پر کییف د روسیې توغندیز برید یو تن وژلی او اوه نور یې ټپیان کړي دي

د اوکراین په پلازمېنه کییف ښار د روسیې په توغنديز برید کې یو کس وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي. دغه برید چې د جمعې په ورځ ترسره شو، په ګڼو ودانیو کې اور ولګېد او ګڼو اداري دفترونو ته یې زیانونه واړول.