فضا ته د لسو ورځو لپاره تللي ستورمزلي د نهه میاشتو لپاره وځنډېدل

ناسا ویلي، چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په نړۍواله فضایي اډه کې د ستورمزلو بیرته ستنېدل نور هم ځنډول شوي.

ناسا ویلي، چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په نړۍواله فضایي اډه کې د ستورمزلو بیرته ستنېدل نور هم ځنډول شوي.
د متحده ایالاتو د فضایي څېړنو ادارې ناسا د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۷مه) اعلان وکړ، دوه ستور مزلي چې د جون په میاشت کې د لس ورځيني ماموریت له پاره نړۍوالې فضایي اډې (اې ایس ایس) ته استول شوي وو د ځينو ستونزو له امله یې د بېرته راګرځېدو موده نهو میاشتو ته غځول شوې ده.
د ناسا په وینا، په فضايي اډه کې ستورمزلي سوني ویلیامز او مېرمن بوچ ویلمور به اوس د راتلونکي کال د مارچ په پای کې ځمکې ته راستانه شي.
دغه ستورمزلي د جون په میاشت کې د لس ورځني ماموریت لپاره د بوینګ سټارلاینر فضايي الوتکې په لومړۍ مسافر وړونکي الوتنه کې فضا ته ورسیدل، مګر د سټارلاینر د وړتیا په اړه اندیښنې راپورته شوې چې بیرته ځمکې ته نه شي راګرځېدلی.
ناسا ویلي، چې ددغو دوو ستورمزلو بېرته راګرځېدنه به د کریو-۱۰ په نامه څلور کسیز ماموریت چې په مارچ میاشتې کې به پېل شي، ترسره شي.
بوینګ سټار لاینز کیپسول ته دنده سپارل شوې وه، چې یاد ستورمزلي بېرته ځمکې ته راوګرځوي خو په دغه کېپسول کې د یو لړ ستونزو له امله دغه ماموریت وځنډول شو.


ژمی د سړې هوا او موسمي ناروغیو موسم دی چې په ځانګړي ډول پکې زکام یا رېزش ډېر عام وي. زکام د ویروسونو له امله رامنځته کیږي او په اسانۍ سره له یوه کس څخه بل ته انتقالېږي. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځینې مهم تدابیر شته چې په عملي کولو سره مو روغتیا خوندي کولی شئ.
۱. د لاسونو پاکوالي ته پام کول
د لاسونو پاکوالی د زکام د مخنیوي تر ټولو اغیزناکه لار ده. د لاسونو د مینځلو لپاره صابون او له ګرمو اوبو څخه ګټه واخلئ، په ځانګړي ډول وروسته له دې چې له خلکو سره په تماس کې شئ یا له عامه ځایونو څخه کور ته راستانه شئ. د الکولي لاس مینځونکو موادو کارول هم اغېزناک وي.
۲. د خولې او پوزې پوښل
په ژمي کې د زکام ویروسونه په ډېره اسانۍ د ټوخېدو، پرنجېدو یا خبرو کولو پر مهال د هوا له لارې خپرېږي. هڅه وکړئ چې د ټوخي او پرنجي پر مهال یو ټوکر خولې ته ونیسئ او یا که ټوکر مو نه لاره په خپلې څنګلې خپله خوله پټه کړئ او که ناروغ یاست، ماسک وکاروئ څو نور خلک خوندي پاتې شي.
۳. مناسب خواړه او د مایعاتو څښل
د ژمي په موسم کې هغه خواړه وخورئ چې ویټامین سي او انټي اکسیدنټونه ولري، لکه نارنج، لیمو، کینو، شنه سبزيجات او تازه مېوې.
سربېره پر دې، ګرم څښاک لکه؛ شیدې، چای، سوپ او ښوروا مو بدن ګرم ساتي او د زکام خطر کموي.

۴. کافي خوب کول
د روغ بدن لپاره مناسب خوب اړین دی. د شپې لږ تر لږه ۷ تر ۸ ساعته خوب وکړئ چې دفاعي سیستم مو پیاوړی پاتې شي. کم خوبي د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت کمزوری کوي.
