حماس: په غزه کې د اوربند تړون شونی دی، چې اسراییل نوي شرطونه وړاندې نه کړي

حماس وايي، که اسراييل د نويو شرايطو له وضعه کولو ډډه وکړي؛ نو په غزه کې د اوربند تړون شونی دی.

حماس وايي، که اسراييل د نويو شرايطو له وضعه کولو ډډه وکړي؛ نو په غزه کې د اوربند تړون شونی دی.
حماس په یوه بیان کې ویلي، چې په غزه کې د اوربند او د بندیانو تبادله ممکنه ده؛ که چیرې اسراییل د نویو شرطونو له لګولو لاس په سر شي.
دغې ډلې په خپله اعلامیه کې د اوربند خبرې اترې جدي او مثبتې بللې دي.
تر دې وړاندې رویټرز د خپلو سرچېنو په حواله خبر ورکړی و، چې په راتلونکو ورځو کې به د اوربند په اړه یو تړون لاسلیک شي.
له بله پلوه د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې د اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته رسېدلی دی.
دا رنګه د غزې په شمال کې د جبالیه، بیت حنون او بیت لاهیه سیمو کې د اسراییلي پوځ بریدونه دوام لري.
یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو د اسراییل په بریدونو کې تر ۵۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
هاخوا بیا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي، د ملګرو ملتونو ادارې د اکتوبر له شپږمې راهیسې د ډسمبر تر ۱۵مې پورې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو لهخوا پر ښوونځیو ۹۵ بریدونه مستند کړي دي.

دغه چاودنه د سې شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په دارابان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یو موټر شوې ده.
ځینو پاکستاني رسنیو ویلي، چې په دغې پېښه کې دوه تنه نور پوځیان ټپي شوي هم دي.
که څه هم چې تر دې مهاله د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د خیبر پښتونخوا والي کریم کونډي د دغې پېښې غندنه کړې او په سیمه کې یې روان امنیتي وضعیت د «اندېښنې وړ» بللی دی.
تر دې وړاندې د سې شنبې په سهار د (لیندۍ ۲۷مه) د خیبر پښتونخوا په شانګله کې دوه پولیس د پلټنې په یوې پوسته کې د ناپیژانده وسلهوالو لهخوا وژل شوي وو.
په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې، چې له امله یې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله هم اوړي.
څه موده وړاندې ګڼو سیاسي ګوندونو د خیبر پښتونخوا له ایالتي چارواکو سره ناسته لرله چې په هغې کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې په ډاګه شوې وې.
دغو ګوندونو ویلي و، چې د خیبر پښتونخوا په نیمایي برخو د مخالفو وسلهوالو ډلو راج چلیږي او ورسره امنیتي حالت د هرې ورځې په تېریدو سره د خرابېدو پر لور روان دی.

د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري عمران خان سره په اډیاله زندان کې د لیدنې پر مهال ویلي، چې تحریک انصاف دې د افرادو پر ځای پر مسلو غور وکړي او له پوځ او د پاکستان حکومت له مشرتابه سره دې ترینګلتیا کمه کړي.
فواد چوهدري وایي، په دغې لیدنه کې یې عمران خان ته ويلي چې د افرادو او پوځ پر ځای دې پر لویو مسلو غور وکړي او د مشرتابه سره د تربګنیو په کمولو سره دې د تحریک انصاف ګوند لپاره په سیاسي ډګر کې قانوني ځای ترلاسه کړي.
فواد چوهدري هیله څرګنده کړې، چې عمران خان به د ده مشورې ته مثبت ځواب ووایي.
هفه زیاته کړې، چې د عمران خان سره به د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه یو وار بیا وګوري او په دې برخه كې به د هغه د هڅولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
فواد چوهدري چې هغه هم د تحریک انصاف یو پخوانی غړی دی، له عمران خان څخه وروسته نیول شوی او بندي شوی و او له څه مودې بندي کېدو وروسته بېرته خوشې شوی و.
تر دې وړاندې په سیاسي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله تېره ورځ وېلي و، چې عمران خان پخوا د سیاسي خبرو پلوی و او اوس د خبرو له پاره لېوالتیا نه لري.
هغه ویلي و، د تحريک انصاف او حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې تر ټولو لوی خنډ په خپله عمران خان دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي، د ملګرو ملتونو ادارې د اکتوبر له شپږمې راهیسې د ډسمبر تر ۱۵مې پورې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو لهخوا پر ښوونځیو ۹۵ بریدونه مستند کړي دي.
دغه ښوونځي د ډېرو بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره د سرپناه کولو له پاره خوندي ځایونه وو.
د اوچا لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو دوو میاشتو په ترڅ کې شاوخوا ۶۱ بریدونه په شمالي غزې کې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه په غزه کې څلور ښوونځي په نښه شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بیت حانون پر خلیل عویده ښوونځي د اسراییل په برید کې چې لسګونه کسان ووژل شول؛ خلک یې دې ته اړ اېستل چې له دغې سیمې سوېلي خوا ته وتښتي.
له بل پلوه د خان یونس په المواصي کې پر احمد بن عبدالعزیز ښوونځي د اسراییل بمي برید چې لږ تر لږه ۲۰ کسان یې ووژل په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ماشومان هم شامل وو، چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو کم ول.

د بنګله دېش د فساد ضد کمېسیون پرېکړه کړې، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد او د هغې د کورنۍ پر ضد د ۸۰ زره کروړه ډالرو فساد تورونه وڅېړي.
د راپورونو له مخې، په دغو تورونو کې د روپ پور اټومي برېښنا پروژې څخه د ۵ ملیارده ډالرو د فساد تورونه شامل دي، په داسې حال کې چې د دې پروژې په ګډون په نورو پروژو کې د ۸۰ زره کروړه روپیو فساد اټکل شوی دی.
د رسنیو د راپور له مخې، په تورنو کسانو کې پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه، د هغې خور شېخ ریحانه، زوی سجیب واجد جوی او وراره یې ټیولپ صدیق او د کورنۍ نور غړي شامل دي.
د پخوانۍ لومړۍ وزیرې کورنۍ د فساد د تورونو ترڅنګ د روپ پور او اشریان په څېر پروژو کې په بې غورۍ هم تورنه ده.
د روپ پور اټومي برېښنا پروژه کې د شېخ حسینې د کورنۍ د فساد په اړه راپورونه د اګست په ۱۹ په یو شمیر ورځپاڼو کې خپاره شول.
په دغو راپورونو کې د ګلوبل ډیفنس کارپورېشن معلومات ښیي، چې شېخ حسینه، سجیب واجد جوی او ټیولپ صدیق د یوه بهرني بانک له لارې پنځه ملیارده ډالر اختلاس کړی.
د روپ پور اټومي برېښنا پروژه په بنګله دیش کې ترټولو ستره پروژه ده، چې لګښت یې د ۱۲،۶۵ ملیارده ډالرو اټکل شوی.
د يادونې وړ ده، چې د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزيرې شېخ حسينه څو مياشتې وړاندې د پراخو لاريونونو په پايله کې له خپلې دندې استعفا وکړه او هند ته وتښتېده.

د پولنډ لومړی وزیر ډونالډ ټسک وایي، چې اوکراین د روسیې د تیري په وړاندې په اغېزمنه توګه د ځان دفاع کوي. هغه زیاته کړه: « که څه هم د جګړې په لومړیو ورځو کې هېچا ورته فرصت نه و ورکړی. په یاد مو دي؟ ستاسو به ښه په یاد وي.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د پولنډ له لومړي وزیر ډونالډ تسک سره یې کتلي دي.
په دغه کتنه کې دواړو هېوادونو د اړیکو په ثبات خوښي څرګنده کړې ده.
زېلېنسکي ویلي؛ خوښ دی چې اړېکې یې په داسې ستونزمنو حالاتو کې ثبات لري.
زېلېنسکي وویل: «په راتلونکي کال کې به پولنډ د اروپايي ټولنې د شورا مشري په غاړه ولري. دا مشري کولی، شي موږ ته د اروپايي اتحادیې د غړیتوب په لور د پام وړ پرمختګ راولي.»
په دې کتنه کې د اوکراین ولسمشر د پولنډ څخه مننه کړې چې په ناټو کې د بشپړ غړیتوب لپاره یې د دوی ملاټړ وکړ.
زېلېنسکي وویل: « زه د پولنډ څخه مننه کوم چې د ناټو د بشپړ غړیتوب لپاره یې له موږ څخه ملاټړ وکړ او ژر تر ژره یې په اتحاد کې د شاملېدو بلنه ترلاسه کړه. پولنډ پوهېږي چې دا زموږ د اروپایي برخې لپاره څومره مهم دی چې ریښتیني امنیت تضمین کړي.»
همدا راز، ښاغلي ډونالډ ټسک وویل: «اوس د دې وخت دی چې ټول لوېدیځ په خپل ځواک، امکاناتو او خپل توان باور ولري، چې د دې سترې لوبې ټولو لوبغاړو ته قناعت ورکړي، چې اوکراین او ټوله نړۍ یوازې د سولې او ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو د درناوي مستحق دي.»

زېلېنسکي وویل، چې په دې کتنه کې یې د جګړې په ډګر او ډیپلوماسۍ ډواړو مفصلې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، چې موږ د اوکراین په اړه ګډ لید لوری لرو: «اوکراین عادلانه سولې ته اړتیا لري، باید قوي وي او نور ځواکمنتیا ته اړتیا لري.»
بل خوا، دا چې پولنډ د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ متحدینو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د اوکراین جګړو کې د روسیې د پراختیایي سیاستونو مخنیوي لپاره مهم رول لوبوي، نو روسیه د پولنډ پر وړاندې یو سخت دریځ لري.
