د ازادۍ جبهې په تخار ولایت کې د یوه طالب د وژل کېدو او د ۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ

د ازادۍ جبهې د تخار ولایت د تالقانو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په شاوخوا سیمه کې د یوه طالب د وژل کېدو او د ۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ. یادې جبهې په خپل اېکس کې ادعا کړې ده، چې یاد شمېر طالبان نن ماښام د دوی د ځواکونو له خوا په نښه شوي دي.