګ د خرلڅۍ دروازه لاهم تړلې پاتې ده چې له امله یې خلک د خوړو او سون توکو له سخت کمي سره مخامخ شوي دي.
د صوبايي اسمبلۍ غړی علي هادي عرفاني وایي، چې د خوراکي توکو نشتوالي له امله خلک د سختې لوږې سره مخامخ شوي او ځیني بیا د درملو د نشتوالي له امله په روغتونوتو کې ساوې ورکوي.
هغه دارنګه د دغې لویې لارې د ژر پرانیسو غوښتنه کړې ده.
سیمهییز چارواکي وایي، چې د دوو میاشتو راهیسې په روغتونو کې د درملو د کمښت له کبله ۲۹ ماشومان مړه شوي دي.
چارواکي زیاتوي، که روغتون ته په بېړني ډول درمل و نه رسېږي، لرې نه ده چې په کورمې ولسوالۍ کې خلک د ستر بشري ناورین سره مخامخ شي.
که څه هم چې په تېرو څو اونیو کې د حکومتي جرګې تر څنګ قومي جرګې هم سیمې ته استول شوې؛ خو تر اوسه د دغو تړلو لارو د خلاصون څرک نه دی لګېدلی.

د پاکستان د دفاع وزیر وایي چې له طالبانو سره د دوی یواځینۍ ستونزه دا ده، چې هغوی د دوی مخالفو وسله والو ډلو ته د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه ورکړي.
مخالفو وسله والو ډلو ته د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه ورکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جیونیوز سره په مرکه چې د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۲۶ مه) خپره شوه وویل: «موږ له طالبانو سره یوه ستونزه لرو او هغه دا ده چې دوی په افغانستان کې ټي ټي پي ته پناه ورکړې او دغه ډله له هغه ځایه بریدونه پلانوي او بیا دلته زموږ امنیت ګواښي.»
له خواجه اصف وړاندې ګڼو نورو پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو ورته تورونه لګولي، او په افغانستان کې یې د تحریک پاکستان ډلې پر پټنځایونو نیوکې کړې دي، او ان تر دې چې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي هم پر طالبانو تور پورې کړی و او ویلي یې و چې طالبان د افغانستان په خاوره کې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي چې له دې سره د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ پېښوي.
له هغه مهاله چې طالبان د افغانستان په خاوره واکمن شوي، ورسره هم مهاله په پاکستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د پاکستان د څېړنو او مطالعاتو مرکز ویلي، چې په تېرو دریو کالو کې دغلته ترهګریزې پېښې ۹۰ سلنه زیاتې شوېدي.
خو طالبانو تل دغه ادعاوې ردې کړې او د پاکستان امنیتي ځواکونه یې د خپلې خاورې د امنیت په ټینګولو کې پاتې بللې دي، د دې تر څنګ ټي ټي پي ډلې هم په وار، وار ویلي چې د دوی مشران په پاکستان کې دي او له همدغه ځایه پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د هندي سینما (بالیووډ) فلمي لوبغاړی عامر خان چې له فلمونو سره یې مخه ښه کړې وه د خپلو اولادنو په غوښتنه له څلور کلن ځنډ ورسته سینما ته راوګرځېد.
نوموړی به له دوو نورو خانانو سلمان خان او شاه روخ خان سره یو ځای په فلم کې راڅرګند شي.
د بالیووډ مشهور ستوری عامر خان په ۲۰۲۰ کال کې د کورنا په څپه کې د خپلې کورنۍ سره د اړیکو د له لاسه ورکولو او د خپل شخصي ژوند د بدلولو د اړتیا له امله خپل فلمي فعالیتونه بند کړل.
نوموړی اوس مهال "ورکه شوې مېرمن" فلم ته په بازار موندنه بوخت دی.
دغه فلم چې عامر خان جوړ کړی، لارښوده یې د ده پخوانۍ مېرمن کرن راو ده.
دا فلم په ټولنیزو دودیزو مسایلو جوړ شوی، چې په هند کې د ښځو پر وړاندې روایتي محدودیتونه په کې ننداره شوي.
عامر خان چې د هندي سینما بالیووډ له درېیو مشهورو خانانو څخه یو دی، اعلان کړی چې چمتو دی له سلمان خان او شاه رخ خان سره په یوه فلم کې ګډ کار وکړي.
هغه وویل: "موږ تېر کال ناست وو او ما وویل، مخکې له دې چې موږ ټول تقاعد شو، باید یو ځای فلم جوړ کړو که نه لیدونکي به په رېښتني توګه له موږ څخه نفرت وکړي."
عامر خان دا هم زیاته کړه: "موږ درې واړه دې ته سترګې په لار یو، چې ښه کېسه او سکرپټ پيدا کړو ترڅو په ګډه په کې کار وکړو او هیله ده، چې ژر دا کار ترسره شي.
هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې سلمان خان او شاه روخ خان د "پټهان" په ګډون په څو فلمونو کې یو ځای کار کړی، خو تر اوسه درې واړه خانان په یوه فلم کې یوځای نه دي راڅرګند شوي.
که دا فلم جوړ شي، نو دا به په هندي سینما کې یوه نادره پېښه وي

