بنګله دېش حکومت: د شېخ حسینې پر ضد د ۸۰ زره کروړه روپیو د فساد د تورونو ارزونه کوو

د بنګله دېش د فساد ضد کمېسیون پرېکړه کړې، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد او د هغې د کورنۍ پر ضد د ۸۰ زره کروړه ډالرو فساد تورونه وڅېړي.

د بنګله دېش د فساد ضد کمېسیون پرېکړه کړې، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد او د هغې د کورنۍ پر ضد د ۸۰ زره کروړه ډالرو فساد تورونه وڅېړي.
د راپورونو له مخې، په دغو تورونو کې د روپ پور اټومي برېښنا پروژې څخه د ۵ ملیارده ډالرو د فساد تورونه شامل دي، په داسې حال کې چې د دې پروژې په ګډون په نورو پروژو کې د ۸۰ زره کروړه روپیو فساد اټکل شوی دی.
د رسنیو د راپور له مخې، په تورنو کسانو کې پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه، د هغې خور شېخ ریحانه، زوی سجیب واجد جوی او وراره یې ټیولپ صدیق او د کورنۍ نور غړي شامل دي.
د پخوانۍ لومړۍ وزیرې کورنۍ د فساد د تورونو ترڅنګ د روپ پور او اشریان په څېر پروژو کې په بې غورۍ هم تورنه ده.
د روپ پور اټومي برېښنا پروژه کې د شېخ حسینې د کورنۍ د فساد په اړه راپورونه د اګست په ۱۹ په یو شمیر ورځپاڼو کې خپاره شول.
په دغو راپورونو کې د ګلوبل ډیفنس کارپورېشن معلومات ښیي، چې شېخ حسینه، سجیب واجد جوی او ټیولپ صدیق د یوه بهرني بانک له لارې پنځه ملیارده ډالر اختلاس کړی.
د روپ پور اټومي برېښنا پروژه په بنګله دیش کې ترټولو ستره پروژه ده، چې لګښت یې د ۱۲،۶۵ ملیارده ډالرو اټکل شوی.
د يادونې وړ ده، چې د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزيرې شېخ حسينه څو مياشتې وړاندې د پراخو لاريونونو په پايله کې له خپلې دندې استعفا وکړه او هند ته وتښتېده.

د پولنډ لومړی وزیر ډونالډ ټسک وایي، چې اوکراین د روسیې د تیري په وړاندې په اغېزمنه توګه د ځان دفاع کوي. هغه زیاته کړه: « که څه هم د جګړې په لومړیو ورځو کې هېچا ورته فرصت نه و ورکړی. په یاد مو دي؟ ستاسو به ښه په یاد وي.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د پولنډ له لومړي وزیر ډونالډ تسک سره یې کتلي دي.
په دغه کتنه کې دواړو هېوادونو د اړیکو په ثبات خوښي څرګنده کړې ده.
زېلېنسکي ویلي؛ خوښ دی چې اړېکې یې په داسې ستونزمنو حالاتو کې ثبات لري.
زېلېنسکي وویل: «په راتلونکي کال کې به پولنډ د اروپايي ټولنې د شورا مشري په غاړه ولري. دا مشري کولی، شي موږ ته د اروپايي اتحادیې د غړیتوب په لور د پام وړ پرمختګ راولي.»
په دې کتنه کې د اوکراین ولسمشر د پولنډ څخه مننه کړې چې په ناټو کې د بشپړ غړیتوب لپاره یې د دوی ملاټړ وکړ.
زېلېنسکي وویل: « زه د پولنډ څخه مننه کوم چې د ناټو د بشپړ غړیتوب لپاره یې له موږ څخه ملاټړ وکړ او ژر تر ژره یې په اتحاد کې د شاملېدو بلنه ترلاسه کړه. پولنډ پوهېږي چې دا زموږ د اروپایي برخې لپاره څومره مهم دی چې ریښتیني امنیت تضمین کړي.»
همدا راز، ښاغلي ډونالډ ټسک وویل: «اوس د دې وخت دی چې ټول لوېدیځ په خپل ځواک، امکاناتو او خپل توان باور ولري، چې د دې سترې لوبې ټولو لوبغاړو ته قناعت ورکړي، چې اوکراین او ټوله نړۍ یوازې د سولې او ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو د درناوي مستحق دي.»