۵. له ناروغانو فاصله ساتل
که څوک زکام وي، هڅه وکړئ چې له هغوی سره مستقیمه اړیکه ونه لرئ. د هغوی د استعمال شیانو لکه؛ ګیلاس، ټوکر، یا د کار ځای ته له لاس ور وړلو ډډه وکړئ.
۶. ځان ګرم ساتل
په ژمي کې د ګرمو جامو اغوستل او د کور دننه د خونې مناسب ګرم ساتل ډېر مهم دي. سړه هوا د زکام ویروسونو لپاره مناسبه ده، نو ځان ګرم وساتئ.
۷. واکسین اخیستل
د زکام ضد واکسین کولی شي ستاسې د ناروغېدو خطر کم کړي. که مو روغتیایي مرکز کې د واکسین کولو فرصت وي، دا ګام واخلئ څو ځان او خپله کورنۍ خوندي وساتئ.
پایله
زکام د ژمي یوه عامه ناروغي ده، خو په ساده تدابیر د دې ناروغۍ خطر ډېر کمولی شئ.
د لاسونو پاکوالی، مناسب خواړه، کافي خوب او له ناروغانو فاصله ساتل هغه مهم اقدامات دي چې تاسې له زکام څخه ژغورلی شي.
د دې تدابیرو په عملي کولو سره به تاسې د ژمي په موسم کې روغ او تازه پاتې شئ.

خپګان یوه پېچلې رواني ناروغي ده، چې په دې ناروغۍ اخته کسان ډېری وختونه خپه وي او هر وخت د بې وسۍ احساس کوي. مګر خپګان یوازې یوه ذهني ناروغي نه ده چې په "ذهن" پورې محدوده وي، بلکې خپګان بدن هم اغېزمن کوي.
خپګان په عمر پورې محدوده نه ده، د هر عمر لرونکي خلک اغېزمنوي.
اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه له خپګان څخه ځان وژغورو یا مو خپګان کم کړو؟
په هسپانیا کې یوې طبي څېړنې ډېره اسانه طریقه ښودلې، چې د خپګان اغېزه کمه یا یې هم له منځه وړلی شي.
په دغې څېړنه کې موندل شوي، چې که هره ورځ پیاده وګرځئ نو خپګان له منځه او یا یې هم کمولی شي.
د کاستیل لا مانچا (Castile-La Mancha) پوهنتون څېړنې موندلې، چې پیاده تګ نه یوازې ستاسو فزیکي بڼه ښه کوي، بلکې ذهن ته هم ګټه رسولی شي.
تاسو که د ورځې هر څومره ډېر قدم ووهی، هومره به مو خپګان کم شي.
دغه څېړنه د نړۍ پر ۹۶ زرو زیاتو کسانو ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د ۳۳ څېړنیزو راپورونو کې د دوی قدم وهلو اغېزه پر بدن او ذهن څېړل شوي دي.
د دې اشخاصو د قدم وهلو عادتونو او په رواني روغتیا باندې د تاثیراتو ترمنځ اړیکه څېړل شوې ده.
پایلو ښودلې، چې حتی په ورځ کې څو قدمه قدم وهل ستاسو د خپګان خطر کموي.
پایله دا شوه، چې ډېر قدم وهل کولی شي ستاسو روح ښه کړي او خپګان درڅخه واخلي.
په دې څېړنه کې وښودل شوه، هغه کسان چې د ورځې ۵ زره قدمه وهي د خپګان نښې په کې کمې شوې وې.
د دغې څېړنې له مخې، له هرو زر اضافي قدم وهلو سره ۹ سلنه د خپګان خطر کمېږي.
که تاسو هره ورځ ۷ زره قدم ووهئ په خپګان د اخته کېدو خطر ۳۱ سلنه او له ۷ نیم زره قدم وهلو سره ۴۳ سلنه کمولی شئ او دا په عمر پورې تړلې نه ده، ځکه په هر عمر لرونکي کس یو شان اغېز کوي.
