• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو واکمنېدو پسې په افغانستان کې ترافیکي پېښې ۵ برابره شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۰

کابل کې د ایمرجنسي روغتون وايي، د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې دغه هېواد کې د ټولو ترافيکي پېښو شمېر ۵ برابره شوی. د ايمرجنسي د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له مارچ د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې ثبت شوې شمېرې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ۷۸،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه راپور، چې د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹مه) خپور شو، په کې ویل شوي، چې په دې موده کې د ترافيکې پېښو شمېر له ۲ زره ۶۶۲ څخه ۵ زره ۵۲۰ ته لوړ شوی دی.

دغه روغتون وايي، چې دجګړې د ختمېدو سره یوشمېر لارې بېرته پرانیستل شوې؛ خو ډېری لارې په جګړو کې د تخریب له کبله همداسي پاتې دي، چې بیارغونې ته اړتیا لري.

د ايمرجنسي د مالوماتو له مخي، د سړکونو د خراب حالت او تېز سرعت سره د ځمکې ښويېدو او د سړکونو د مقرراتو د نه مراعت له امله هم ډېرې پېښې کېږي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې مسافرین نقلیه وسایل نه لري او د پراخې بې وزلۍ معنا دا ده، چې ډېر خلک د اوږد واټن سفر لپاره په یوه موټر کې تګ راتګ کوي.

دا راپور وروسته له هغه خپور شو، چې د کابل – کندهار پر لویه لاره د دوو ترافیکي پېښو له امله د طالبانو په وینا ۵۲ تنه مړه شول.

ایمرجنسي یو نړیوال بشري سازمان دی، چې د جګړې، بې وزلۍ او ځمکنیو ماینونو قربانیانو ته وړیا درملنه وړاندې کوي.

دا سازمان په ۱۹۹۴ کې تاسیس شو.

دې سازمان د خپل تاسیس راهيسي د ۹ میلیونو ناروغانو درملنه کړې ده.

زیاتره فعالیتونه یې په افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، عراق، ایټالیا، سوډان او یوګانډا کې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

احمد ضیا سراج: د ملا اختر محمد منصور مېرمن په کابل کې وه خو موږ بندي نه کړه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت پخوانی د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج د طالبانو له لورې د رحمدل حنفي د مېرمن د نیولو په غبرګون کې وویل، چې دوی سره دا معلومات و چې د ملا اختر محمد منصور مېرمن په کابل کې چیرته وه، مګر دوی بندي نه کړه.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني مخکیني ساتونکي رحمدل حنفي د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) په کابل کې وروسته له هغه ځان وواژه چې طالبانو یې مېرمن ونیوله.

د طالبانو دغې چارې ته احمد ضیا سراج پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال په پای کې مو د علاوالدین څلور لاري په سیمه کې د اختر منصور د دویمې مېرمنې د استوګنې په اړه معلومات تر لاسه کړل خو افغاني دود او قانون اجازه رانه کړه چې وه یې نیسو.

سراج وویل: «که څه هم د هغې مېړه، د طالبانو د ډلې د مشر په توګه، په افغانستان کې د لوی شمېر بې ګناه خلکو په وژنه کې ښکیل و، د هېواد د قانون په پلي کولو چې جرم یې فردي عمل ګڼلی و او زموږ د خلکو د ارزښتونو او دودونو په نظر کې نیولو سره، چې پرته له ثبوت او شواهدو د یوې مېرمنې نیول یې عیب ګنلو، د هغې له نیولو منصرفه شوو».

سراج په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ او د قانون نه شتون ته په غبرګون کې لیکلي چې ملي ارزښتونه، دودونه او افغاني وجدان ته په نه درناوي یاده ډله خپله اصلي څېره خلکو ته په ډاګه کوي چې خپل ژوند پرې رالنډ کړي.

رحمدل حنفي ۹ اولادونه لري. سرچینې وايي، چې د خپلې مېرمنې د موندلو او خلاصون لپاره یې د طالبانو مختلفو ادارو ته مراجعه کړې وه، خو کوم ځواب یې نه و ترلاسه کړی.

سرچینه زیاتوي، چې د رحمدل حنفي د مېرمنې برخلیک لا هم څرګند نه دی او دا هم نه ده مالومه، چې چېرې لېږدول شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دې ډلې له دې وړاندې هم يو شمېر پخواني افغان سرتېري او چارواکي او يا د هغوى د کورنيو غړي نيولي دي.

