ناروې د افغانستان لپاره ۴.۹۸ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي (اماني) صندوق د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه پيغام کې ویلي، چې ناروې له دغه صندوق سره د افغانستان لپاره ۴.۹۸ میلیونه ډالرو مرسته وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي (اماني) صندوق د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه پيغام کې ویلي، چې ناروې له دغه صندوق سره د افغانستان لپاره ۴.۹۸ میلیونه ډالرو مرسته وکړه.
دغه صندوق لیکلي، چې دا مرسته یې د داخلي بې ځایه شویو او ستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي (اماني) صندوق د جمعې په ورځ (د لیندۍ۳۰مه) له ناروي په مننې سره لیکلي:« د ناروي مننه چې د ۴.۹۸ میلونه امریکايي ډالر (۵۰ میلیونه نارویژي کرنسي) اضافي مرسته وکړه.»
دغه صندوق وړاندې لیکلي، د ناروې له لوري مرسته شوې پیسي به د ډیرې اړتیا په وخت کې، د داخلي بې ځایه شویو، راستنېدونکو کډوالو او زیانمنو افغان ټولنو د ژوند د بیا جوړیدو او د ښه راتلونکي لپاره د دوامداره فرصتونو د رامینځته کېدو په برخه کې کې ولګوي.
تېره اونۍ هم سویډن له یاد صندوق سره د افغانستان د خلګو لپاره د ۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
له افغانستان سره دا مرسته په داسې حال کې کیږي، چې درې ورځې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو ففعالیتونو د دوام لپاره ۷۱۸ مېلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې چې په سږني ژمي کې به په افغانستان کې د هرو درېیو کسانو له ډلې یو کس د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ شي.
د دغه پروګرام د اټکل له مخې، نږدې ۱۵ مېلیونه خلګ یا د افغانستان نږدې درېیمه برخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري.


د شمالي وزيرستان په ډانډې درپه خېل سيمه کې د حقاني شبکې په مدرسه منبع العلوم کې د خلیل حقاني دوستانو او پلويان نن د نوموړي د فاتحې مراسم ترسره کړي. په کندهار او میدان وردګ ولايتونو کې بیا ولایتي طالب چارواکو هم د خلیل حقاني فاتحه اخيستې.
په کندهار کې طالب چارواکو ويلي، چې د فاتحې دغه مراسيم د جمعې په ورځ د عينو مېنې په عمومي لوی جومات کې د سهار له ۸ د غرمې تر ۱۲ بجو تر سره شول.
په کندهار کې د طالبانو د قومندانۍ مسولين وايي، چې په دې مراسمو کې طالب والي ملاشيرين، د دفاع وزارت د مسلحو قواوو مرستيال مالي خان، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوی حماس، د هبت الله د ځانګړو ځواکونو قومندان عبدالاحد طالب او یو شمېر نور طالبانو برخه اخيستې وه.
د میدان وردګ د طالبانو د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دوی له خوا د فاتحې مراسيم د میدان ښار په مرکزي جومات تر سره شوي.
بل لوري ته د شمالي وزيرستان د ډانډې درپه خېل سيمې څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي وه، چې د جمعې په ورځ د حقاني شبکې په مدرسه کې د خلیل حقاني د فاتحې مراسم تر سره شول.
په شمالي وزيرستان کې د خلیل حقاني د فاتحې مراسم د سهار له نهو نه تر دوو بجو پورې و.
ډانډې درپه خېل له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د حقاني شبکې د کورنۍ مهم استوګنځی و او د کورنۍ یو شمېر غړي یې دلته خاورو ته سپارل شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې د مولوي جلال الدین حقاني انجمن القران لېسه، منبع العلوم مدرسه، جامع مسجد او وسله پالي لا هم فعال دي.
په داسې حال کې، چې د وزیرستان د خلکو کورونه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې ړنګ شوي، د حقاني شبکې د غړو کورونه لاهم په شمالي وزیرستان کې ودان دي.