د څېړونکو په وینا، له قدم وهلو سربیره، نور فزیکي فعالیتونه لکه ایروبیک تمرینونه، د درنو وزنونو پورته کول او یوګا هم کولی شي د خپګان خطر کم یا هم مخنیوي کې یې مرسته وکړي. دوی وایي چې اړتیا نه شته، چې تاسو ځغاسته وکړی، ساده تګ هم د رواني روغتیا لپاره د پام وړ ګټې لري.

د اقلیم د بدلون په اړه د اندېښنو له امله یوې برېتانوۍ مېرمنې یو ځانګړی کفن جوړ کړی دی. یاده مېرمن وایي، چې دغه کفن تابوت ته هم اړتیا نه لري.
د برېتانوي رسنیو د راپور له مخې، راحیل چې د لوېډیځ یارک شایر اوسېدونکې ده وايي، چې نه غواړي د دې په جسد ځمکه ککړه شي.
هغه وایي، د امکان تر حده ډېره هڅه کوي، چې شیان ریسایکل کړي.
هغه وايي هڅه کوي، څومره چې امکان ولري لږ کار وکړي او څومره چې امکان ولري ریسایکل وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په برېتانیا کې هر کال ۸۰ سلنه کسانو جسدونه سوځول کېږي.
د یوه مړي جسد سوځول کاربن ډای اکسایډ ګاز دومره لوړوي، چې له لندن څخه پاریس ته د بېرته ستنېدو د الوتنې د کاربن ډای اکسایډ تولید سره برابر وي.
د برېتانوي رسنیو په وینا، دودیزه جنازه هم کولی شي د ککړتیا لامل شي، چې د غیر بایوډګریډ وړ تابوتونه اکثرا د زیان رسونکو کیمیاوي موادو څخه جوړ شوي، فارملډایډ چې زهرجن مواد دي او د جسد د تخریب څخه د ساتنې لپاره کارول کېږي دا ماده ځمکې ته سرایت کولی شي.
راحیل خپل یوه ملګري لپاره د وړیو، بېد، برمبل او پاڼو څخه کفن جوړ کړی دی.
دغه کفن د ښخولو لپاره تابوت ته هم اړتیا نه لري.
د ریچل لپاره دا یوه سرګرمي ده.
هغې پرېکړه کړې، چې د ځان لپاره به هم همداسې یو کفن جوړوي.
ریچل دا هم غوښتي، چې قبر یې ډېر ژور نه وي.
په برېتانیا کې قبرونه معمولا ۶ فوټ ژوروالی لري، دا دود ۱۶مې پېړۍ پورې اړه لري او داسې انګیرل کېږي، چې د طاعون څخه د ساتنې لپاره ټاکل شوی.
ریچل وايي، چې په شپږ فوټه ژور قبر کې د جسد ښخول تر سلو کلونو پورې وخت نیسي، چې په بشپړ ډول تخریب شي، له همدې امله هغه غواړي چې د هغې له مړینې وروسته باید په بیوډیګریډ وړ کفن کې ښخه شي، چې جسد یې ژر تخریب شي.

تېره اونۍ مصنوعي ځیرکتیا یو خپل نوی ځیرک ماډل خپور کړ، چې له متن څخه ویډیو جوړوي. دغه شرکت د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د خپل ChatGPT چټ بوټ په پیل سره د مصنوعي ځیرکتیا د تولید یو لړ هڅې پیل کړې، خو اوس غواړي چې متنونه په ویډیو واړوي او له میټا او ګوګل سره په سیالۍ کې پاتې رانه شي.
دغه AI ماډل چې سورا نومېږي، لومړی په فبروري میاشت کې معرفي شوی و، خو هغه مهال یوازې د څیړنې او ارزونې په پړاو کې و او د خوندي استعمال لپاره محدود و. اوس دا د ChatGPT Plus او Pro کاروونکو لپاره د سورا ټربو په نوم په خدمت کې دی.
دمګړۍ دا موډل وړیا دی، خو په نوي کال کې به د پیسو په بدل کې خدمتونه وړاندې کوي.
کاروونکي کولای شي ۲۰ ثانیې ویډیوګانې تر ۱۰۸۰ پېکسل ریزولوشن پورې تولید کړي.
