د بې پولې خبريالانو سازمان د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹ مه) په يوې خبرپاڼې کې ليکلي، چې طالبان د رسنيو د غلي کولو لپاره په وروستي ځل ارزو ټلوېزيون ته ورغلي او يو شمېر کارکوونکي يې نيولي دي.
بې پولې خبریالانو د رسنیو پر وړاندې د طالبانو «ظالمانه» کړنې غندلې او د دې ډلې له زندانونو یې د خبریالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا د څانګې مشره سیلیا مرسيه وايي، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې له رسنیو سره د طالبانو «ایډیالوژیکي او ظالمانه» چلند زیات شوی دی.
مرسيه ټینګار کوي، چې له دې کړنو وروسته یو په بل پسې رسنۍ تړل شوې دي.
د بې پولې خبريالانو د جنوبي اسيا د څانګې مشرې وويل: «په کابل کې د ارزو پر ټلوېزيون د طالبانو وحشیانه ورتګ وښوده چې په پلازمېنه کې مېشتې رسنۍ له ظالمانه اقداماتو خوندي نه دي.»
د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، چې د امربالمعروف قانون له تصویب وروسته په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د امربالمعروف د قانون له مخې د ساکښو د انځورونو پر خپراوي له بندیز وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷ تلویزیونونو خپرونې بندې شوي، چې په دې سره د تړل شویو تلویزیونونو شمېر ۱۲ ته ورسېد.
دغه نړیوال سازمان چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي لیکلي دي، چې طالبانو یو شمېر سيمه یيزو رسينو ته وروسته له هغه د بیا فعالیت اجازه ورکړې، چې له دوی څخه یې د سا کښو د انځورنو او موسيقي نه خپرولو ژمنې واخيستې.
بې پولې خبريالانو د طالبانو دغه کړنې د بيان له ازادۍ سرغړونه بللې ده.
د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له زندانونو څخه د ټولو خبریالانو له قید او شرط پرته خوشي کېدو باندې ټینګار کړی او خلکو ته یې بې پرې معلومات ورکول د افغانستان د کورنیو رسنیو حق بللی دی.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې رسنیو ته اجازه ورکړي، څو د منل شویو معیارونو له مخې خلکو ته معلومات ورکړي.