په سوېلي سالنګ کې د موټر اوښتو په پېښه کې دوه تنه مړه او درې نور مرګوني ټپیان شوي

د پروان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، تېره ورځ ناوخته په سوېلي سالنګ کې له سړکه د یوه موټر د اوښتو په پېښه کې دوه تنه مړه او درې نور سخت ټپیان شوي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.