د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري عمران خان سره په اډیاله زندان کې د لیدنې پر مهال ویلي، چې تحریک انصاف دې د افرادو پر ځای پر مسلو غور وکړي او له پوځ او د پاکستان حکومت له مشرتابه سره دې ترینګلتیا کمه کړي.
فواد چوهدري وایي، په دغې لیدنه کې یې عمران خان ته ويلي چې د افرادو او پوځ پر ځای دې پر لویو مسلو غور وکړي او د مشرتابه سره د تربګنیو په کمولو سره دې د تحریک انصاف ګوند لپاره په سیاسي ډګر کې قانوني ځای ترلاسه کړي. فواد چوهدري هیله څرګنده کړې، چې عمران خان به د ده مشورې ته مثبت ځواب ووایي. هفه زیاته کړې، چې د عمران خان سره به د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه یو وار بیا وګوري او په دې برخه كې به د هغه د هڅولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. فواد چوهدري چې هغه هم د تحریک انصاف یو پخوانی غړی دی، له عمران خان څخه وروسته نیول شوی او بندي شوی و او له څه مودې بندي کېدو وروسته بېرته خوشې شوی و. تر دې وړاندې په سیاسي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله تېره ورځ وېلي و، چې عمران خان پخوا د سیاسي خبرو پلوی و او اوس د خبرو له پاره لېوالتیا نه لري. هغه ویلي و، د تحريک انصاف او حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې تر ټولو لوی خنډ په خپله عمران خان دی.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه ګوند د مشرانو په غوښتنه د ملکي نافرماني یا سول نافرماني د لنډ مهال لپاره وځنډوله.
د اډياله زندان نه بهر له رسنیو سره خبرو کې د عمران خان خور عليمه خان وویل، چې ګوند له عمران خان څخه د څو ورځو لپاره د سول نافرماني بندولو غوښتنه کړې وه او عمران خان هم ومنله.
د رسنیو د راپور له مخې، عمران خان ویلي: ««زه د هېواد په فکر کې یم، زه به څو ورځې انتظار وکړم، حکومت باید زما دا دوه غوښتنې ومني، هغه خپل خلک له دې غوښتنو سره حکومت ته استولي دي.»
علیمه خان زیاته کړې، چې عمران خان ویلي که یې دوه غوښتنې و نه منل شي، نو د ملکي نافرمانۍ یا سول نافرمانۍ غږ به پورته کړم.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان د ډسمبر په څوارلسمه نېټه په ټول ملک کې د ملکي نافرمانۍ یا سول نافرمانۍ غورځنګ د پيلولو اعلان کړی وو.