خلیل حقاني تېره چارشنبه په کابل کې د داعش وسله والې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر په خپل وزارت کې وواژه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني د پخواني ساتونکي رحمدل حنفي له ځان وژنې پنځه ورځې وروسته طالبانو د هغه مېرمن له بنده خوشې کړه. رحمدل حنفي د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له خوا د خپلې مېرمنې د نیولو له امله ځان وژنه وکړه.
وړاندې تردې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، وروسته له هغه چې طالبان د رحم دل حنفي په نېولو ونه توانیدل د نوموړي مېرمن یې ونېوله.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، رحمدل حنفي لس اولادونه لري او وروسته له هغه چې طالبانو د نوموړي مېرمن ونیوله، رحمدل حنفي د یادې ډلې بنسټونو ته مراجعه وکړه، خو کوم ځواب یې ترلاسه نه کړ او حنفي د خپلې مېرمنې د موندلو له ناکامو هڅو وروسته په کابل کې ځان وژنه وکړه.
سرچينې وايي، طالبانو د رحمدل حنفي مېرمن د پنجشنبې په ورځ د کابل له زندانه خوشې کړه.
د معلوماتو له مخې، رحمدل حنفي د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته کډوال شو، خو د طالبانو د سوداګرې د وزیر نورالدین عزیزي او د پنجشیر د پخواني والي قدرت الله امیني په ضمانت بېرته افغانستان ته راستون شو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دې ډلې مخکې کې هم د پخواني حکومت یو شمېر افغان سرتېري او چارواکي او د هغوى د کورنيو غړي نيولي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند د امریکا د بهرنيو چارو د وزير په غبرګون کې وايي، افغانستان انزوا کې نه دی او دوی له ډېرو هېوادونو سره ديپلوماتيکې، تجارتي او اقتصادي اړيکې لري. انتوني بلینکن افغانستان منزوي بللی او د سوریې پر تحریر شام ډله يې ږغ کړی، چې د طالبانو له تېروتنو زدکړه وکړي.
د طالبانو مرستيال ویاند حمدالله فطرت د جمعې په ورځ طلوع ټلویزيون ته په یوه غږ کې ويلي، چې د دوحې د تړون په ژمنو کې داسې څه نه شته، چې نور هېوادونه د دوی په داخلي چارو کې مداخلې وکړي.
طالب ویاند فطرت د امریکا د بهرنیو د وزير انتوني بلېنکن د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې دوی دامهال په بېلابيلو هېوادونو کې فعاله سياسي استازولۍ لري او زياتوي: «افغانستان په انزوا کې نه دی، په مختلفو هیوادونو کې فعالې سیاسي استازولۍ لرو او د نړۍ له مهمو هیوادونو سره مو په لوړه کچه پلاوي تبادله شوي دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کې د بهرنيو اړيکو په شورا کې د خبرو پر مهال وویل چې په دمشق کې واکمنه د تحریر شام ډله دې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د طالبانو له حالته دې درس واخلي، چې څنګه څنډې ته شوي دي.
ښاغلي بلېنکن ویلي و: «طالبانو په افغانستان کې د واکمنېدو پرمهال یوه معتدله څېره وړاندې کړې وه او یا یې هڅه کوله، چې داسې ځان ښکاره کړي؛ خو د هغوی اصلي څېره وروسته ښکاره شوه.»
د طالبانو مرستيال ویاند وایي، چې په افغانستان کې وروستي تغيرات «د اسلامي شريعت د احکامو» په اساس دي او نور هېوادونه یې بايد په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي.
د هغه په خبره، طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او «اسلامي نظام» لپاره يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
د امریکايي چارواکو له څرګندونو مخکې پر سوریه د واکمنې التحریر الشام د اسلامي ډلې مشر هم ویلي، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي.
ابو محمد جولاني وایي، چې د طالبانو د مشرانو په څېر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.

