• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره شپه د پاکستان په ګڼو ښارونو کې افغان کډوالو د یلدا شپه ونمانځله

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۲۷ GMT+۰

د پاکستان په ګڼو ښارونو او پلازمېنه اسلام اباد کې سلګونه افغان کډوالو د کال تر ټولو لویه شپه (یلدا شپه) ونمانځله.

دغو کډوالو د دغې شپې په نمانځغونډو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د هغو لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو پر ضد اعتراض وکړ، چې پر خلکو یې لګولي او دغه کړنې یې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.
په اسلام اباد کې سلګونو راټولو شویو مېرمنو او نارینه و د یوې سترې غونډې په جوړولو سره د یلدا شپه خپل لرغونی فرهنګي دود یاد کړ، او پر طالبانو یې نیوکه وکړه چې په لوی لاس د دغه دود او فرهنک د لمنځه وړلو هڅه کوي.
په دغې غونډه کې د طالبانو له زندانه ېو شمېر خوشې شویو مېرمنو هم خبرې وکړې او په زندانونو کې یې د طالبانو د ظلمونو او زور زیاتي او هغه بې عدالتيو په اړه چې هلته یې طالبان د بندیانو په تېره بیا د مېرمنو سره کوي رڼا واچوله.
له زندانه دغو خوشې شویو مېرمنو له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې طالبان دې د بشري ضد کړنو په پار محکمې ته راکاږي او په افغانستان کې دې د ښځو سره روان زور زیاتی د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

100%

دغه راز په دغې غونډه کې د طالبانو له بنده د ژولیا پارسي په ګډون یوولسو خوشې شویو مېرمنو ته ستاینلیکونه او سوغاتونه چې افغان کډوالو چمتو کړي و، هم ورکړل شول.
په یاده غونډه کې د مقالو، شعرونو او موسیقۍ تر څنګ ګډوانوالو ملي ترانې او اتڼونه وکړل او په افغانستان کې یې د سولې، ازادۍ،عدالت او برابرۍ لپاره دعاوې وکړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

انټوني بلېنکن: طالبان باید د نجونو پر زده کړو بندیز ژر تر ژره لغوه کړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۹ GMT+۰

د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د دویم کال په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د دغه بندیز پر دوام اندېښنه څرګنده کړه او د ښځو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

انټوني بلېنکن وویل، ښځې او نجونې د یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره اصلي محور دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ١٤٠١ کال د لېندۍ په مياشت کې اعلان وکړ، چې تر بلې خبرتیا پورې ښځې دولتي او خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو ته د تللو حق نه لري.

د طالبانو له دې حکم څخه دا دی دوه کاله پوره شول خو لا هم دوی په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې نه دي خلاصې کړي او د نجونو د طبي موسسو د بندولو لپاره یې نوی فرمان صادر کړ.

د دې ورځې په مناسبت د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «دوه کاله تېر شول چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو او په نادولتي موسسو کې یې په کار کولو بندیز لګولی، موږ له طالبانو غواړو چې سمدستي دغه فرمانونه لغوه کړي.»

طالبانو له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې هم تړلي او په دې وروستیو کې یې طبي موسسو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو په کورنیو او بهرنیو هېوادونو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

معترضو مېرمنو د طالبانو له لوري د یلدا او دې ته ورته په نورو افغاني دودونو محدودیت غندلی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۷ GMT+۰

افغانو مېرمنو د یلدا اوږده شپه د د دودیزو روایاتو له مخې په سندرو او شعرونو ولمانځله او ددې شپې لامنځل یې د طالبانو په وړاندې د یووالي او درېدو سمبول یاد کړل.

په افغانستان، مرکزي اسیا، عراق او ايران کې ځيني خلک یلدا د کال تر ټولو اوږده شپه بولي. دوی د ډسمبر میاشتې په ۲۱مه شپه سینګار کوي، خپلې کلتوري جامې اغوندې، ناڅي، سندرې وایي او له موسیقۍ خوند اخلي.

په کابل او اسلام اباد کې « د ازادۍ د ښځو غورځنګ» غړو د جمعې په شپه د یلدا د شپې په مناسبت پرېکړه لیکونه صادر کړل او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي او د یلدا شپه په شعرونو او کیسو ویلو ولمانځي.

د دغه غورځنګ غړو، چې محلي جامې اغوستې وې ټینګار وکړ: «د یلدا شپه زموږ د هویت برخه ده. موږ به هېڅکله چاته دا اجازه ورنه کړو، چې دا هویت له موږ څخه لیرې کړي.»

د نوروز او یلدا شپې په څېر د دودیزو مراسمو ترسره کول او درناوی او د اور وژنې په څېر پروګرامونه، د طالبانو د عامه نظم قانون له مخې منع دي.

د یلدا یا څيلې شپه د اریایانو یو پخوانی کلتوري جشن دی چې د مني د وروستۍ شپې او د ژمي د پیل په توګه په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د یلدا شپه، هغه لرغونى دود دی چې کورنۍ پر يوه تغر راټولوي څو د ژمي پیل او د کال تر ټولو اوږده شپه په ګډه د یووالي په فضا کې رڼه کړي.

پر دغې شپه ملګري او کورنۍ سره راټولېږي، ډیوې بلوي، په پاک لوښي کې اوبه، بېلابېل خواړه، د سره رنګ لرونکې مېوې لکه انار او هندوانې د مېز يا دسترخوان پر سر ږدي، شعرونه وايي او د حافظ په دیوان یا د فردوسي د شاهنامې له مخې فال ګوري.

عبدالباري جهاني: ‏د وېرجینیا محکمې هارون حکیمي بې ګناه وباله

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي، د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت محکمې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکیمي پر ده له لګېدلو تورونو پاک اعلان کړ.

