• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ازادۍ جبهې پروان او د کابل ښار پر شپږمې امنیتي حوزې د بریدونو مسوولیت واخیست

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۹ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، د پنجشنبې په ماښام یې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په دروازه کې طالبان په نښه کړي دي. همدا راز دغه جبهه وایي چې ځواکونو یې د پروان ولایت د بګرام او جبل السراج په ولسوالیو کې په دوو جلا بریدونو کې ۴ طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې په کابل کې په دغه اپرواتیفي عملیاتو کې درې طالبان وژلي او دو نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهه ادعا کوي، چې د بګرام هوايي ډګر د دروازې مخې ته ترسره شوي عملیاتو کې، د ملا ملنګ هلمندي په نوم د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه طالبان یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي او د پروان په جبل سراج کې یې په یوه بل برید کې دوه طالبان ټپیان کړي دي.

په هغو جلا ویډیو ګانو کې چې دغې جبهې د پنجشنبې په ماښام (د لېندۍ ۲۹مه) پر اېکس خپرې کړي، په ویډیو کې لومړۍ د اور لمبې ښکاري بیا د چاودنو غږ اوریدل کیږي.

تر دې مخکې، په کابل او پروان کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د څو چاودنو خبر ورکړی و. سرچينو ویلي وو، چې دغه چاودنې د پروان ولايت بګرام هوايي ډګر ته څېرمه، جبل السراج ولسوالۍ او د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې شوې دي.

طالب چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

بې پولې خبریالان وايي طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۲ رسنۍ تړلې دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۳ GMT+۰

بې پولې خبریالان وايي، طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۱۲ دولتي او خصوصي رسنۍ تړلې دي. دغه سازمان د رسنیو تړل د نه منلو وړ بولي او د طالبانو له زندانونو څخه د خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د بې پولې خبريالانو سازمان د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹ مه) په يوې خبرپاڼې کې ليکلي، چې طالبان د رسنيو د غلي کولو لپاره په وروستي ځل ارزو ټلوېزيون ته ورغلي او يو شمېر کارکوونکي يې نيولي دي.

بې پولې خبریالانو د رسنیو پر وړاندې د طالبانو «ظالمانه» کړنې غندلې او د دې ډلې له زندانونو یې د خبریالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا د څانګې مشره سیلیا مرسيه وايي، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې له رسنیو سره د طالبانو «ایډیالوژیکي او ظالمانه» چلند زیات شوی دی.

مرسيه ټینګار کوي، چې له دې کړنو وروسته یو په بل پسې رسنۍ تړل شوې دي.

د بې پولې خبريالانو د جنوبي اسيا د څانګې مشرې وويل: «په کابل کې د ارزو پر ټلوېزيون د طالبانو وحشیانه ورتګ وښوده چې په پلازمېنه کې مېشتې رسنۍ له ظالمانه اقداماتو خوندي نه دي.»

د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، چې د امربالمعروف قانون له تصویب وروسته په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د امربالمعروف د قانون له مخې د ساکښو د انځورونو پر خپراوي له بندیز وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷ تلویزیونونو خپرونې بندې شوي، چې په دې سره د تړل شویو تلویزیونونو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

دغه نړیوال سازمان چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي لیکلي دي، چې طالبانو یو شمېر سيمه یيزو رسينو ته وروسته له هغه د بیا فعالیت اجازه ورکړې، چې له دوی څخه یې د سا کښو د انځورنو او موسيقي نه خپرولو ژمنې واخيستې.

بې پولې خبريالانو د طالبانو دغه کړنې د بيان له ازادۍ سرغړونه بللې ده.

د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له زندانونو څخه د ټولو خبریالانو له قید او شرط پرته خوشي کېدو باندې ټینګار کړی او خلکو ته یې بې پرې معلومات ورکول د افغانستان د کورنیو رسنیو حق بللی دی.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې رسنیو ته اجازه ورکړي، څو د منل شویو معیارونو له مخې خلکو ته معلومات ورکړي.

کابل او پروان کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۰

په کابل او پروان کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د څو چاودنو خبر ورکړ. سرچينو زياته کړې، چې دغه چاودنې د پروان ولايت بګرام هوايي ډګر ته څېرمه، جبل السراج ولسوالۍ او د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې شوې دي.

د دغو راپورونو له مخې، لومړۍ چاودنه نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د پروان ولایت په جبل السراج سیمه کې شوې ده. بیا پنځه بجې د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه یوه بله چاودنه وشوه.

درېیمه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا ۵:۵۰ دقیقې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.