د اوسلو فورم ګډونوالو د طالبانو، افغانانو او د نړۍوالې ټولنې ترمنځ په باور ټينګار کړی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۰

اوسلو فورم په خپل کلني راپور کې په ناروې هېواد کې د طالب چارواکو، مدني ټولنې او د هېوادونو د استازو ترمنځ د خبرو لنډیز خپور کړی.

په دې غونډه کې چې د روان کال دجون په ١٢ نېټه جوړه شوې وه، ګډون کوونکو یې د طالبانو، د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د باور په رامنځته کولو ټينګار کړی.

په دې راپور کې راغلي، چې د طالبانو واک ته د رسېدو شاوخوا درې کاله وروسته، په افغانستان کې امنیت نسبتاُ با ثباته شوې خو په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د خبرو اترو ځای لا هم خالي پاتې دی.

په راپور کې د اوسلو د غونډې د یوه ګډونوال نقل قول راخیستل شوی چې ویلي یې دي: "د نورو هېوادونو او افغانانو په وړاندې مکلفیتونه شته چې باید د (طالبانو سره) د ښکیلتیا د یوې برخې په توګه ورته پام وشي."

د اوسلو فورم په راپور کې د دې غونډې د ګډونوالو ځینې نقل قولونه هم شته، خو دا نقل قولونه کوم ځانګړي کس پورې ندي تړل شوي.

د راپور له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي اندریو مکبیري، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن، د یوناما د سیاسي څانګې مشر سکاټ سمیټ او د یوناما د سیاسي څانګې مشر ټام ویسټ، د افغانستان لپاره د امریکا اوسني ځانګړي استازي او د دغه هېواد لپاره د چین ځانګړي استازي یو ژیاونګ هم شتون درلود.

د افغانستان په استازیتوب د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانۍ مشرې فاطمې ګیلاني، خوشحال روهي او محمد اشرف ذکي په دې غونډه کې ګډون کړی و.

په دغې غونډه کې طالب استازي چې اکثر یې د وزارتونو سلاکاران وو هم ګډون کړی وو.

د اوسلو فورم د راپور له مخې، د غونډې غړو له ترهګرۍ سره د مبارزې، سوداګرۍ او مالیاتو راټولولو، د اقلیم د بدلون، له نشه‎ یي توکو سره د مبارزې او کډوالۍ په ګډون د افغانستان د سترو ننګونو په اړه د یوې "حقیقي او خوشبینانه" چلند پر خپلولو ټینګار وکړ.

په ناسته کې یوې ګډونوالې په طالبانو نیوکې وکړې او د ښځو د تعلیم په اړه یې وویل: "دا مسله د نورو ستونزو د حل لپاره کليدي ده او د نورو ستونزو د حل لپاره به دروازې پرانيزي."

د اوسلو فورم ویلي چې په دې غونډه کې حاضرو کسانو د طالبانو له حکومت سره پر "رغنده تعامل" هم ټینګار وکړ.

د اوسلو فورم او د ناروې پر حکومت په پرله پسې ډول طالبانو ته د دوی په غونډو کې د بلنې له امله نیوکې شوي او د دې ډلې په ملاتړ تورن شوي دي.

رحمن الله ګربز: ډېر ژر به د مینه والو له پاره سیالیو ته راوګرځم

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۱ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز په پښه کې د ټپ له امله خپلو مینه والو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به لوبو ته راوګرځي. نوموړی د ورانه عضلې د اوښتو او برېښ له امله د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ بهر شوی وو.

رحمن الله ګربز پر فیسبوک پاڼه د خپلې ناروغۍ په اړه لیکلي:« ګرانو او خوږو مینوالو زما ټپ زیات د تشویش وړ ندی دا یو څه وخت کیده چې د پښې د عضلې له امله مې درد محصوص کولو چې د ډاکټر په هدایت یې درې هفتې استراحت راکړی دی امید دی چې ستاسو د خوښ ساتلو لپاره بیاځلې زر لوبو ته راوګرځم ،ستاسو د دوعاګانو په هیله».

تر دې وړاندې د کرکټ بورډ ادارې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، چې رحمن الله ګربز په پښه کې د ټپ له امله له زبمابوې سره په یو ورځينیو سیالیو کې برخه نشي اخیستی او نوموړي ته د لوبډلې د ډاکټر او فېزیوتراپیست له لوري تر بشپړې درملنې پورې د استراحت سپارښتنه شوې ده.

