• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انټوني بلېنکن: طالبان باید د نجونو پر زده کړو بندیز ژر تر ژره لغوه کړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۹ GMT+۰

د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د دویم کال په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د دغه بندیز پر دوام اندېښنه څرګنده کړه او د ښځو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

انټوني بلېنکن وویل، ښځې او نجونې د یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره اصلي محور دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ١٤٠١ کال د لېندۍ په مياشت کې اعلان وکړ، چې تر بلې خبرتیا پورې ښځې دولتي او خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو ته د تللو حق نه لري.

د طالبانو له دې حکم څخه دا دی دوه کاله پوره شول خو لا هم دوی په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې نه دي خلاصې کړي او د نجونو د طبي موسسو د بندولو لپاره یې نوی فرمان صادر کړ.

د دې ورځې په مناسبت د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «دوه کاله تېر شول چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو او په نادولتي موسسو کې یې په کار کولو بندیز لګولی، موږ له طالبانو غواړو چې سمدستي دغه فرمانونه لغوه کړي.»

طالبانو له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې هم تړلي او په دې وروستیو کې یې طبي موسسو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو په کورنیو او بهرنیو هېوادونو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

معترضو مېرمنو د طالبانو له لوري د یلدا او دې ته ورته په نورو افغاني دودونو محدودیت غندلی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۷ GMT+۰

افغانو مېرمنو د یلدا اوږده شپه د د دودیزو روایاتو له مخې په سندرو او شعرونو ولمانځله او ددې شپې لامنځل یې د طالبانو په وړاندې د یووالي او درېدو سمبول یاد کړل.

په افغانستان، مرکزي اسیا، عراق او ايران کې ځيني خلک یلدا د کال تر ټولو اوږده شپه بولي. دوی د ډسمبر میاشتې په ۲۱مه شپه سینګار کوي، خپلې کلتوري جامې اغوندې، ناڅي، سندرې وایي او له موسیقۍ خوند اخلي.

په کابل او اسلام اباد کې « د ازادۍ د ښځو غورځنګ» غړو د جمعې په شپه د یلدا د شپې په مناسبت پرېکړه لیکونه صادر کړل او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي او د یلدا شپه په شعرونو او کیسو ویلو ولمانځي.

د دغه غورځنګ غړو، چې محلي جامې اغوستې وې ټینګار وکړ: «د یلدا شپه زموږ د هویت برخه ده. موږ به هېڅکله چاته دا اجازه ورنه کړو، چې دا هویت له موږ څخه لیرې کړي.»

د نوروز او یلدا شپې په څېر د دودیزو مراسمو ترسره کول او درناوی او د اور وژنې په څېر پروګرامونه، د طالبانو د عامه نظم قانون له مخې منع دي.

د یلدا یا څيلې شپه د اریایانو یو پخوانی کلتوري جشن دی چې د مني د وروستۍ شپې او د ژمي د پیل په توګه په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د یلدا شپه، هغه لرغونى دود دی چې کورنۍ پر يوه تغر راټولوي څو د ژمي پیل او د کال تر ټولو اوږده شپه په ګډه د یووالي په فضا کې رڼه کړي.

پر دغې شپه ملګري او کورنۍ سره راټولېږي، ډیوې بلوي، په پاک لوښي کې اوبه، بېلابېل خواړه، د سره رنګ لرونکې مېوې لکه انار او هندوانې د مېز يا دسترخوان پر سر ږدي، شعرونه وايي او د حافظ په دیوان یا د فردوسي د شاهنامې له مخې فال ګوري.

عبدالباري جهاني: ‏د وېرجینیا محکمې هارون حکیمي بې ګناه وباله

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي، د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت محکمې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکیمي پر ده له لګېدلو تورونو پاک اعلان کړ.

هارون حکیمي د ویرجینیا ایالت د پرېنس ویليام ښار پولیسو پر یوې ښځې د «جنسي تېري په تور» نیولی وو.

پر هارون حکیمي باندې یوې ۲۷ کلنې مېرمن په خپل کور کې د جنسي تېري تور پورې کړی وو.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپله ایکس خواله رسنۍ څو شېبې وړاندې لیکي: «د ویرجینیا د ایالت محکمې همدا اوس فیصله وکړه چې زما هارون جان بېګناه او له ټولو لګېدلو تورونو څخه پاک دی».

تر اوسه د پرېنس ویلیم ښار محکمې په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پرېنس ویلیام ښار د پولیسو په راپور کې ویل شوي وو، چې پولیس د روان کال د مارچ میاشتې په اتمه په دغه ښار کې یو کور ته ورغلي وو، چې د جنسي تېري د تور په اړه پلټنې وکړي.

پولیس وايي، هغه ۲۷ کلنه ښځه چې پر ښاغلي حکیمي یې د جنسي تېري تور لګولی و، د تورن په کور کې اوسېدله.

د پولیسو په راپور او د ۵ فاکس چینل په ګډون په امریکايي رسنیو کې نشر شوي مالومات ښيي، چې دغې ښځې د جنسي تېري له تور مخکې له ښاغلي حکیمي سره اړیکې درلودې.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د لویدیځو هېوادونو د قوانینو له مخې، ان يوه ښځه د ګډې ملګرتيا په اړيکه کې هم د ملګري له جنسي اړیکو سره مخالفت کولی شي او همدا د تېري په اړه پولیسو ته راپور ورکولی شي.

ښاغلی حکیمي د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو څو میاشتې وړاندې د ۱۴۰۰ کال د غويي په میاشت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال په توګه معرفي شوی و.