تر اوسه د چاودنو د نوعیت او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

اشرف غني: د کـابل د شـېرپور او وزیـر اکبر خـان ځمکې څو بدنامو کسانو وېشلې دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د شېرپور او وزیر اکبر خان ځمکې د څو بدنامو کسانو له خوا وېشل شوې دي او باید اسناد یې وکتل شي. نوموړي د چا نوم نه دی اخیستی خو د شېرپور ځمکه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال وېشل شوې ده.

د مخکیني جمهوري دولت وروستي ولسمشر د خپلو غږیزو پاډکاسټونو په لړۍ کې ویلي چې د کابل یو شمېر سیمې د زورواکانو له خوا غصب شوې دي او همدا راز ځینې ودانۍ بې پلانه جوړې شوې دي.

اشرف غني زیاتوي چې د کابل باغونه، پارکونه او شنې سیمې له منځه تللي او پر وزیر اکبر خان پارک سربېره د زرنګار پارک ځمکې هم غصب شوې دي.

هغه وویل: "د کورنیو چارو نوی وزارت په داسې ځمکې کې جوړ شوی چې د چاپیریال له مخې دا مطلق کفر دی، زه چې ولسمشر شوم کارونه یې نیم تمام شوي وو، امریکایانو ته مې وویل چې کارونه یې ودروئ خو هغوی څو سوه میلیونه ډالره قرارداد کړی و".

د مخکیني ولسمشر په وینا، د ظاهر شاه کورنۍ هم ګلباغ وپلوره چې دا ځمکه په دولتي پېسو اخیستل شوې وه.

نوموړي په خپل غږیز پاډکاسټ کې د کابل ورانېدو ته په اشارې وویل چې د بن په تړون کې واضح شوي وو، هغه کسان چې بشري جنایات یې کړې وي باید ترې پوښتنه وشي خو دوی برعکس د قدرت څښتنان شول.

هغه وویل: " د ویکر په نامه د ریګن د ولسمشرۍ پر مهال د سي ای اې یو مسوول چې له مجاهدیونو سره یې کار کاوه، ویلي چې څو سوه نفره یې تربیه کړل چې کابل تخریب کړي او له منځه یې یوسي".

دا لومړی ځل نه دی چې اشرف غني پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر جهادي مشرانو ته د پړې ګوته نیسي، بلکې له دې وړاندې هم نوموړي په وار - وار د جمهوري دولت د کمزورۍ او له منځه تګ کې یادو اشخاصو ته د ملامتۍ ګوته نیولې ده.

طالبانو پر کابل-کندهار لویه لار تر ټکر وروسته دواړه ټرانسپورټي شرکتونه وتړل

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۱ GMT+۰

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ترانسپورت وزارت د میرویس نیکه او مهمند بابا په نوم هغه ترانسپورتي شرکتونه تړلي، چې تېره شپه يې اړوندو موټرو د کابل – کندهار پر لویه لار مرګوني ټکرونه کړي. په دې پېښه کې تر ۲۰ زيات طالبان هم مړه شوي، چې له هلمند څخه کابل ته تلل.

سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د طالبانو د ترانسپورت وزارت هغه دوه مکتبونه لېږلي، چې د ميرویس نیکه او مهمند بابا په نوم ترانسپورتي شرکتونو فعالیت یې تر دویم امر پورې بند کړی.

د طالبانو ترانسپورت وزارت په دې مکتوب کې لیکل شوي: «دغه شرکتونه د ترانسپورتي تخلف له امله تر امر ثاني پورې فعالیت نه شي تر سره کولی.»

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع وايي، چې په دې پېښه کې ۵۲ کسان مړه او ۶۵ نور ټپيان شوي دي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په دې ټکر کې تر ۲۰ زيات د طالبانو امنيتي او ملکي کسان هم مړه شوي، چې غوښتل يې د رسمي کارونو لپاره کابل ته ولاړ شي.

د کابل - کندهار پر لویه لار د غزني په اړوند سيمه کې د ټکر له کبله د یو شمېر مړو شویو طالبانو اسناد
100%
د کابل - کندهار پر لویه لار د غزني په اړوند سيمه کې د ټکر له کبله د یو شمېر مړو شویو طالبانو اسناد

سرچينې په پېښه کې د مړو شویو طالبانو سندونه هم رالېږلي او زياتوي، چې دغو طالبانو د سويلي حوزې په ځانګړي ډول د هلمند په بېلابيلو امنيتي او ملکي ادارو کې دندې درلودې.

پېښه د دوو ټکرونو له کبله د غزني په شهباز او ناني سيمو کې شوې.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې یو شمېر ټپیان يې د کابل ايمرجنسي، جمهوریت او د وزیر اکبر خان روغتونونو ته انتقال کړي دي.

د قانع په وینا، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په امر په غزني کې یوه کمیسیون هم کار پيل کړی. هغه وایی، « د سراج الدین حقاني په سپارښتنه په غزني کې يو کمیسیون کار پیل کړ، تر څو شهیدان تکفین او کورنیو ته یې تسلیم کړي».

د طالبانو کورنيو چارو وزارت له ترانسپورتي شرکتونو غوښتي، چې پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال له احتیاطه کار واخلي او خبرداری یې ورکړی چې له سرغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وکړي.

پوتین وايي روسیه ځکه سوریې ته لاړه چې د افغانستان په څېر د ترهګرو پټنځای نه شي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۵ GMT+۰

د روسیې ولسمشر وايي، مسکو لس کاله وړاندې سوریې ته تللی و، چې د افغانستان په څېر د يوې ترهګرې سیمې د رامنځته کېدو مخه ونيسي. ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹ مه) په خپل کلني خبري کنفرانس کې وویل: «موږ په سوریه کې خپلو موخو ته رسېدلي يو.»

د سوریې موضوع ته په راګرځېدو سره پوتین وویل چې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بشارالاسد نسکورېدل د روسیې د ماتې په معنا نه دی. هغه وويل: « موږ لس کاله وړاندې سوريې ته د دې لپاره تللي وو چې د ترهګرو د پټنځايونو د جوړولو مخه ونيسو، هغه څه چې په ځينو نورو هېوادونو کې د بېلګې په توګه په افغانستان کې ليدل کېږي. په ټوله کې، موږ خپلې موخې ترلاسه کړې»

په سوریه کې د مسکو هوايي او سمندري تاسیسات له اوږدې مودې راهیسې په منځني ختیز کې د روسیې د نفوذ ساتلو مهم مرکز بلل کېږي او پوتین مخکې په خپل خبري کنفرانس کې ویلي و چې کرملین د سوریې له نویو مشرانو سره د خپلو اډو د خوندیتابه په اړه خبرې کوي.

هغه وویل، «موږ واردمخه په روسیه کې دننه او ګاونډیو هېوادونو کې خپلو شریکانو ته وړاندیز وکړ چې سوریې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره حمیمیم هوايي اډه وکاروي».

100%

د اې پي د رپوټ له مخې، پوتین ددې ناستې پیل په دې ټکو وکړ چې د روسیې اقتصاد سږکال د نږدې څلور سلنې ودې په مسیر کې دی. هغه ومنله چې د مصرفي توکو بیې لوړې دي او په دغه هېواد کې انفلاسیون ۹.۳ سلنه دی، خو ټینګار یې وکړ چې اقتصادي وضعیت لا هم «ثابت» دی.

پوتین، چې نږدې یو پر څلورمه پېړۍ یې واکمني کړې، وویل چې پوځ په اوکراین کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لور پرمختګ کوي؛ چیرې چې ځواکونو یې ورو خو ثابت پرمختګ کړی دی.

هغه وویل، چې « وضعیت په بنسټیزه توګه بدلېږي، موږ د ټولې کرښې په اوږدو کې پرمختګ کوو».

کله چې له پوتین نه پوښتنه وشوه چې روسي ځواکونه به کله اوکرایني ځواکونه له کورسک نه وشړي، هغه په ځواب کې وویل، «موږ به هغوی یقیني شړو» خو دا یې ونه ویل چې څومره وخت به ونیسي.

پوتین د هغو لویدیزو شنونکو ادعاګانې چې د روسیې نوی هایپرسونیک بالسټیک توغندی د ناټو د هوایي دفاع سیسټمونه رانیولای شي، مسخره وبللې. هغه په طنز سره د لویدیز متحدانو ته د "لوړې ټکنالوژۍ مبارزې" چلینج ورکړ او وړاندیز یې وکړ چې مسکو به پر کیېف د برید واردمخه خبرداری ورکړي او وبه ګوري چې لویدیز یې څنګه دفاع کوي. هغه په موسکا وویل، « راځئ چې وګورو څه کېږي».

100%

پوتین وویل چې مسکو د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره خبرو اترو ته چمتو دی، خو ټینګار یې وکړ چې اوکراین باید له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه پرېږدي او د روسیې لاسته راوړنې ومني.

هغه د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد په اړه هم خپل لومړي څرګندونې وکړې.

پوتین وویل چې ده لا تر اوسه له اسد سره نه دي لیدلي، خو پلان لري چې ورسره وویني او د امریکایي ژورنالېست اوسټین ټایس په اړه یې هم وپوښتي، چې په سوریه کې ۱۲ کاله مخکې لادرکه شوی و.