کابل کې د ایمرجنسي روغتون وايي، د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې دغه هېواد کې د ټولو ترافيکي پېښو شمېر ۵ برابره شوی. د ايمرجنسي د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له مارچ د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې ثبت شوې شمېرې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ۷۸،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه راپور، چې د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹مه) خپور شو، په کې ویل شوي، چې په دې موده کې د ترافيکې پېښو شمېر له ۲ زره ۶۶۲ څخه ۵ زره ۵۲۰ ته لوړ شوی دی.
دغه روغتون وايي، چې دجګړې د ختمېدو سره یوشمېر لارې بېرته پرانیستل شوې؛ خو ډېری لارې په جګړو کې د تخریب له کبله همداسي پاتې دي، چې بیارغونې ته اړتیا لري.
د ايمرجنسي د مالوماتو له مخي، د سړکونو د خراب حالت او تېز سرعت سره د ځمکې ښويېدو او د سړکونو د مقرراتو د نه مراعت له امله هم ډېرې پېښې کېږي.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې مسافرین نقلیه وسایل نه لري او د پراخې بې وزلۍ معنا دا ده، چې ډېر خلک د اوږد واټن سفر لپاره په یوه موټر کې تګ راتګ کوي.
دا راپور وروسته له هغه خپور شو، چې د کابل – کندهار پر لویه لاره د دوو ترافیکي پېښو له امله د طالبانو په وینا ۵۲ تنه مړه شول.
ایمرجنسي یو نړیوال بشري سازمان دی، چې د جګړې، بې وزلۍ او ځمکنیو ماینونو قربانیانو ته وړیا درملنه وړاندې کوي.
دا سازمان په ۱۹۹۴ کې تاسیس شو.
دې سازمان د خپل تاسیس راهيسي د ۹ میلیونو ناروغانو درملنه کړې ده.
زیاتره فعالیتونه یې په افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، عراق، ایټالیا، سوډان او یوګانډا کې دي.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت پخوانی د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج د طالبانو له لورې د رحمدل حنفي د مېرمن د نیولو په غبرګون کې وویل، چې دوی سره دا معلومات و چې د ملا اختر محمد منصور مېرمن په کابل کې چیرته وه، مګر دوی بندي نه کړه.
د افغانستان د وروستي جمهوري دولت د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني مخکیني ساتونکي رحمدل حنفي د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) په کابل کې وروسته له هغه ځان وواژه چې طالبانو یې مېرمن ونیوله.
د طالبانو دغې چارې ته احمد ضیا سراج پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال په پای کې مو د علاوالدین څلور لاري په سیمه کې د اختر منصور د دویمې مېرمنې د استوګنې په اړه معلومات تر لاسه کړل خو افغاني دود او قانون اجازه رانه کړه چې وه یې نیسو.
سراج وویل: «که څه هم د هغې مېړه، د طالبانو د ډلې د مشر په توګه، په افغانستان کې د لوی شمېر بې ګناه خلکو په وژنه کې ښکیل و، د هېواد د قانون په پلي کولو چې جرم یې فردي عمل ګڼلی و او زموږ د خلکو د ارزښتونو او دودونو په نظر کې نیولو سره، چې پرته له ثبوت او شواهدو د یوې مېرمنې نیول یې عیب ګنلو، د هغې له نیولو منصرفه شوو».
سراج په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ او د قانون نه شتون ته په غبرګون کې لیکلي چې ملي ارزښتونه، دودونه او افغاني وجدان ته په نه درناوي یاده ډله خپله اصلي څېره خلکو ته په ډاګه کوي چې خپل ژوند پرې رالنډ کړي.
رحمدل حنفي ۹ اولادونه لري. سرچینې وايي، چې د خپلې مېرمنې د موندلو او خلاصون لپاره یې د طالبانو مختلفو ادارو ته مراجعه کړې وه، خو کوم ځواب یې نه و ترلاسه کړی.
سرچینه زیاتوي، چې د رحمدل حنفي د مېرمنې برخلیک لا هم څرګند نه دی او دا هم نه ده مالومه، چې چېرې لېږدول شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دې ډلې له دې وړاندې هم يو شمېر پخواني افغان سرتېري او چارواکي او يا د هغوى د کورنيو غړي نيولي دي.