زېلېنسکي وویل، چې په دې کتنه کې یې د جګړې په ډګر او ډیپلوماسۍ ډواړو مفصلې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، چې موږ د اوکراین په اړه ګډ لید لوری لرو: «اوکراین عادلانه سولې ته اړتیا لري، باید قوي وي او نور ځواکمنتیا ته اړتیا لري.»
بل خوا، دا چې پولنډ د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ متحدینو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د اوکراین جګړو کې د روسیې د پراختیایي سیاستونو مخنیوي لپاره مهم رول لوبوي، نو روسیه د پولنډ پر وړاندې یو سخت دریځ لري.

په یونان کې د پاکستان سفیر امیر افتاب وايي، یونان ته څېرمه په سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لا هم ۳۰ پاکستانیان ورک دي. امیر افتاب وايي، دې کښتۍ کې شاوخوا ۸۰ پاکستان سپاره وو، خو تر دې دمه د څلورو مړي پیدا شوي دي.
امیر افتاب نن سې شنبې د « د لیندۍ ۲۷مه» یوې خبري ناستې ته وویل چې څلورو مړو شویو پاکستانیانو جسدونه به سفارت په خپل لکښت پاکستان ته وړي او کورنیو ته به یې سپاري.
پاکستانی سفیر وايي چې د ورکو پاکستانیانو د موندلو لپاره د ژغورنې ټیمونه کار کوي خو د ژوندي پیدا کېدو امیدونه یې ختم شوي دي.
د امیر افتاب په وینا د ډسمبر په ۶مه له لبیا پنځه کیښتۍ په لاره وې چې په یوه کښتۍ کې ۸۰ پاکستانیان سپاره وو.
د هغه په خبره، د سورلیو د شمېر د زیاتوالي له امله کښتۍ ډوبه شوې ده.
د پاکستان د ګجرات اوسېدونکي دوه وروڼه چې دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي، خپله دردونکې کیسه کوي:« زموږ کښتۍ له کارګو بېړۍ سره ټکر شوې، چې له امله یې کښتۍ ډوبه شوه، ځکه د کښتۍ انجن کمزوری و.»
د پاکستان اېکسپریس ورځپاڼې د معلوماتو له مخې تر دې دمه یوازې ۴۷ تنه پاکستانیان ژغورل شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال په جون کې هم د یونان اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله تر ۸۷ پاکستانیان او افغانان مړه شوي وو.
هغه مهال پاکستان د خپلو لسګونو وګړو مړینه منلې وه چې پکې ۲۸ کشمیري ځوانان او د یوه کلي اوسېدونکي وو.
پاکستان او افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت او ناامنیو ددغه هېواد زیاتره ځوانان اړ کړی، چې خپل وطن پرېږدي او په مرګونو لارو خپل ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۲۳ کال کې د یونان ته څېرمه روم بحیره کې یوه کیښتۍ ډوبه شوې وه، چې ۸۰۰ سورلۍ ناستې وې چې په دې کې ۴۰۰ سوه تنه یې پاکستانیان ول چې له دې ډلې څخه یې یوازې ۱۰۴ تنه ژغورل شوي ول.

د جرمني د محافظه کارو ایتلاف د دغه هېواد د راتلونکو بې وخته ټاکنو لپاره پر ګډې بیانیې هوکړه کړې ده.
د جرمني خبري اژانس ډي پې اې د رپوټ له مخې، مسیحي ډیموکراټ ګوند (CDU) له خپل باوریايي خور ګوند مسیحي سوسیال ګوند (CSU) سره یوځای د ټاکنو په تړاو یو ۸۰ مخیز مانیفیسټ یا بیانیه تیاره کړې ده.
ټولپوښتنې ښيي چې د فریدرېک مېرڅ په نوماندۍ دغه ایتلاف به د راتلونکې فبروري میاشتې د ۲۳مې نېټې په ټاکنو کې مخکښ رول ولري.
ددواړو ګوندونو د ګډې ناستې برخه والو ویلي، چې د سي ډي یو مشر فریدریک میرڅ او د سي ایس یو مشر مارکوس زودر پر خپل یووالي ټینګار کړی.
زودر چې د باوریا ایالت لومړی وزیر دی وویل، چې « یووالی پر ځان غوښتې مقدم دی».
په داسې حال کې، چې په اوکراین کې لاهم جګړه روانه ده، مېرڅ ویلي، چې دواړه ګوندونه به د سولې او ازادۍ تضمینوونکي وي.
مېرڅ ویلي، چې د جرمني اقتصادي سیالي به د ټاکنو یو مهم او ټاکونکی اړخ وي.
په دې بیانیه کې ویل شوي، چې مالیې باید راکمې شي او ټولې غیر قانوني کډوالۍ باید ودرول شي. بیانیې د اوکراین پر ملاتړ او د اجباري عسکرۍ پر بیا معرفي کولو ټینګار کړی دی.

د کاناډا د مالیې وزیرې له استعفا وروسته ددغه هېوادپر لومړي وزیر جسټن ټروډو د استعفا فشارونه ډېر شوي. کاناډايي رسنیو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د ماليې وزیرې او مرستیالې لومړۍ وزیرې کرېسټیا فریلینډ له استعفا وروسته۵۲ کلن ټروډو د خپلې مشرتابه د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.
د هغې دا پرېکړه د ټروډو د حکومت لپاره یو ستر ګوزار دی، چې لا له وړاندې یې په خلکو کې محبوبیت کم شوی.
فریلینډ، چې ۵۶ کلنه ده، په خپل استعفا لیک کې له خپل اوږدمهاله متحد سره د ډونالډ ټرمپ د تعرفو ګواښ په تړاو اختلاف ته اشاره کړې ده.
ټرمپ ژمنه کړې چې د کاناډا په وارداتو باندې به ۲۵ سلنه مالیه ولګوي.اقتصاد پوهان وايي، دا تعرفې د کاناډا پر اقتصاد ناوړه اغېز کولی شي.
فریلینډ ټروډو تورن کړی چې د ټرمپ د اقتصادي ملتپالنې په ترڅ کې رامینځته شوي ګواښ ته د رسیده ګي لپاره یې ګرانبیه سیاسي لارې غوره کړې دي.
هغې په لیک کې ویلي، چې « دا یو جدي اقتصادي ګواښ دی. موږ باید خپل مالي ځواک په احتیاط سره وساتو او د سیاسي مانورو لپاره بې ځایه لګښتونه ونه کړو، ځکه موږ یې توان نه لرو».
د هغې استعفا د لیبرال ګوند په دننه کې یو ستر کړکېچ رامنځته کړی دی. د سیاسي شنونکو په وینا، د دې پېښې سیاسي اغیزې به د ټروډو مشرتابه ته ډېر زیان ورسوي.
د اپوزیسیون ګوندونو مشرانو د ټروډو پر ضد خپل دریځ نور هم سخت کړی.
د نوي ډیموکرات ګوند مشر جگمیت سینګ وویل: « زه له جسټن ټروډو څخه د استعفا غوښتنه کوم. هغه باید لاړ شي».
د اپوزیسیون محافظه کار مشر پیېر پویلیور هم د ټروډو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، « موږ نه شو کولای چې په دې ډول ګډوډۍ، کمزورۍ او بې اتفاقۍ کې پاتې شو».
د ټروډو په حکومت کې دا درز د ټرمپ له دې اعلان وروسته رامنځته کیږي، چې پر کاناډايي توکو به تعرفې ۲۵ سلنه ډېرې کړي.

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان یونسکو وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه ۶۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندې پر مهال وژل شوي دي. یونسکو په رپوټ کې زیاتوي، چې د روان کال د خبریالانو له ۶۰ سلنې زیاتې وژنې په جګړه ځپلو هېوادونو کې شوې دي.
دې سازمان نن سې شنبې «د لیندۍ ۲۷مه» په یوه خبرپاڼه کې په ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو د وژل کېدو او شمېر په اړه خپل چمتو شوی رپوټ خپور کړ.
په دې رپوټ کې لیکل شوي:«چې په جګړو کې له ښکېلو هېوادونو له ۴۲ ژورنالیستانو څخه ۱۸ په فلسطین، ۴ په اوکراین او کولمبیا، ۳ په عراق، لبنان، میانمار او سوډان کې او یو یو په سوریه، چاد، سومالیا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې وژل شوي دي.»
په دې رپوټ کې راغلي چې له ۲۰۱۶ کالونو راهسې پرلاپسې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د خبریالانو د وژل کېدو د پيښو شمېر زیات شوی دی.
د یونسکو رپوټ موندنې ښه يي چې په ۲۰۲۳ کال کې د وژل شوو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو شمېر ۷۴ و او په ۲۰۲۲ کال کې بیا د ا شمېره ۸۸ تنه و، چې د تېرو دوو کلونو پرتله په روان کې دا شمېر ۶۸ تنو ته راښکته شوی دی.
څو کاله پرلپسې ۴۲ فیصده خبریالان د چاپیریال ساتنې په پرخه کې د رپوټونو ورکولو پرمهال وژل شوي دي.
د یونسکو ارقام د هغو قضیو پر بنسټ دي چې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالو سازمانونو لخوا ثبت شوي.
