• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د انساني قاچاق په اړه فرمان کې ملا هبت الله د قاچاقبرو د تعقیب او بندي کولو غوښتنه کړې

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۲ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د انساني قاچاق په اړه نوي شپږ ماده ییز فرمان کې خپلو امنیتي او کشفي ادارو ته امر کړی، چې انساني قاچاقبر تعقیب او بندي کړي. بل خوا پر افغانستان د دې ډلې له واکمنېدو سره سم کابو اته میلیونه کسان له افغانستانه وتلي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د دې ډلې د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده له لوري د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه شپږ مادییز فرمان خپور کړی.

مولوي هبت الله په دغه فرمان کې د خپلې ډلې د کورنیو چارو، دفاع، سرحدونو او قبایلو وزارت او استخباراتو ادرې ته امر کړی، چې انساني قاچاقبر تعقیب او بندي کړي.

مولوي هبت الله ویلي، چې انساني قاچاق “غیري شرعي” عمل دی او په افغانستان کې د څو لسیزو راهیسې دا ستونزه شته.

باختر اژانس د نوموړي له قوله ویلي، چې دا فرمان یې “د خلګو د ژوند، کرامت او عفت “ خوندي کېدو په موخه صادر کړی دی.

د طالبانو مشر د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زدکړو، اطلاعاتو او فرهنګ، امربالمعروف او نهې عن المنکر، سرحدونو او قبایلو او مخابراتو وزارتونو ته امر کړی، چې د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو، د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه، د عامه پوهاوي کړنلارې جوړې او عملي کړي.

نوموړي همدارنګه د دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو هم د انساني قاچاق په اړه د پوهاوي په برخه کې دهمکارۍ غوښتنه کړې ده.

ملا هبت الله د دغه فرمان په دوهمه ماده کې راغلي:«د کورنیو چارو وزارت مکلف دی هغه انساني قاچاقبران چې په مختلفو ولايتونو کې خلک په تېره بیا ځوانان له افغانستانه په قاچاقي او له خطرونو ډکو لارو وتلو ته هڅوي او لېږي، تعقيب، تثبيت او ونيسي.»
د فرمان په دوهمه ماده کې مولوي هبت الله د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې انساني قاچاقبران له نیولو وروسته، د سزا لپاره د دې ډلې نظامي محكمو ته معرفي کړي.
همدارنګه هبت الله د خپلې ډلې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې هغه مرکزونه چې د انساني قاچاق لپاره ترې کار اخیستل کېده له تثبیت وروسته دې په جدي توګه بند کړي.
د مولوي هبت الله اخوندزاده د فرمان په دریمه ماده کې راغلي:«نظامي محکمې دې انساني قاچاقبران لومړی په یو کال بند، په دوهم ځل تکرار سره په دوه کاله او په درېم ځل تکرار سره په درې کاله بند محکوم کړي.»
نوموړي د دې ډلې د دفاع وزارت ته امر کړی، چې په سرحدونو او د فرضي کرښې په اوږدو کې د انساني قاچاق مخنیوی وکړي او نيول شوي قاچاقبران دې د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري او د دې ډلې د استخباراتو ریاست دي د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره په کشفي برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اوخوندزاده د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه دغه فرمان پر داسې مهال ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي (د تلې په ۲۳مه) ویلي وو، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د راپورونو له مخې، بېکاري، امنیتي ستونزي او د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونه هغه لاملونه دې چې اوس هم هره ورځ لسګونه افغانان پر غیري قانوني لارو له افغانستان څخه وځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

عباس ستانکزي د ناروې له شارژدافير سره لیدنه کې د خبرو له لارې د موضوعاتو د حل هیله کړې

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۲ GMT+۰

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کې د ناروې له شارژادافير سره په ليدنه کې د خبرو له لارې د موضوعاتو د حل هیله کړې. ناروې دوه اونۍ وړاندې له افغان مېرمنو سره د طالبانو د چلن په غبرګون کې له دې ډلې سره اړیکې کمې کړې او ویې ویل، د طالبانو استازی به ونه مني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دغه وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي او په افغانستان کې د ناروې د شارژادفير پیرالبرت الساس د لېدنې خبر ورکړی.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې په ناسته کې دواړو لوريو په سیاسي او بشري برخو کې د همکارۍ پر زياتېدو خبرې کړې.

اعلاميه زياتوي: « دواړو لوریو هيله څرگنده کړه، چې د ښکیلتیا له لارې اړوندو موضوعاتو ته حل لارې وموندل شي.»

