طالبانو د ارزو ټلویزیون ۷ کارکوونکي په ضمانت خوشې کړي، خو راتلونکې اونۍ به محاکمه شي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د ارزو ټلویزیون د اوو نیول شویو کارکوونکو د خوشې کېدو خبر ورکړ. دغه مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر کسان په ضمانت سره خوشې شوي دي، خو ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ محاکمه شي.