د نجونو طبي زده‌کړې؛ د طالبانو لوی درستیز ویلي افغانستان ښځینه ډاکټرانو ته هم اړتیا لري

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر د نجونو لپاره طبي زده‌کړې بندې کړې، د دغې ډلې لوی درستیز په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان نارینه او ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري. فصيح الدين فطرت وايي: «په يوه نظام کې د طب علم زده‌کړه فرض عین ده.»