له افغان مېرمنو او نجونو سره د طالبانو د کړونو په غبرګون کې ناروې د لېندۍ به ۱۵ مه اعلان وکړ، چې د طالبانو له لوري هر ډول معرفي شوی استازی به ونه مني.

له دې اعلان وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ناروې له خوا د دې ډلې له حکومت سره د اړیکو پر کمولو خپګان وښود او ويلي يې و، چې د متقابل تفاهم او احترام پر بنسټ دیپلوماتیکه ښکيلتيا تاثير لري.

له ایرانه د بی کفیته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره طالب پلاوی نیمروز ته تللی

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۰

د طالبانو یو پلاوی نیمروز ته رسېدلی او له سوداګرو او ځايي چاروکو سره یې لیدنه کې ویلي، چې د بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخه به نیسي. په ورته مهال په نیمروز ګمرک کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، په دغه ګمرک کې ځیني طالب مسوولان د بې کیفیته نفتي توګو په واردولو کې لاس لري.

د سرچینو په خبره، همدا لامل دی چې تر دې دمه د طالبانو تر واک لاندې د نورم او سټنډرډ ملي اداره په دې نه ده توانېدلې ترڅو به مکمل ډول د بې کیفیته نفتي توګو مخه ونیسي.

په همدې حال کې د طالبانو د نیمروز ولایت مقام رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره لیکلي چې د بې کيفيته نفتي توکو د مخنيوي لپاره يو لوړ پوړی پلاوی نيمروز ته راغلی دی.

د نيمروز ولایت لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد له ياد پلاوي او د تېلو له يو شمېر سوداګرو سره په ګډه غونډه کې وويل:« چې تر ډېره حده د نیمروز له لارې د بې کیفیته تېلو مخنیوی شوی او هېچا ته د دې اجازه نه ده ورکړل شوې، چې بې کیفیته تېل را وارد کړي.»

په دغه پلاوی کې د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت د احکامو او فرامینو عمومي رییس چې د پلاوي مشري کوي په دې غونډه کې وويل؛« بې کیفیته تېل نه یوازې وسایلو او وسايطو ته زیان رسوي، بلکې د هېوادوالو روغتيا ته هم لوی زيان ده او د بېلابېلو ناروغیو سبب ګرځي.»

د غونډې په پای کې طالبانو یوځل بیا له سوداګرو وغوښتل چې د بې کیفیته نفتي توګو په واردولو په برخه له دوی سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې په پلازمینه کابل کې د تېل پمپونو ځینو مالکانو نن افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شرکتونه او سوداګر له ایران بې کیفیته نفتي توګي د زیاتې ګټې په موخه افغانستان ته واردوي.

ځیني تېل پلورونکي بیا نیوکه کوي چې طالبان د ډیرو کمو بی کیفیته نفتي توکو مخه نیسي، خو د تېلو سوداګر د نېمروز او هرات ولایتونو په ګمرکونو کې طالب مسوولانو ته بډې ورکوي ترڅو یې افغانستان ته داخل کړي.

طالبانو بیا بیا په خپلو اعلاميو کې د نيمروز او فراه ولایتونو پر پوله ایران ته د بې کيفيته تيلو د ورګرځولو خبر ورکړی.

خو هغه مهال ایراني چارواکو د افغانستان په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت معلومولو معیارونه د پوښتنې وړ بللي وو.

ایراني چارواکو ویلي وو، چې طالبان د کیفیت معلومولو ماشینونو پر بنسټ نه؛ بلکې په خپل زړه او خپله خوښه ورته معیارونه ټاکي.

طالبانو په دریو کلونو کې ۵۵۰ کوډګر او جادوګر نیولي دي

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې دغه وزارت په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۵۵۰ کسان د جادوګرۍ په تور نیولي دي. ښاغلی خیبر وايي «دغو جادوګرو د پیسو په بدل کې د کورنیو تر منځ جنجال او تفرقه پيدا کول.»

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزيون د شنبې په ورځ د امربالمعروف وزارت د ویاند سیف الاسلام خیبر له قوله ویلي، چې وزارت يې په بېلابیلو ولایتونو کې يوازې په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۸۰ کسان د جادوګرۍ او کوډګرۍ په تور نیولي دي.

سیف الاسلام خیبر وویل چې «جادو په اسلام کې لویه ګناه ده» او عاملین به یې ونیول شي.

د نوموړي په خبره، په دې برخه کې هیچا ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او د وزارت محتسبان په ټول هېواد کې هڅه کوي، چې د جادو او کوډو مخه ونيسي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په ټول افغانستان کې «تعویذ لیکل، جادو او کوډې» منع دي.

