عمر ایوب: عمران خان د خبرو اترو لپاره کمېټه جوړه کړې، خو حکومت خبرو ته لېوالتیا نه لري

د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړی او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر عمر ايوب وایي، چې عمران خان د مذاکراتو لپاره کميټه جوړه کړې؛ خو داسې ښکاري چې حکومت مذاکراتو ته زړه نه ښه کوي.