• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کورمه کې له ۶۸ ورځو راهیسې د لارو تړل کېدو له امله په تازه پېښه درې ماشومان مړه شوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په کورمه کې د مذهبي تاوتریوخالي له امله له ۶۸ ورځو راهیسې د لارو تړل کېدو له امله په تازه پېښه کې درې ماشومانو په روغتونونو کې مړه شوي. ویل کیږي، په رغتونونو کې هر ډول درمل خلاص شوي.

د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۴مه کورمه کې د لارو تړل کېدو له امله د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۰ ناروغان مړه شوي وو.

پاکستاني رسنۍ وايي، کورمه کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله د لارو له تړل کېدو سره، هلته په روغتونونو کې درمل، خوراکي او سون توکي خلاص شوي او د ژوند په هره برخه کې یې خورا ډیرې ستونزې رامنځته کړې دي.

سیمه‌ییز خبریالان وايي، چې په دغې سیمه کې د مذهبي تاوتریخوالي له امله دوو قبیلو یو د بل په وړاندې لارې او بازارونه تړلي او په سیمه کې د نورو اړینو توکو د کمي تر څنګ د درملو کمی هم رامنځته شوې.

د جګړې او غچ اخیستنې له امله د سیمې ناروغان د پاکستان نورو سیمو ته هم نه لېږدول کیږي چې په لارو او یا بسترونو کې ساوې ورکوي.

د کورمې د دغې لانجې د حل په موخه په کوهاټ کې روانه لویه جرګه پرون بې پایلې پای ته رسیدلې وه.

د دغې جرګې غړیو له پاکستاني حکومت غوښتي چې، له ترې منګل څخه تر ټل پورې غځېدلې لارې بايد په خوندي ډول پرانیستل شي، چې له څه باندې دوو مياشتو راهيسې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

په کورمه کې د قبیلو تر منځ د مذهبي تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې جګړې په تېرو دوو میاشتو کې د سیمې خلک د خوړو، سون توکو، درملو او نورو اړینو توکو له زیات کموالي سره مخ کړي او د ژوند په ټولو برخو کې ستونزې ورته جوړې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پېښور کې پر یوه ښوونځي د برید لسم تلین؛ شهباز شریف وايي د ترهګرۍ په وړاندې کلک دریږي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د برید لسم تلین په رارسېدو سره ویلي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې هوډ کلک دی. نن له دې امله د پاکستان په لویو ښارونو کې ښوونځي رخصت دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د برید لسم تلین په رارسېدو سره په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې هوډ کلک دی او په دې برخه کې تر پایه خپله مبارزه روانه ساتي.

د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر ۱۶مه سهار د پاکستاني طالبانو اوه تنه وسله والو او ځانمرګو بریدګرو د پېښور په ورسک روډ کې پر یو پوځي ښوونځي ( ارمي پبلیک سکول ) وسله وال برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۴۹ کسان ووژل شو چې له ډلې یې ۱۳۲ تنه د دغه ښوونځي زده کوونکي وو.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د وژل شویو کوچنیانو عمرونه له اتو کلنو تر ۱۷ کلنو پورې وو.

نن د پاکستان په لاهور،‌ راولپینډۍ، پېښور او د اسلام اباد په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې د دغه برید په یاد د ایالتي حکومتونو له لوري ښوونځي رخصت کړای شوي دي.

شهباز شریف په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې «دغه وحشیانه پېښه به تل د پاکستانیانو په یاد وي ځکه دا داسې پېښه وه چې ترهګرو په کې د خپلو نامشروع موخو لپاره معصوم پاکستاني کوچنیان په نښه کړل.»

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په یوه پېغام کې په دې اړه خپله غمرازي شریکه کړې او زیاته کړې یې ده چې «دغه خونړۍ پیښې پاکستانیانو ته د ترهګرۍ د ختمولو انګیزه ورکړې ده.»

پر ټولنیزو رسنیو د دې پیښې د لسم تلین له امله د یوه وژل شوي زده کوونکي د مور ویډیو هم لاس په لاس کېږي چې په کې ادعا کوي‌ چې لس کاله وړاندې تر دې خونړي برید وروسته ورته د پېښور د «قول اردو قوماندان هدایت الرحمن ویلي و چې خیر دی که یو بچې دې ووژل شو ؛نو بل وزېږوه.»