د افغانستان په لیرو پرتو سيمو کې يو شمېر کورنۍ په خاص ډول ښځې د کورنیو ستونزو د حل په موخه تعويذګرو، جاودګرو او کوډګرو ته ورځي، چې هغه بیا د پيسو په بدل کې تعویذونه او څاښتونه ورکوي.

ډېری په دې باور دي، چې دا ډول کړنې د کورنيو د جنجال لامل کېږي.

طالبانو د کابل سرینا پنځه ستوریز هوټل د اغا خان له پراختیایي شبکې وګرځاوه

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینو ویلي، طالبانو دې وروستیو کې د کابل سرینا پنځه ستوریز هوټل له اغا خان پراختیايي شبکې ګرځولی دی. دغه هوټل چې په ۲۰۰۲ کال کې د اغا خان د پراختیایي شبکې له خوا رغول شوی و، د سیلانیانو په جلبولو او د بهرنیو چارواکو په کوربتوب کې یې مهم رول ولوباوه.

سرچينې زياته کړې، چې تېره اوونۍ طالبانو د سرينا هوټل مديريت د اغا خان د پراختيايي شبکې او افغان حکومت ترمنځ د پخواني تفاهم پر خلاف په خپل لاس کې واخيست.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل د اغا خان د پراختيايي شبکې له مسوولينو د سرينا هوټل د اوسني وضعيت په اړه وپوښتل، خو ويې ويل چې په دې اړه څه نه وايي.

کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د کابل سرینا هوټل د لوړ پوړو بهرنیو چارواکو او میلمنو شخصیتونو لکه د پاکستان د استخباراتو د ادارې «ای ایس ای» مشر فیض حمید او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز کوربه و.

دا هوټل چې د کابل ښار په مرکز کې جوړ شوی او ښکلي باغونه ترې چاپېر دي، په افغانستان کې د بیارغونې له مهمو پروژو شمیرل کیږي.

د اغا خان پرمختیايي شبکې د دغه هوټل د جوړولو لګښت ۲۵ میلیونه ډالره اعلان کړی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په غزني کې پر مرګونې ترافیکي پیښه خواشیني وښوده

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزني ولایت کې د هغې ټرافیکي پیښي له امله خواخوږي څرګنده کړې، چې پکې تر ۵۰ ډیر کسان مړه او له ۷۰ ډیر ټپیان شول.

د روسیې تاس خبري اژانس د خبر له مخې، د کابل ـ کندهار پر عمومي سړک د خونړۍ ترافیکي پیښې په تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکلي«مسکو په ډیرې خواشنۍ سره د افغانستان د کابل ـ کندهار لویې لارې په اوږدو کې غمجنې ترافیکي پیښې په اړه خبر ترلاسه کړ، د ډیسمبر د ۱۹ نیټې په لومړنیو ساعتونو کې کڼ شمېر خلګ ووژل شول. د معلوماتو له مخې د سپرلۍ بسونو او د تیلو د ټانکر ترمنځ ټکر له ۵۰ خه ډیر کسان مړه او له ۷۰ ډیر یې ټپیان کړل.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې د افغانستان له خلګو او په یاده ترافیکي پیښه کې د مړو کسانو کورنیو سره خپله خواخوږي او د ټپیانو د ژر غیدو هیله څرګنده کړې ده.

درې ورځې وړاندې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په غزني ولایت کې په دوو جلا جلا پېښو کې تر ۵۰ ډیر کسان مړه او شاوخوا ۸۰ نور ټبیان شول.

د پېښې په ورځ طالبانو د کابل- هرات اړوند د دوو ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت ځنډولو خبره وکړه.

بل خوا د لیندۍ په ۲۹مه نېټه کابل کې د ایمرجنسي روغتون د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد کې د ټولو ترافیکي پېښو شمېر ۵ برابره شوی.

د ایمرجنسي روغتون د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له مارچ د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې ثبت شویو شمېرو کې په افغانستان کې د ترافیکو پېښو ۷۸،۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

په راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې د ترافیکې پېښو شمېر له ۲زره ۶۶۲ څخه ۵زره ۵۲۰ ته لوړ شوی دی.

د ايمرجنسي د مالوماتو له مخي، د سړکونو د خراب حالت او تېز سرعت سره د ځمکې ښويېدو او د سړکونو د مقرراتو د نه مراعت له امله هم ډېرې پېښې کېږي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې مسافرین نقلیه وسایل نه لري او د پراخې بې وزلۍ معنا دا ده، چې ډېر خلک د اوږد واټن سفر لپاره په یوه موټر کې تګ راتګ کوي