اوپناېای وویل چې د اوس مهال لپاره به سورا د اروپایي اتحادیې په هیوادونو او سویس او بریتانیا کې نه وي.
شرکت دغه راز ویلي، دوی به د زیانناکې منځپانګې لکه د ماشومانو جنسي ځورونې او جنسي ویډیوګانو د تولید او اپلوډ مخه ونیسي، چې د دې وسیلې د ناسمې استفادې مخنیوی وشي.
سورا څه ډول کار کوي؟
سورا په خورا پرمختللو ځانګړتیاوو سمبال دی، لکه د متن، انځورونو او غږ پروسس کولو وړتیا، د ریښتیني وخت یا رییل ټایم انټرنیټ براوزینګ او د اوږدمهاله یادښت ځانګړتیا چې له کاروونکو سره شخصي تعاملات اسانه کوي.
سورا په بېلابېلو کچو کې وړاندې کېږي، له وړیا نسخې نیولې تر سوداګرۍ کچې، چې د کوډینګ، ډیزاین، تشخیص او نورو چارو لپاره کارول کېږي.
سورا AI د اوپناېای وروستی نوښت دی، چې د دې کمپنۍ له نورو مشهورو محصولاتو لکه ChatGPT او DALL-E سره یو ځای دی. سورا په عمده توګه د تولیداتو او همکارۍ له لارې د څو اړخیزې مصنوعي ځیرکتیا ظرفیتونو ته وده ورکوي، چې په دې کې متن، انځورونه، او غږ شامل دي.
سره له دې چې سورا AI ځواکمنې ځانګړتیاوې لري، ځینې محدودیتونه هم لري. د بېلګې په توګه، که څه هم دا په نوښتګرو ډیزاینونو یا د کوډینګ مرستې کې غوره کار کوي، خو د یادښت ظرفیت او د ریښتیني وخت براوزینګ یې محدود دی.
څنګه سورا AI ته لاسرسی ومومئ؟
سورا AI اوس ټولو کاروونکو ته د لاسرسي وړ دی، خو د دې لپاره چې ویډیوګانې پرې جوړې کړئ، تاسې باید د اوپناېای کڅوړې وپیرئ.
سورا وړیا پلان بنسټیزې وسیلې وړاندې کوي، چې د محدود متن او انځور تولید ځانګړتیاوې پکې شاملې دي، دا د عادي کاروونکو لپاره مناسب دی.
سورا پرو پلان (۲۰ ډالر په میاشت کې) پرمختللې څو اړخیزې ځانګړتیاوې او سرعت لري.
سورا انټرپرایز پلان د سوداګرۍ لپاره دی، چې پراخې ځانګړتیاوې لري لکه API ادغام، د یادښت پراخې ځانګړنې او د ادارو له اړتیاوو سره سم ډیزاین شوي وسایل.
سورا د خپلې پوهې، څو اړخیز پروسس او له کاري بهیرونو سره د بې خنډه یوځای کیدو له امله مهم دی. دا په ځانګړې توګه د روغتیا، ډیزاین، او سافټویر پراختیا په څانګو کې د مسلکي کسانو لپاره ګټور دی، ځکه دا د اسنادو ساده کولو یا د خلاقې مفکورې تولیدولو لپاره موثرې حل لارې وړاندې کوي.
اوپناېآی د سورا AI پراختیا ته ژمن دی، چې دا وسیله به لا نور پرمختګ وکړي او ښايي په راتلونکي کې د مصنوعي ځیرکتیا په چټک پراختیایی ایکوسیستم کې د یو ځواب ویونکي همکار په توګه ځای ومومي.
سورا نه یوازې د ټکنالوژۍ ماهرانو لپاره د کوډ تولید اسانه کوي، بلکې له روغتیايي مسلکیانو سره هم په سند لیکنه او تشخیص کې مرسته کوي. خلاق مسلکیان له دې څو اړخیزو وسیلو ګټه اخلي څو نوښتګرې نظریې او ډیزاینونه تولید کړي.
