• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راتلونکې دوشنبه په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۴ GMT+۰

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ پیښې ثبتې شوې، چې ورسره هم مهال د پولیو واکسین کمپاینونه هم چټک شوي چې د (مرغومې ۳مه) به د هېواد په یو شمېر سیمو کې بیا دغه کمپاین پیل شي.

د افغانستان د پولیو له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز اعلان کړی، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د ګوزڼ واکسین دغه کمپاین پیل شي چې درې ورځې به دوام وکړی.
د ګوزڼ یا د ماشومانو د فلج نړیوال بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روان کال په ترڅ کې تر اوسه د پولیو ۲۳ مثبتې پیښې ثبتې شوي، چې ډېرې هغه یې په ننګرهار ولایت کې دي.
په هېواد کې د ګوزڼ واکسین په اړه د عامه پوهاوي نشتوالي او ناسم کولتوري روایتونه چې له مخې یې کورنۍ کوچنیان نه واکسین کوي د دغو پیښو د ډیریدو لاملونه بلل کېږي.
د غزني ولایت اوسیدونکی عطا محمد چې دوه وروڼه یې د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته دي اوسمهال د پولیو په رضاکارانه فعالیتونو بوخت دی او په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د ګوزڼ واکسینو د ګټور په اړه عامه پوهاوی ورکوي.
هغه وایي، چې د ده مور او پلار واکسینو ته هېڅ ډول ارزښت نه ورکاوه چې اوس یې موږ خورا ستره بیه پرې کوو.

100%


عطا محمد د ګوزڼ واکسین د عامه پوهاوي کمپاین پر مهال له یو شمېر کولتوري ننګونو سره مخ شوی دی او له ډېرو داسې خلکو سره مخ شوی چې خپلو اولادونو ته یې د واکسین د څاڅکو ورکولو څخه انکار کړی دی.
هغه زیاتوي: «یو پلار تل د خپلو اولادونو له واکسین انکار کاوه، بیا مې خپل کور ته راوست چې زما دوه فلج شوي وروڼه وګوري او تر هغې وروسته یې فیصله وکړه چې خپل اولادونو ته د واکسین څاڅکي‌ ورکړي.»
د عطا محمد پلار ۵۸ کلن محمد رمضان په وینا؛ د یوه پلار په توګه د خپلو دوو ګوزڼ ځپلیو اولادونو د راتلونکي لپاره خورا ډېر اندیښمن دی او پښیماني ښیې چې پر وخت یې زامن واکسین کړي‌ نه دي.
محمد رمضان وویل: «دا دوه فلج شوي زامن مې په ډېرو ډاکټرانو وګرځول؛ خو هر یو راته اوس همدا وایي چې درملنه یې امکان نه لري.»
د راپورونو له مخې په کندهار ولایت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله د خوندیتوب لپاره د واکیسن پر کمپاین بندیز لګولی چې له مخې یې ماشومان له دغو څاڅکو بې برخې پاتې کېږي.
د شمېرو له مخې د روان میلادي‌ کال په اکټوبر میاشت کې په کندهار ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه هم ثبت شوې ده.
د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې هم سږ کال د پولیو پر ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی او په روان کال کې هلته ۶۴ مثبتې پیښې ثبتې شوي دي.
د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د مثبتو پيښو د کچې لوړوالي یو لامل هم ګاونډي هېواد پاکستان تګ راتګ او تازه راستنیدونکي کډوال ښودل شوي دي.
په دې وروستیو کلونو کې د ګوزڼ ناروغي په ډېرو هېوادونو کې له منځه تللې؛ خو افغانستان او پاکستان لا هم د دغې ناروغۍ لپاره خطرناکې سیمې بلل کېږي.
ګوزڼ (پولیو) یوه ویروسي ناروغي ده چې د کوچنیانو عصبي سیسټم ته زیان رسوي او د فلج سبب کېږي. دا ناروغي له ماشومانو پرته په لویانو ته هم لېږدیدای شي؛ خو کچه یې خورا ټیټه ده. دغه ناروغي معمولا د ککړونکو موادو د لیږد له لارې رامنځته کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

‏ پر جولاني د ټاکلي انعام لغوه کول؛ زلمی خلیلزاد پوښتي «طالبان به هم دغې مسلې ته پام وکړي»

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سوریه کې د تحریر الشام پر مشر د امریکا له لوري د ټاکل شوي انعام لرې کېدو ته په اشارې ویلي: «ایا طالبان به هم دغې مسلې ته پام وکړي؟»

