د پاکستان له زندانونو ۱۲ تنه افغان بندیان خوشې شول

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۱۲ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. د دغه اژانس د خبر له مخې، دغه بندیان تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.