په یمن کې د اسراییل د بریدونو له امله ۹ تنه وژل شوي دي

د یمن د حوثي اورپکو اړوند المصیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې اوه تنه د الحدید په بندر کې او دوه نور د راس عیسی د تېلو په تاسیساتو کې وژل شوي دي.

د یمن د حوثي اورپکو اړوند المصیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې اوه تنه د الحدید په بندر کې او دوه نور د راس عیسی د تېلو په تاسیساتو کې وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې یو کس په راس عیسی کې ټپي شوی او دوه نور د حدیده په بندر کې ټپیان شوي دي.
دغې رسنۍ تر دې وړاندې هم په خپل یو راپور کې ویلي و، چې اسراییلي ځواکونو د یمن پلازمینې صنعا ته څېرمه د برېښنا پر دوو مرکزونو بریدونه کړي دي.د اسراییل د پوځ ویاند دانیال هجري د یوه بیان په خپرولو پر یمن د بریدونو پخلی کړی دی.هغه وویل:« په یمن کې مو د حوثیانو پر پوځي موخو دقیق بریدونه کړي دي.»له بلې خوا په یمن کې د حوثي وسلهوالې ډلې د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي ادعا کوي، چې امریکا پر یمن د اسراییل په وروستیو بریدونو کې ښکېله وه.هغه وویل: «په یمن کې پر ملکي تاسیساتو د امریکا او اسراییل بریدونه د لویدیځ د منافقت حقیقت څرګندوي او د هغوی ټولې بشري ادعاوې ردوي.»البخیتي ویلي، بریدونه به د غزې له ملاتړه د دغې ډلې مخه ونه نیسي.هغه وویل: «موږ به په غزه کې د اسراییل د نسل وژنې جنایتونه ودروو او د دې سیمې اوسېدونکو ته به خوراکي توکي، درمل او سون توکي ولېږدوو.»هاخوا بیا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یمن کې د اسراییل وروستي بریدونه د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه وبلله.هغه زیاته کړه، د اسراییل جنایتونه د امریکا په ملاتړ ترسره کېږی.