ښاغلي خلیلزاد پرته له دې چې کوم ځانګړي هیواد ته اشاره وکړي زیاته کړې چې نور په ورته شرایطو کې د احمد الشرع څخه زده کولی شي چې څنګه د نړۍوال نظام په اصلي بهیر کې شامل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وروسته له هغې چې په سوريه کې د تحرير الشام له مشر سره د امريکا د ډيپلوماتيک ماموريت کتنه مثبته وبلله وویل، چې امريکا پرېکړه کړې چې د احمد الشرع مشهور په محمد جولاني د نيولو لپاره ټاکل شوې انعام لغوه کړي.
تېره ورځ په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو په شورا کې د خبرو پرمهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، چې په دمشق کې واکمنه د تحریر شام ډله دې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د طالبانو له حالته دې درس واخلي، چې څنګه څنډې ته شوي دي.

واشنګټن په ۲۰۱۳ کې د احمد الشرع نوم له القاعدې سره د تړاو په تور د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ.

د تحریر الشام مشر ابو محمد جولاني له بشري حقونو په سرغړونو تورن دی او امریکا د هغه د نیولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر انعام ټاکلی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د(لیندۍ۳۰مه) وویل، چې د لوړ پوړو امریکايي ډیپلوماتانو یو پلاوی د سوریې پلازمینې دمشق ته تللی چې د تحریر الشام ډلې په مشرۍ د دغه هېواد له نویو واکمنو سره وګوري.
د بشارالاسد د حکومت له پرځېدو وروسته دا د واشنګټن او سوریې د نويو واکمنو ترمنځ لومړنۍ مخامخ ناسته او خبرې دي چې په سوریه کې د یو ټولګډونه حکومت او د بندیانو د خلاصون په اړه کیږي.

تېره شپه د پاکستان په ګڼو ښارونو کې افغان کډوالو د یلدا شپه ونمانځله

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۲۷ GMT+۰

د پاکستان په ګڼو ښارونو او پلازمېنه اسلام اباد کې سلګونه افغان کډوالو د کال تر ټولو لویه شپه (یلدا شپه) ونمانځله.

دغو کډوالو د دغې شپې په نمانځغونډو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د هغو لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو پر ضد اعتراض وکړ، چې پر خلکو یې لګولي او دغه کړنې یې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.
په اسلام اباد کې سلګونو راټولو شویو مېرمنو او نارینه و د یوې سترې غونډې په جوړولو سره د یلدا شپه خپل لرغونی فرهنګي دود یاد کړ، او پر طالبانو یې نیوکه وکړه چې په لوی لاس د دغه دود او فرهنک د لمنځه وړلو هڅه کوي.
په دغې غونډه کې د طالبانو له زندانه ېو شمېر خوشې شویو مېرمنو هم خبرې وکړې او په زندانونو کې یې د طالبانو د ظلمونو او زور زیاتي او هغه بې عدالتيو په اړه چې هلته یې طالبان د بندیانو په تېره بیا د مېرمنو سره کوي رڼا واچوله.
له زندانه دغو خوشې شویو مېرمنو له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې طالبان دې د بشري ضد کړنو په پار محکمې ته راکاږي او په افغانستان کې دې د ښځو سره روان زور زیاتی د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

100%

دغه راز په دغې غونډه کې د طالبانو له بنده د ژولیا پارسي په ګډون یوولسو خوشې شویو مېرمنو ته ستاینلیکونه او سوغاتونه چې افغان کډوالو چمتو کړي و، هم ورکړل شول.
په یاده غونډه کې د مقالو، شعرونو او موسیقۍ تر څنګ ګډوانوالو ملي ترانې او اتڼونه وکړل او په افغانستان کې یې د سولې، ازادۍ،عدالت او برابرۍ لپاره دعاوې وکړې.

انټوني بلېنکن: طالبان باید د نجونو پر زده کړو بندیز ژر تر ژره لغوه کړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۹ GMT+۰

د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د دویم کال په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د دغه بندیز پر دوام اندېښنه څرګنده کړه او د ښځو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

انټوني بلېنکن وویل، ښځې او نجونې د یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره اصلي محور دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ١٤٠١ کال د لېندۍ په مياشت کې اعلان وکړ، چې تر بلې خبرتیا پورې ښځې دولتي او خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو ته د تللو حق نه لري.

د طالبانو له دې حکم څخه دا دی دوه کاله پوره شول خو لا هم دوی په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې نه دي خلاصې کړي او د نجونو د طبي موسسو د بندولو لپاره یې نوی فرمان صادر کړ.

د دې ورځې په مناسبت د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «دوه کاله تېر شول چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو او په نادولتي موسسو کې یې په کار کولو بندیز لګولی، موږ له طالبانو غواړو چې سمدستي دغه فرمانونه لغوه کړي.»