یو څو کچیزه خدمتونه
سورا په مختلفو کچو کې وړاندې کېږي څو بېلابېل کاروونکي مخاطب کړي. وړیا نسخه یې د عادي کاروونکو لپاره بنسټیزې ځانګړتیاوې وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د سورا پرو نسخه په پرمختللو ځانګړتیاوو سره د سرعت، ژور ادغام او په حقیقي وخت کې د همکارۍ وسیلې وړاندې کوي.
د سوداګرۍ لپاره، سورا انټرپرایز داسې حل لارې برابروي چې د شرکتونو اړتیاوو ته ځان چمتو کړي. د اوپناېای رییس سام الټمن د سورا د پرانېستې پر مهال وویل، "سورا یوازې یو مصنوعي همکار نه دی؛ دا د نوښت لپاره یو همکار دی."
د سیالۍ بازار کې موقعیت
د سورا وړتیاوې او ځانګړتیاوې دا دي چې د ګوګل بارډ، مایکروسافټ کوپایلټ او نورو سیالانو پر وړاندې ودریږي. د ټکنالوژۍ شنونکي وړاندوینه کوي چې د سورا کاروونکيمل ډیزاین او پراخ ایکوسیستم به دې ته لاره هواره کړي چې په چټکۍ سره په بازار کې مخکښ شي.
سورا د مصنوعي ځیرکتیا او انسان ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی لارښود دی. الټمن وویل، چې "دا یوازې پیل دی، سورا د داسې نړۍ یوه نښه ده چې مصنوعي ځیرکتیا پکې په هر اړخ کې د انسان وړتیاوې لوړوي."
د راتلونکو میاشتو په ترڅ کې به څرګنده شي چې سورا څومره کولی شي د تولیداتو او خلاقیت په نړۍ کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د ځمکې توت (سټرابیري) یو خوندوره او ښکلې مېوه ده، چې له ویټامینونو، منرالونو، فایبر او نورو مرکباتو څخه بډایه ده. سټرابیري د انټي اکسیډنټ او التهاب ضد خاصیت لري.
د ځمکې توت یا سټرابیري له انټي اکسیډنټ څخه بډایه ده
سټرابیري د انټي اکسیډنټونو څخه بډایه دي، په دې مېوې کې موجود ویټامین سي له هغو ازادو راډیکالونو سره مبارزه کوي چې بدن ته تاوان رسولی شي.
د دې تر څنګ دا د بدن د حجرو د سوځېدو په شمول د التهاب مخه نیسي.
د ځمکې توت یا سټرابیري د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي
په سټرابري کې موجود انټي اکسیډنټونه کولی شي د زړه له ناروغۍ مو وژغوري.
یوې څیړنې موندلې چې په دې میوه کې موجود انټي اکسیډنټونه د زړه د حملې خطر کموي او د فایبر د شتون له امله د کولیسټرول کچه هم ټیټوي.
د ځمکې توت یا سټرابیري د بدن معافیت پیاوړی کوي
سټرابیري کولی شي د معافیت سیسټم پیاوړی کړي ځکه چې ویټامین سي لري، کوم چې د معافیت سیسټم پیاوړی کوي.
که سټرابیري په خپل موسم کې هره ورځ وخوړل شي نو دا به تاسو د زکام په شمول له موسمي ناروغیو وساتئ.
د ځمکې توت یا سټرابیري پوستکی ښکلی کوي
سټرابیري د پوستکي په ښکلي کولو او د رنګ په روښانه کولو کې تر ټولو ښه رول لوبوي. سټرابیري پوستکی له خارښ او سوځیدلو څخه ساتي.
د ځمکې توت یا سټرابیري د شکرې ناروغۍ مخه نیسي
په دې مېوه کې د پولیفینول په نوم مرکبات د انسولین حساسیت ته وده ورکوي، په دې توګه د وینې د لوړ شکر خطر کموي.
په دې مېوې کې موجود فینولز نومي مرکبات په بدن کې د انسولین حساسیت ښه کوي، په دې توګه د وینې د لوړ شکر خطر کموي.
د سټرابیري خوړل د ګلوکوز نور ډولونه کنټرولولو کې هم مرسته کوي.