د کابل ـ کندهار پر لاره د ټکر خونړیو پېښو ته د افغانستان د دوو مخکنیو ولسمشرانو غبرګونونه

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د سورلۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې. د دې تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو پېښو خواشینې ښودلې او دواړو ولسمشرانو ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا دعاوې کړې.