طالبانو له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې هم تړلي او په دې وروستیو کې یې طبي موسسو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو په کورنیو او بهرنیو هېوادونو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

معترضو مېرمنو د طالبانو له لوري د یلدا او دې ته ورته په نورو افغاني دودونو محدودیت غندلی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۷ GMT+۰

افغانو مېرمنو د یلدا اوږده شپه د د دودیزو روایاتو له مخې په سندرو او شعرونو ولمانځله او ددې شپې لامنځل یې د طالبانو په وړاندې د یووالي او درېدو سمبول یاد کړل.

په افغانستان، مرکزي اسیا، عراق او ايران کې ځيني خلک یلدا د کال تر ټولو اوږده شپه بولي. دوی د ډسمبر میاشتې په ۲۱مه شپه سینګار کوي، خپلې کلتوري جامې اغوندې، ناڅي، سندرې وایي او له موسیقۍ خوند اخلي.

په کابل او اسلام اباد کې « د ازادۍ د ښځو غورځنګ» غړو د جمعې په شپه د یلدا د شپې په مناسبت پرېکړه لیکونه صادر کړل او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي او د یلدا شپه په شعرونو او کیسو ویلو ولمانځي.

د دغه غورځنګ غړو، چې محلي جامې اغوستې وې ټینګار وکړ: «د یلدا شپه زموږ د هویت برخه ده. موږ به هېڅکله چاته دا اجازه ورنه کړو، چې دا هویت له موږ څخه لیرې کړي.»

د نوروز او یلدا شپې په څېر د دودیزو مراسمو ترسره کول او درناوی او د اور وژنې په څېر پروګرامونه، د طالبانو د عامه نظم قانون له مخې منع دي.

د یلدا یا څيلې شپه د اریایانو یو پخوانی کلتوري جشن دی چې د مني د وروستۍ شپې او د ژمي د پیل په توګه په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د یلدا شپه، هغه لرغونى دود دی چې کورنۍ پر يوه تغر راټولوي څو د ژمي پیل او د کال تر ټولو اوږده شپه په ګډه د یووالي په فضا کې رڼه کړي.

پر دغې شپه ملګري او کورنۍ سره راټولېږي، ډیوې بلوي، په پاک لوښي کې اوبه، بېلابېل خواړه، د سره رنګ لرونکې مېوې لکه انار او هندوانې د مېز يا دسترخوان پر سر ږدي، شعرونه وايي او د حافظ په دیوان یا د فردوسي د شاهنامې له مخې فال ګوري.

عبدالباري جهاني: ‏د وېرجینیا محکمې هارون حکیمي بې ګناه وباله

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي، د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت محکمې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکیمي پر ده له لګېدلو تورونو پاک اعلان کړ.

هارون حکیمي د ویرجینیا ایالت د پرېنس ویليام ښار پولیسو پر یوې ښځې د «جنسي تېري په تور» نیولی وو.

پر هارون حکیمي باندې یوې ۲۷ کلنې مېرمن په خپل کور کې د جنسي تېري تور پورې کړی وو.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپله ایکس خواله رسنۍ څو شېبې وړاندې لیکي: «د ویرجینیا د ایالت محکمې همدا اوس فیصله وکړه چې زما هارون جان بېګناه او له ټولو لګېدلو تورونو څخه پاک دی».

تر اوسه د پرېنس ویلیم ښار محکمې په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پرېنس ویلیام ښار د پولیسو په راپور کې ویل شوي وو، چې پولیس د روان کال د مارچ میاشتې په اتمه په دغه ښار کې یو کور ته ورغلي وو، چې د جنسي تېري د تور په اړه پلټنې وکړي.

پولیس وايي، هغه ۲۷ کلنه ښځه چې پر ښاغلي حکیمي یې د جنسي تېري تور لګولی و، د تورن په کور کې اوسېدله.

د پولیسو په راپور او د ۵ فاکس چینل په ګډون په امریکايي رسنیو کې نشر شوي مالومات ښيي، چې دغې ښځې د جنسي تېري له تور مخکې له ښاغلي حکیمي سره اړیکې درلودې.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د لویدیځو هېوادونو د قوانینو له مخې، ان يوه ښځه د ګډې ملګرتيا په اړيکه کې هم د ملګري له جنسي اړیکو سره مخالفت کولی شي او همدا د تېري په اړه پولیسو ته راپور ورکولی شي.

ښاغلی حکیمي د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو څو میاشتې وړاندې د ۱۴۰۰ کال د غويي په میاشت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال په توګه معرفي شوی و.