ایرانی چارواکی: ۹ میاشتو کې له دوغارون ګمرک افغانستان ته د ۱۶۷ میلیونه ډالرو صادرات شوي

د افغانستان د هرات له اسلام کلا سره پر پوله د ایران په تایباد کې د دوغارون ګمرک عمومي مدیر وايي د ۱۴۰۳ کال له پیل د لېندۍ تر وروستیو د څه باندې ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي له دغه ګمرک افغانستان ته صادر شوي. سید حسن رحیميزاده وویل، دغه شمېر تر تېر کال ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.