د عمران خان خور: عمران خان د ګوند د مشرانو په غوښتنه ملکي نافرماني د څو ورځو لپاره وځنډوله

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه ګوند د مشرانو په غوښتنه د ملکي نافرماني یا سول نافرماني د لنډ مهال لپاره وځنډوله.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه ګوند د مشرانو په غوښتنه د ملکي نافرماني یا سول نافرماني د لنډ مهال لپاره وځنډوله.
د اډياله زندان نه بهر له رسنیو سره خبرو کې د عمران خان خور عليمه خان وویل، چې ګوند له عمران خان څخه د څو ورځو لپاره د سول نافرماني بندولو غوښتنه کړې وه او عمران خان هم ومنله.
د رسنیو د راپور له مخې، عمران خان ویلي: ««زه د هېواد په فکر کې یم، زه به څو ورځې انتظار وکړم، حکومت باید زما دا دوه غوښتنې ومني، هغه خپل خلک له دې غوښتنو سره حکومت ته استولي دي.»
علیمه خان زیاته کړې، چې عمران خان ویلي که یې دوه غوښتنې و نه منل شي، نو د ملکي نافرمانۍ یا سول نافرمانۍ غږ به پورته کړم.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان د ډسمبر په څوارلسمه نېټه په ټول ملک کې د ملکي نافرمانۍ یا سول نافرمانۍ غورځنګ د پيلولو اعلان کړی وو.

په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د لوړو زده د کمېسیون له رییس ډاکټر مختار احمد سره لیدلي او په پاکستان کې یې د افغان محصلینو د ستونزو د حل په موخه ورسره خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپله اېکس خواله رسنۍ اعلامیه خپره کړې، چې په کې راغلي: «په دې کتنه کې د هغو افغان محصلانو ستونزې چې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي، د سکالرشیپونو، تحصیلي ویزو، لیلیې، لنډ مهاله کورسونو او دغه راز د نویو محصلینو د ثبت په بهیر کې د شته ننګونو په اړه خبرې وشوې».
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې ډاکټر مختار احمد د یادو ستونزو د حل په موخه د همکاۍ ژمنه کړې.
د اعلامیې له مخې، د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېسیون مشر په دغه ناسته کې وړاندیز کړی، چې د افغانستان او پاکستان پوهنتونونو ترمنځ د ظرفیت لوړولو په موخه د څو اړخیزو پلیټ فارمونو په رامنځته کولو دواړه لوري همکاري وکړي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کې هم ډاکټر مختار د علامه اقبال سکالرشیپ په ۲ سکیم د افغان محصلینو د ملاتړ او د دوه اړخیزو علمي بنسټونو او مسلکي اړیکو غوښتنه کړې وه.
په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت د افغانستان د محصلينو لپاره د علامه اقبال سکالرشيپ -۲ سکيم په نامه د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره سکالرشيپونه اعلان کړل، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د يوې پېچلې پروسې له لارې ورته محصلين انتخابېدل.
افغان محصلينو ته د پاکستان د سکالرشيپونو لومړی فیز په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوی و، چې په بېیلابېلو برخو کې يې افغان محصلين جذب کړي وو.
که څه هم افغان محصلين د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د سکالرشيپونو له لارې زده کړې کوي، خو پاکستان لومړنی هېواد دی چې افغان محصلين په کې د ویزو، د سکالرشيپ د فيسونو او د علمي اسنادو د ترلاسه کولو له امله ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په یونان کې د پاکستان سفیر امیر افتاب وايي، یونان ته څېرمه په سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لا هم ۳۰ پاکستانیان ورک دي. امیر افتاب وايي، دې کښتۍ کې شاوخوا ۸۰ پاکستان سپاره وو، خو تر دې دمه د څلورو مړي پیدا شوي دي.
امیر افتاب نن سې شنبې د « د لیندۍ ۲۷مه» یوې خبري ناستې ته وویل چې څلورو مړو شویو پاکستانیانو جسدونه به سفارت په خپل لکښت پاکستان ته وړي او کورنیو ته به یې سپاري.
پاکستانی سفیر وايي چې د ورکو پاکستانیانو د موندلو لپاره د ژغورنې ټیمونه کار کوي خو د ژوندي پیدا کېدو امیدونه یې ختم شوي دي.
د امیر افتاب په وینا د ډسمبر په ۶مه له لبیا پنځه کیښتۍ په لاره وې چې په یوه کښتۍ کې ۸۰ پاکستانیان سپاره وو.
د هغه په خبره، د سورلیو د شمېر د زیاتوالي له امله کښتۍ ډوبه شوې ده.
د پاکستان د ګجرات اوسېدونکي دوه وروڼه چې دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي، خپله دردونکې کیسه کوي:« زموږ کښتۍ له کارګو بېړۍ سره ټکر شوې، چې له امله یې کښتۍ ډوبه شوه، ځکه د کښتۍ انجن کمزوری و.»
د پاکستان اېکسپریس ورځپاڼې د معلوماتو له مخې تر دې دمه یوازې ۴۷ تنه پاکستانیان ژغورل شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال په جون کې هم د یونان اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله تر ۸۷ پاکستانیان او افغانان مړه شوي وو.
هغه مهال پاکستان د خپلو لسګونو وګړو مړینه منلې وه چې پکې ۲۸ کشمیري ځوانان او د یوه کلي اوسېدونکي وو.
پاکستان او افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت او ناامنیو ددغه هېواد زیاتره ځوانان اړ کړی، چې خپل وطن پرېږدي او په مرګونو لارو خپل ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۲۳ کال کې د یونان ته څېرمه روم بحیره کې یوه کیښتۍ ډوبه شوې وه، چې ۸۰۰ سورلۍ ناستې وې چې په دې کې ۴۰۰ سوه تنه یې پاکستانیان ول چې له دې ډلې څخه یې یوازې ۱۰۴ تنه ژغورل شوي ول.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په کرک او بنو ولسوالیو کې د دوو وسله والو بریدونو له امله یو پولیس افسر وژل شوی او د واکسین د کمپاین دوه کارکونکي ټپي شوي دي.
ډان ورځأاڼې د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۷ مه راپور ورکړی، چې په لکي مروت کې هم د واکسین کمپاین پر ډلې برید شوی او وسلهوالو د واکسیناسیون د کمپاین دوه کارکوونکي له ځانه سره بېولي دي.
د پولیو د واکسین په کارکوونکو دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان په دې وروستیو کې ویلي و، چې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو پېښې ۵۵۰ سلنه زیاتې شوې دي.

په سیاسي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وایي، چې عمران خان پخوا د سیاسي خبرو پلوی و او اوس د خبرو له پاره لېوالتیا نه لري.
هغه وايي، د تحريک انصاف او حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې تر ټولو لوی خنډ په خپله عمران خان دی.
هغه د پاکستانۍ رسنۍ ډې نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې لومړي وزیر شهباز شریف هم قامي اسمبلۍ ته په وروستۍ وینا کې تحریک انصاف ته د مذاکراتو وړاندیز کړی و.
د رانا ثناالله په وینا، مانا داره خبرې اترې ډېرې مهمې دي او باید پر مخ ولاړې شي؛ خو د مذاکراتو په لاره کې تر ټولو لوی خنډ عمران خان دی.
هفه زیاته کړه، مذاکرات (د نومبر ۲۶مې) ته د ورته پېښو څخه د مخنیوي لپاره اړین دي.
هغه وایي، چې د تحریک انصاف د دویمې کچې غړي د مذاکراتو او خبرو د پیلیدا لپاره لېوالتیا لري او حکومت هم له دوی سره په تماس کې دی؛ خو دوی بې واکه دي.
رانا ثناالله وايي، پوځ د روان کال د مۍ په اتمه د مذاکراتو په اړه خپله تګلاره روښانه کړې ده.
وړمه ورځ بیا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف هم ويلي و، چې د تحريک انصاف ګوند مشران په یوه خبره نه دي ولاړ.
هغه ویلي و، تحریک انصاف ګوند له یوې خوا پر حکومت د سرغړونو تورونه پورې کوي او بل خوا ته بیا د مذاکراتو وړاندیز کوي چې په داسې وضعیت کې هيڅ ډول مذاکرات پایله نه شي ورکولای.
د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر لا هم د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې دی، پر هغه د فساد او درغلیو تورونه پورې شوي دي.
د هغه پلویانو تېره میاشت د اسلام اباد په ډي جوک کې لاریونونه وکړل، چې په تاوتریخوالي واوښتل.
په دغو لاریونونو کې د څلورو پولیسو په ګډون شاوخوا شل کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
دا رنګه د تحریک انصاف ګوند ادعا کوي، چې د دوی سلګونه پلویان لا هم په زندانونو کې بې برخلیکه پراته دي.

د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې له ۷۰ ورځو راهیسې د لویو لارو د تړل کېدو له امله سلګونه زره خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او وایي؛ که لارې خلاصې نه شي نو بشري ناورین به رامنځته شي.
له تېرو ۷۰ ورځو راهیسې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د پاړه چنار او کورمې د لویې لارې تر څنګ د خرلڅۍ دروازه لاهم تړلې پاتې ده چې له امله یې خلک د خوړو او سون توکو له سخت کمي سره مخامخ شوي دي.
د صوبايي اسمبلۍ غړی علي هادي عرفاني وایي، چې د خوراکي توکو نشتوالي له امله خلک د سختې لوږې سره مخامخ شوي او ځیني بیا د درملو د نشتوالي له امله په روغتونوتو کې ساوې ورکوي.
هغه دارنګه د دغې لویې لارې د ژر پرانیسو غوښتنه کړې ده.
سیمهییز چارواکي وایي، چې د دوو میاشتو راهیسې په روغتونو کې د درملو د کمښت له کبله ۲۹ ماشومان مړه شوي دي.
چارواکي زیاتوي، که روغتون ته په بېړني ډول درمل و نه رسېږي، لرې نه ده چې په کورمې ولسوالۍ کې خلک د ستر بشري ناورین سره مخامخ شي.
که څه هم چې په تېرو څو اونیو کې د حکومتي جرګې تر څنګ قومي جرګې هم سیمې ته استول شوې؛ خو تر اوسه د دغو تړلو لارو د خلاصون څرک نه دی لګېدلی.