طالبان وایي له کتاب پلورنځيو يې د «اسلامي ارزښتونو او د دوی د پاليسۍ خلاف» کتابونه ټول کړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند د دغې ډلې تر واک لاندي ملي ټلویزیون ته ویلي، چې له کتاب پلورنځيو یې هغه لسګونه کتابونه ټول کړي، چې «د اسلامي ارزښتونو او د دوی د پاليسۍ خلاف» وو.

د لړم مياشتي په دویمه دغه وزارت په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړل او په ټول هېواد کې يې د دغو کتابونو د ټولولو کمپاين پیل کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران زیاتوي دغه وزارت «د اسلامي ارزښتونو، د اسلامي امارت د پاليسي خلاف» د کتابونو د ټولو لپاره کمیسون جوړ کړی او په کار يې پيل کړی.

نوموړي ویلي، چې دغه کميسون د کمپاين پر مهال لسګونه عنوانه بېلابيل کتابونه ټول کړي دي.

هغه زياته کړې: «د کتاب ټولولو کميسون په ټول هېواد کې په فعاليت پيل کړی دی، دوی هغه کتابونه ټولوي او د چاپ مخه يې نيسي، چې د افغانانو د عقيدو، اسلامي امارت د پاليسو او د افغانستان د ملي ګټو خلاف وي او ذهنونه خرابوي.»

طالب ویاند حبیب غفران په دې اړه د کتابونو د مشخص عنوانونو او شمېر په اړه جزيات نه دي ورکړي.

د طالبانو ‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د باختر خبري اژانس مشر ضیاءالحق حقمل د لړم میاشتي په دویمه په غونډه کې ويلي و، چې یادې ډلې په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړي او دغه لړۍ به ولايتونو ته هم وغځول شي.

د نوموړي په وینا، یاد شمېر کتابونه له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې دي.

طالب چارواکي ټینګار کوي، چې د دوی په اړه او همداسې نور لیکل شوي کتابونه باید د دې کمېټې له ارزولو وروسته چاپ او خپاره شي.
یو شمېر لیکوالانو او هېوادوالو په وار - وار د طالبانو په ورته کړنو نیوکې کړي او ویلي یې دي؛ که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کتاب لوستلو دود کمرنګه شوی دی، خو د طالبانو په دغو بندیزونو سره به په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

افغان فوټبال لیګ کې ابومسلم، صرافانو او سرخ پوشان خوافي، سرسبز یاشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي، د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ پر یو او د فراه ابومسلم لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د پنځمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې ۲ پر يو د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته په ماتې ورکولو او د ۱۳ نمبرو په درلودلو سره د سیاليو د جدول دريم ځای خپل کړ.

د همدې سيالۍ په لومړۍ نیمایي کې د سرخ پوشانو لوبډلې لوبغاړي فرهاد عليزاده په ۱۵ مه او امید رجبي په ۱۹مه دقیقه کې ګولونه وکړل.

د لوبې په دويمه نيمايي کې د یاشلر لوبډلې لوبغاړي میرویس غفوري په ۴۷ مه دقیقه کې یو ګول وکړ.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د فراه ابومسلم لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو د لوبو د جدول لومړی ځای خپل کړ.

د فراه ابومسلم لوبډلې لوبغاړي حامد اميري د لوبې د دويمې نيمایي په ۷۷ مه دقيقه کې ګول تر سره کړ او لوبډله یې تر بریا ورسوله.

په دې سياليو کې ابومسلم لوبدله د ۱۵ نمرو او مثبت ۱۳ ګولو په کولو د جدول په سر کې، د هرات اټک انرژۍ لوبډله د ۱۵ نمرو او مثبت ۹ ګولونو په لرولو سره د جدول په دویم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډله د ۱۳ نمرو په لرلو سره د جدول په دريم ځای کې قرار لري.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبيږي.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.

ناروې د افغانستان لپاره ۴.۹۸ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي (اماني) صندوق د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه پيغام کې ویلي، چې ناروې له دغه صندوق سره د افغانستان لپاره ۴.۹۸ میلیونه ډالرو مرسته وکړه.

دغه صندوق لیکلي، چې دا مرسته یې د داخلي بې ځایه شویو او ستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي (اماني) صندوق د جمعې په ورځ (د لیندۍ۳۰مه) له ناروي په مننې سره لیکلي:« د ناروي مننه چې د ۴.۹۸ میلونه امریکايي ډالر (۵۰ میلیونه نارویژي کرنسي) اضافي مرسته وکړه.»

دغه صندوق وړاندې لیکلي، د ناروې له لوري مرسته شوې پیسي به د ډیرې اړتیا په وخت کې، د داخلي بې ځایه شویو، راستنېدونکو کډوالو او زیانمنو افغان ټولنو د ژوند د بیا جوړیدو او د ښه راتلونکي لپاره د دوامداره فرصتونو د رامینځته کېدو په برخه کې کې ولګوي.

تېره اونۍ هم سویډن له یاد صندوق سره د افغانستان د خلګو لپاره د ۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

له افغانستان سره دا مرسته په داسې حال کې کیږي، چې درې ورځې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو ففعالیتونو د دوام لپاره ۷۱۸ مېلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې چې په سږني ژمي کې به په افغانستان کې د هرو درېیو کسانو له ډلې یو کس د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ شي.

د دغه پروګرام د اټکل له مخې، نږدې ۱۵ مېلیونه خلګ یا د افغانستان نږدې درېیمه برخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري.