طالبان د متقاعدینو د حقونو ارزولو ته ځانګړې محکمې جوړوي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، چې د دغې ډلې مشر ملا هبتالله فرمان ورکړی، چې د تېر حکومت د متقاعدینو حقونو ورکړې ته دې په هره اداره کې ځانګړې محکمې جوړې شي. تر دې مخکې د طالبانو مشر په افغانستان کې د تقاعد سیسټم لغوه او د متقاعدینو معاشونه یې بند کړي و.