هارون حکیمي د ویرجینیا ایالت د پرېنس ویليام ښار پولیسو پر یوې ښځې د «جنسي تېري په تور» نیولی وو.

پر هارون حکیمي باندې یوې ۲۷ کلنې مېرمن په خپل کور کې د جنسي تېري تور پورې کړی وو.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کولتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپله ایکس خواله رسنۍ څو شېبې وړاندې لیکي: «د ویرجینیا د ایالت محکمې همدا اوس فیصله وکړه چې زما هارون جان بېګناه او له ټولو لګېدلو تورونو څخه پاک دی».

تر اوسه د پرېنس ویلیم ښار محکمې په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پرېنس ویلیام ښار د پولیسو په راپور کې ویل شوي وو، چې پولیس د روان کال د مارچ میاشتې په اتمه په دغه ښار کې یو کور ته ورغلي وو، چې د جنسي تېري د تور په اړه پلټنې وکړي.

پولیس وايي، هغه ۲۷ کلنه ښځه چې پر ښاغلي حکیمي یې د جنسي تېري تور لګولی و، د تورن په کور کې اوسېدله.

د پولیسو په راپور او د ۵ فاکس چینل په ګډون په امریکايي رسنیو کې نشر شوي مالومات ښيي، چې دغې ښځې د جنسي تېري له تور مخکې له ښاغلي حکیمي سره اړیکې درلودې.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د لویدیځو هېوادونو د قوانینو له مخې، ان يوه ښځه د ګډې ملګرتيا په اړيکه کې هم د ملګري له جنسي اړیکو سره مخالفت کولی شي او همدا د تېري په اړه پولیسو ته راپور ورکولی شي.

ښاغلی حکیمي د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو څو میاشتې وړاندې د ۱۴۰۰ کال د غويي په میاشت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال په توګه معرفي شوی و.

طالبان وایي له کتاب پلورنځيو يې د «اسلامي ارزښتونو او د دوی د پاليسۍ خلاف» کتابونه ټول کړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند د دغې ډلې تر واک لاندي ملي ټلویزیون ته ویلي، چې له کتاب پلورنځيو یې هغه لسګونه کتابونه ټول کړي، چې «د اسلامي ارزښتونو او د دوی د پاليسۍ خلاف» وو.

د لړم مياشتي په دویمه دغه وزارت په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړل او په ټول هېواد کې يې د دغو کتابونو د ټولولو کمپاين پیل کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران زیاتوي دغه وزارت «د اسلامي ارزښتونو، د اسلامي امارت د پاليسي خلاف» د کتابونو د ټولو لپاره کمیسون جوړ کړی او په کار يې پيل کړی.

نوموړي ویلي، چې دغه کميسون د کمپاين پر مهال لسګونه عنوانه بېلابيل کتابونه ټول کړي دي.

هغه زياته کړې: «د کتاب ټولولو کميسون په ټول هېواد کې په فعاليت پيل کړی دی، دوی هغه کتابونه ټولوي او د چاپ مخه يې نيسي، چې د افغانانو د عقيدو، اسلامي امارت د پاليسو او د افغانستان د ملي ګټو خلاف وي او ذهنونه خرابوي.»

طالب ویاند حبیب غفران په دې اړه د کتابونو د مشخص عنوانونو او شمېر په اړه جزيات نه دي ورکړي.

د طالبانو ‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د باختر خبري اژانس مشر ضیاءالحق حقمل د لړم میاشتي په دویمه په غونډه کې ويلي و، چې یادې ډلې په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړي او دغه لړۍ به ولايتونو ته هم وغځول شي.

د نوموړي په وینا، یاد شمېر کتابونه له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې دي.

طالب چارواکي ټینګار کوي، چې د دوی په اړه او همداسې نور لیکل شوي کتابونه باید د دې کمېټې له ارزولو وروسته چاپ او خپاره شي.
یو شمېر لیکوالانو او هېوادوالو په وار - وار د طالبانو په ورته کړنو نیوکې کړي او ویلي یې دي؛ که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کتاب لوستلو دود کمرنګه شوی دی، خو د طالبانو په دغو بندیزونو سره به په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

افغان فوټبال لیګ کې ابومسلم، صرافانو او سرخ پوشان خوافي، سرسبز یاشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي، د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ پر یو او د فراه ابومسلم لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د پنځمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې ۲ پر يو د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته په ماتې ورکولو او د ۱۳ نمبرو په درلودلو سره د سیاليو د جدول دريم ځای خپل کړ.

د همدې سيالۍ په لومړۍ نیمایي کې د سرخ پوشانو لوبډلې لوبغاړي فرهاد عليزاده په ۱۵ مه او امید رجبي په ۱۹مه دقیقه کې ګولونه وکړل.

د لوبې په دويمه نيمايي کې د یاشلر لوبډلې لوبغاړي میرویس غفوري په ۴۷ مه دقیقه کې یو ګول وکړ.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د فراه ابومسلم لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو د لوبو د جدول لومړی ځای خپل کړ.

د فراه ابومسلم لوبډلې لوبغاړي حامد اميري د لوبې د دويمې نيمایي په ۷۷ مه دقيقه کې ګول تر سره کړ او لوبډله یې تر بریا ورسوله.

په دې سياليو کې ابومسلم لوبدله د ۱۵ نمرو او مثبت ۱۳ ګولو په کولو د جدول په سر کې، د هرات اټک انرژۍ لوبډله د ۱۵ نمرو او مثبت ۹ ګولونو په لرولو سره د جدول په دویم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډله د ۱۳ نمرو په لرلو سره د جدول په دريم ځای کې قرار لري.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبيږي.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.