دغه مېرمن زیاتوي: «دوی نه پوهېږي چې د یو ماشوم زېږول او سترول څومره اسان دي؟!»
پېښور کې پر پوځي ښوونځي د برید پېښه په تېره لسیزه کې د پاکستان دننه یو له لویو ترهګریزو پېښو ګڼل کیږي چې په نړۍواله کچه یې غبرګونونه لرل او د پاکستان حکومت هم هغه مهال د ترهګرۍ د ختمولو پر خلاف کلکې ژمنې کړې وې.

د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخیستی و او تر لس کاله تېریدو وروسته اوس د دغه وسله والې ډلې بریدونه او فعالیتونه تر پخوا په پاکستان کې ډېر شوي دي.

پښتون سیاستوال او د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي په خپلو تازه څرګندونو کې اندیښنه څرګنده کړې چې ګنې د خېبرپښتونخواه نیمایي خاوره اوس د پاکستاني طالبانو په ولکه کې ده.

ایرانی چارواکی: د غیر قانوني کډوالو هویت پېژندل کېږي، څو د بیا ځلې راتګ مخه یې ونیول شي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۵ GMT+۰

د ایران د کډوالو چارو د مرکز رییس وايي، د بایومټریک په وسیله د بې اسنادو کډوالو پېژندګلوي کوي، څو ایران ته د هغوی د بیا راتګ مخه ونیول شي.

دغه ایرانی چارواکی وايي، ایران هڅه کوي چې د نویو لارو چارو په کارولو سره ایران ته د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

د ايران د کډوالو چارو د مرکز مشر نادر يار احمدي د یک شنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۵مه) رسنيو ته وويل، چې د دغه هېواد زېربناوې د ډېرو کډوالو د منلو توان نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنيوي په موخه د دغه هېواد په ختيځ کې پر سرحد د دېوالونو د جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دى.

همدارنګه د ایران د کډوالو چارو د مرکز دغه رییس وویل، چې د نویو قانوني تصویبونو او د قضایه قوې په مرسته د بې اسنادو کډوالو سره د چلند لپاره نور قانوني اقدامات هم ترسره کېږي.

بلخوا، دغه ایراني چارواکي نن د ایران په مازندران ولایت کې رسنیو ته په یوه بله خبرې ناسته کې وویل، چې په دغه ولایت کې ان د لنډې مودې لپاره هم د افغان کډوالو لپاره کار او اوسېدل منع دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې مازندران د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د اوسېدو لپاره یوه منع سیمه اعلان شوې ده.

دغه ایراني چارواکي په داسې حال کې ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د نويو تګلارو اعلان کوي، چې ایران په دې وروستیو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرایط خورا سخت کړي او د دغو کډوالو د اېستلو بهیر یې هم ګړندی کړی دی.

د ایران حکومت په ګڼو ښارونو کې بې اسنادو افغان کډوالو ته د کار او کورونه په کرایه ورکول جرم بللی دی.

ایمل ولي خان وايي نیمه پښتونخوا د طالبانو په لاس کې ده

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان وايي چې پر نیمه پښتونخوا پاکستان ولکه نه لري او د طالبانو په لاس کې ده. ایمل ولي خان د جیو نیوز جرګه خپرونه کې وویل چې پښتونخوا د تاریخ تر ټولو بد حالت کې ده.

د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې غړي د لیندۍ پر ۲۴مه له پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز سره په خبرو کې وویل چې د دیره اسماعیل خان، وزیرستان، لکي مروت، ټانک، بنو او کوهاټ اړوند پر ډېری سیمو د پاکستاني ځواکونو ولکه ختمه شوې ده.

ایمل ولي خان وايي، د پښتونخوا د زیاتره سیمو واک د ترهګرو په لاس کې دی.

دی زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه له خپلو نظامي مرکزونو څخه بهر نه وځي او یوازې خپل ځانونه ساتي.

ایمل ولي خان په دې باور دی، چې په افغانستان کې د نظام بدلېدو پر پښتونخوا مستقیم ناوړه اغیز کړی دی.