په دغه سیالیو کې د ګربز پر ځای د لوبډلې بل ویکټ ساتونکی او توپوهونکی محمد اسحاق د ۱۸ کسیز نوملړ برخه دی.

همدا راز ورو توپ اچونکي مجیب الرحمن ته هم د روغتیایي پروسې او معایناتو وروسته د اړوند ډاکټر له لوري سپارښتنه شوې، ترڅو د هغه تر بشپړې روغتیا او ډاډ پورې د یو ورځنیو لوبو پر مهال استراحت وکړي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پروان او د کابل ښار پر شپږمې امنیتي حوزې د بریدونو مسوولیت واخیست

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۰ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، د پنجشنبې په ماښام یې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په دروازه کې طالبان په نښه کړي دي. همدا راز دغه جبهه وایي چې ځواکونو یې د پروان ولایت د بګرام او جبل السراج په ولسوالیو کې په دوو جلا بریدونو کې ۴ طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې په کابل کې په دغه اپرواتیفي عملیاتو کې درې طالبان وژلي او دو نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهه ادعا کوي، چې د بګرام هوايي ډګر د دروازې مخې ته ترسره شوي عملیاتو کې، د ملا ملنګ هلمندي په نوم د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه طالبان یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي او د پروان په جبل سراج کې یې په یوه بل برید کې دوه طالبان ټپیان کړي دي.

په هغو جلا ویډیو ګانو کې چې دغې جبهې د پنجشنبې په ماښام (د لېندۍ ۲۹مه) پر اېکس خپرې کړي، په ویډیو کې لومړۍ د اور لمبې ښکاري بیا د چاودنو غږ اوریدل کیږي.

تر دې مخکې، په کابل او پروان کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د څو چاودنو خبر ورکړی و. سرچينو ویلي وو، چې دغه چاودنې د پروان ولايت بګرام هوايي ډګر ته څېرمه، جبل السراج ولسوالۍ او د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې شوې دي.

طالب چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

بې پولې خبریالان وايي طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۲ رسنۍ تړلې دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۳ GMT+۰

بې پولې خبریالان وايي، طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۱۲ دولتي او خصوصي رسنۍ تړلې دي. دغه سازمان د رسنیو تړل د نه منلو وړ بولي او د طالبانو له زندانونو څخه د خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د بې پولې خبريالانو سازمان د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹ مه) په يوې خبرپاڼې کې ليکلي، چې طالبان د رسنيو د غلي کولو لپاره په وروستي ځل ارزو ټلوېزيون ته ورغلي او يو شمېر کارکوونکي يې نيولي دي.

بې پولې خبریالانو د رسنیو پر وړاندې د طالبانو «ظالمانه» کړنې غندلې او د دې ډلې له زندانونو یې د خبریالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا د څانګې مشره سیلیا مرسيه وايي، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې له رسنیو سره د طالبانو «ایډیالوژیکي او ظالمانه» چلند زیات شوی دی.

مرسيه ټینګار کوي، چې له دې کړنو وروسته یو په بل پسې رسنۍ تړل شوې دي.

د بې پولې خبريالانو د جنوبي اسيا د څانګې مشرې وويل: «په کابل کې د ارزو پر ټلوېزيون د طالبانو وحشیانه ورتګ وښوده چې په پلازمېنه کې مېشتې رسنۍ له ظالمانه اقداماتو خوندي نه دي.»

د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، چې د امربالمعروف قانون له تصویب وروسته په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د امربالمعروف د قانون له مخې د ساکښو د انځورونو پر خپراوي له بندیز وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷ تلویزیونونو خپرونې بندې شوي، چې په دې سره د تړل شویو تلویزیونونو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

دغه نړیوال سازمان چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي لیکلي دي، چې طالبانو یو شمېر سيمه یيزو رسينو ته وروسته له هغه د بیا فعالیت اجازه ورکړې، چې له دوی څخه یې د سا کښو د انځورنو او موسيقي نه خپرولو ژمنې واخيستې.

بې پولې خبريالانو د طالبانو دغه کړنې د بيان له ازادۍ سرغړونه بللې ده.

د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له زندانونو څخه د ټولو خبریالانو له قید او شرط پرته خوشي کېدو باندې ټینګار کړی او خلکو ته یې بې پرې معلومات ورکول د افغانستان د کورنیو رسنیو حق بللی دی.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې رسنیو ته اجازه ورکړي، څو د منل شویو معیارونو له مخې خلکو ته معلومات ورکړي.