د متحده ایالاتو دفاع وزارت پنټاګون ویلي، چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ملاتړ د شمالي کوریا سرتېري ښکېل شوي او مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.
د پنټاګون ویاند تورن جنرال پاټریک رایډر پرون د ډسمبر په ۱۶ مه نېټه وویل، د شمالي کوریا پوځیان په کرسک اوبلاست کې په جګړه ییزو عملیاتو کې شامل شوي دي، چې د روسیې له پوځ سره د شمالي کوریا د پوځیانو لومړۍ ثابته جګړه ده.
د رویټرز خبرې اژانس په راپور کې راغلي، چې متحده ایالات دقیق راقام نه لري خو په وینا یې چې تېره اونۍ د شمالي کوریا سرتېرو جنګي عملیات پېل کړي.
پاټریک رایډ ویلي"موږ ارزونه کوو، چې د شمالي کوریا پوځیان په کرسک کې په جګړه کې ښکېل دي. موږ داسې نښې نښانې لرو چې دوی دواړه وژل شوي او ټپیان شوي دي."
په ورته مهال د اوکراین پوځي استخباراتو ویلي، چې د روانې میاشتې په څوارلسم او پنځلسم تاریخ د کرسک په مختلفو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال د شمالي کوریا ۳۰ سرتېري وژلي دي.
د اوکراین پوځي استخباراتو دا ادعا هم کړې ده، چې د شمالي کوریا سرتېرو په تمریناتي ډزو کې د روسیې ۸ سرتیرې هم وژلي دي.
د شمالي کوریا پوځیان د اکټوبر له میاشتې راهیسې په کرسک اوبلاست کې شتون لري، چې په پیل کې یې د روسیې د پوځ د ملاتړو رول ترسره کاوه.
د ځمکنیو بریدونو په عملیاتو کې د دوی وروستی ګډون په اوکراین کې د روانې جګړې په جریان کې د پیونګ یانګ او مسکو ترمنځ ژورې نظامي همکارۍ په ګوته کوي.

د سوریې مخکیني ولسمشر بشارالاسد اعلان وکړ چې د ډسمبر پر اتمه د ډرون بریدونو له امله په ناڅاپي ډول له حمیمیم اډې څخه مسکو ته انتقال شوی دی. هغه د خپل حکومت له ړنګېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل چې له دمشق نه یې وتل مخکې له مخکې نه وو پلان شوي.
د سوریې پخواني ولسمشر بشارالاسد په یوه اعلامیه کې چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ په ټیلیګرام پاڼه کې خپره شوې، له دمشق څخه د خپلې تېښتې شرایط روښانه کړل.
هغه په دې اعلامیه کې لیکلي دي چې «له سوریې څخه زما وتل نه وو پلان شوي. زه په دمشق کې د یکشنبې تر سهاره د ډسمبر تر اتمې نیټې پورې پاتې شوم او خپلې دندې مې ترسره کړې.»
بشارالاسد ټینګار کړی چې دمشق ته د یاغیانو له نفوذ وروسته له روسیې سره په همغږۍ لاذقیه ته لیږدول شوی څو له هغه ځایه د جګړې د عملیاتو څارنه وکړي.
هغه زیاته کړه، د حمیمیم هوايي اډې ته له رسېدو وروسته معلومه شوه، چې پوځي ځواکونه د جګړې له ټولو لیکو وتلي او د پوځ وروستۍ پوستې سقوط شوې دي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د دغو پیښو په ترڅ کې بشارالاسد د هیڅ شخص یا ادارې له خوا د استعفا یا پناه ورکولو وړاندیز نه دی تر لاسه کړی او د حل یوازینۍ لاره یې د یاغیانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکول بلل.
اعلامیه وايي، « د جګړې له لومړۍ ورځې هغه څوک چې د خپل هېواد ژغورنه یې په شخصي ګټو نه ده معامله کړې او خپل ولس يې د بې شمېره امکاناتو او وسوسو پر وړاندې نه دی پلورلی، هغه څوک دی چې د اردو د افسرانو او سرتېرو تر څنګ په لومړیو کرښو کې ولاړ و».
د سوریې پخواني ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې له خپلو متحدینو سره یې «خیانت» نه دی کړی او هیڅکله یې په فلسطین او لبنان کې د مقاومت له ملاتړه لاس نه دی اخیستی.
د دې اعلامیې په پای کې بشارالاسد ټینګار کړی چې سوریه به یو ځل بیا «ازاده او خپلواکه» شي.
دا څرګندونې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو او روسیې ته د هغه له تېښتې وروسته لومړنۍ څرګندونې دي.