دغه پښتون سیاستوال د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای پخواني رییس فیض حمید نوم واخیست او ویې ویل چې هغه د سولې د خبرو په پلمه ۴۰ زره طالبان پښتونخوا ته راوستل او په لوی لاس یې دا سیمه ناامنه کړې ده.

د فیض حمید دوسیه اوس مهال د پاکستان په نظامي محکمه کې روانه ده.

ایمل ولي خان نیوکه کوي، چې د تحریک انصاف ګوند زنداني مشر عمران خان د خپلې واکمنۍ پرمهال ۱۰۲ تنه پاکستاني طالب وسله وال له زندان نه خوشي کړل او هغه خلک په پښتونخوا کې راج چلوي.

ایمل ولي خان دغه راز د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د پښتونخوا ایالتي حکومت تورن کړ، چې د ترهګرو ملاتړی دی.

په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان پوځ ترمنځ جګړو زور اخیستی او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

ګنډاپور وايي اسلام اباد له افغانستان سره د ستونزو اواري لپاره جدي ګامونه نه اخلي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا والي وايي، د پاکستان فدرالي حکومت له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د ستونزو اواري لپاره جدي ګامونه نه اخلي. ګنډاپور په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال تور ولګاوه چې اسلام اباد په دې برخه کې پاموړ اقدام نه دی کړی.

علي امین ګنډاپور د لړم پر ۲۴مه په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې خیبر پښتونخوا هره ورځ د سولې لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو قرباني ورکوي.

ګنډاپور په امنیت او ترهګرۍ ضد جګړه کې د خیبر پښتونخواپر سرښندنو هم رڼا واچوله او له افغانستان سره د اوږدې کرښې له امله یې دغه ایالت ته د اوښتو پراخو زیانونو یادونه وکړه. هغه وويل: « موږ پر پوله له ترهګرۍ تر ټولو ډېر اغېزمن یو، زموږ پوليس او امنيتي ځواکونه هره ورځ د سولې د ټینګښت لپاره قربانۍ ورکوي، خو په فدرالي کچه دغو هڅو ته پام نه دی شوی».

هغه زیاته کړه، چې خېبر پښتونخوا په پرله‌پسې توګه له افغانستان سره د رغنده خبرو پر اړتیا ټینګار کړی، خو اسلام اباد په دې برخه کې کافي هوډ نه دی ښودلی.

ګنډاپور د خپل حکومت لاسته راوړنې هم وشمېرلې. هغه وویل چې له بې ثباتیو سره سره، خېبر پښتونخوا په تېرو نهو میاشتو کې خپل عاید ۴۴ سلنه ډېر کړی او د نړیوال وجهي صندوق اهداف یې پوره کړي دي.

نوموړي د پراختیايي پروژو په برخه کې د کانونو ښه مدیریت لپاره د یوې ځانګړې کمپنۍ جوړول او د ځایي بریښنا د لیږدونې لپاره د بریښنا تارونو د جوړولو هڅې یادې کړې.

ګنډاپور د پاکستان تحریک انصاف له بنسټګر عمران خان نه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د هغه حکومت د خان د لارښوونو تعقیب ته ژمن دی، چې د مدني نافرمانۍ امکان هم پکې شامل دی.

هغه زیاته کړه، « موږ په بشپړ ډول تیار یو چې د خان پریکړې عملي کړو».

په سوریه کې د شپې کلبونه بیا پرانیستل شول

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۴ GMT+۰

د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې په سوریه کې د شپې کلبونه بېرته پرانیستل شوي. په دمشق کې د بشارالاسد له نسکورېدو او مخالفې ډلې له واکمنېدو وروسته، مېکدې او د شپې کلبونه څلور ورځې تړل شوي وو، خو په دې موده کې د دوی پر ضد کوم ځپونکي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

د دغه راپور له مخې، په سوریه کې نوی حکومت به په دغه هیواد کې د ټولو ټولنیزو او مذهبي ډلو زغم ولري.

د تحریر الشام یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط (ای اېف پي) ته وویل، «د شرابو د منع کولو په اړه خبرې سمې نه دي. زموږ لپاره تر دې لویې مسلې شته چې حل یې کړو.»

سوریه د مسیحیانو لوی اقلیت لري چې کرېسمس نمانځي، او په دمشق کې د دې مراسمو لپاره چمتوالي او سینګارونه مخ په زیاتیدو دي.