• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د دفاع وزیر سلطان محمود غزنوي «غل او لوټمار» وباله

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۵۳ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر د غزنوي سلطنت سلطان، سلطان محمود غزنوي «غل او لوټماران» بللی دی. هغه وويل، چې غزنوي د غله په څېر هند ته چې پاکستان یې هغه وخت برخه و، حمله کوله او له شتمنيو سره به بیرته راګرځېده.

د خواجه اصف دغو څرګندونو د افغانستان د پخوانيو چارواکو غوسه راپارولې ده.

خواجه اصف په یوې ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړه: "په پاکستان کې هغه د اتل په نوم معرفي شوی، مګر زه یې بریدګر ګڼم.»

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه، چې د محمود غزنوي د اتل په توګه معرفي کول سم نه دي، هغه دلته (هند) ته د غله په څېر راتلو او مالونه یې لوټ کول.

خواجه اصف د پاکستان له یوې سیاسي کورنۍ څخه یوه پېژندل شوې څېره ده.

د هغه څرګندونې د دغه هېواد د پالیسۍ خلاف دي، ځکه په پاکستاني درسي کتابونو کې محمود غزنوي د یوې مثبتې او اتلې څېرې په توګه معرفي شوی دی.

په همدې خاطر د دغه هېواد د لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي په ګډون یو شمېر پاکستاني وسلې د غزنوي په نوم یادېږي.

د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان توغندي تر ډېره د افغانستان د ولایتونو یا تاریخي شخصیتونو لکه ابدالي، غوري او غزنوي په نومونو، نومول شوي دي.

صالح وویل چې "دا ناسمې څرګندونې د هویت بحران، د تاریخي کموالي احساس او په پاکستان کې د تاریخي خلا څرګندونه کوي."

صالح زياته کړه، چې د پاکستان د دفاع وزير بايد له خپل توغنديز سيسټم څخه د غزنوي نوم لرې کړي او د افغانستان تاریخي او مالکیت حقوقو ته درناوى وکړي.

د افغانستان په تېر حکومت کې د خوست والي محمد حليم فدايي هم ويلي و، چې د خواجه اصف څرګندونې له تاريخ څخه د هغه ناپوهي ښيي.

هغه خواجه اصف ته وویل: «تاسو غله یاستی چې د ابدالي، غزنوي او غوري نومونه مو غلا کړي.»

محمود غزنوي (۱-۳--۹۷۱ م) د غزنويانو د سلطنت یو له مشهورو سلطانانو څخه دی او د اسلام او لرغوني افغانستان په تاریخ کې یو له مخکښو شخصیتونو څخه دی.

محمود غزنوي د خپلې واکمنۍ پر مهال وتوانېد، چې د غزنویانو قلمرو د سیمې په یوه تر ټولو پیاوړې امپراتوري بدله کړي.

محمود غزنوي په هند کې د خپلو پراخو کمپاینونو له امله مشهور دی.

هغه هند ته د خپلو ۱۷ لشکر کشی په ترڅ کې د شمالي هند لویې سیمې فتح کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح د پخواني افغان ډېپلومات نجیب ننګیال له سر خلاصي لیک څخه هر کلی وکړ

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۷ GMT+۰

د زرغون بهیر مشر په امریکا کې د افغانستان د پخواني ډېپلوماټ له سر خلاصي لیک څخه په هر کلي وویل، باور لري چې دا ډول نوښتونه د ټولو هغو ځواکونو تر منځ چې په اساسي قانون او د هېواد په کثرت ګرایي، ټولنیز جوړښت او د کلتوري تنوع په ساتنه باور لري، خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

په امریکا کې د افغانستان پخواني ډیپلومات نجیب ننګیال د شنبې په ورځ (د مرغوومې لومړۍ) امرالله صالح ته یو سر خلاصی لیک پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپور کړ.

په دې سر خلاصي لیک کې ښاغلي ننګیال امریکا ته د صالح د سفر په اړه ځینې مشورې ورکړي دي.

ننګیال له صالح څخه غوښتي، چې نه باید د هغو کیڼ اړخو او پاکستان ځپلو ‌هنیتونو ښکار شي، چې دې ته یې وهڅوي د جمهوریت ملاتړي افغانان په نړۍوال ستېج کې منزوي کړي.

ننګیال په خپل لیک کې صالح ته وویل: «ویل کېږي ستاسې ترڅنګ د ځينو جبهو مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوې، چې واشنګټن ته سفر وکړئ، زمونږ مشوره به دا وي چې ستاسې سفر د افغانستان د اسلامي جمهوريت په استازولۍ تر سره شي او يوازې هغوی در سره مل اوسي، چې د شهيد شوي جمهوريت استازي وي، نه د سمتي جبهو او د قومي ګوندونو.»

ننګیال دې ته په اشارې چې صالح ویلي و، چې د واحد ملي روایت رامنځته کولو په اړه په سلا مشورو بوخت دی، لیکلي: «واحد ملي روايت زمونږ په فکر دا دی، چې په افغانستان کې بېرته جمهوريت حاکم شي، د ۱۳۸۲اساسي قانون نافذ شي او افغانستان منتخب ولسمشر ولري.

د ۱۳۸۲ اساسي قانون په اساس د منتخب ولسمشر، پارلمان او حکومت رامنځته کېدو مخکې هر نوع نوې طرحې، د سیاسي نظام د تغیر او قانون د تعديل هڅې، نه يوازې دا چې ناورین اوږدوي، بلکې حل یې هم سختوي.

د ۱۳۸۲ اساسي قانون په اړه افغانان قوي اجماع لري او همدا د واحد ملي روايت د تقويت بهترين عامل کېدای شي.»

په دې لیک کې ننګیال له صالح غوښتي: «په دې ناستو او خبرو کې لومړی باید د ملي مصالحې د پروسې د پیل غوښتنه وشي، واحد ملي صف تشکيل کړي، د دې لپاره چې د ملي مصالحې بهير پيل شي بايد د افغانستان د ګټو، د ملت د خير او د بل بحران د تکرار د مخنيوي لپاره بايد هغو طالبانو سره چې قلبا په مصالحه باور لري، تماسونه پېل کړي او له دې فرصت څخه په استفادې سره افغانستان متحد کړي.

صالح وویل، چې دا ډول سر خلاص لیکونه د ازادو او ارامو بحثونو بنسټ کېدلې شي.

هغه دې ته په اشارې سره چې په اساسي قانون باور باید اصول وي وویل: «له بده مرغه چې زیاتره بحثونه په فروعاتو متمرکز شوي دي او اصل او تهداب چې پر قانون اعتقاد دی له پامه غورځول شوی دی.»

صالح زیاته کړه: «تشکیلات او سیاسي چوکاټونه وسایل دي، نه موخې. زموږ ټولو لپاره ستره او سپېڅلې موخه د تمدن ضد او ملي ضد شیطان له منګولو څخه د افغانستان خلاصون دی، چې هېواد یې په نه ختمیدونکي انزوا کې ډوب کړی او له ملیونونو خلکو څخه یې د ځمکې د ملکیت او مالکیت احساس ترې اخیستی دی.»

سراج الدین حقاني د افغانستان د هندوانو او سکانو له استازو سره وکتل

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان د هندوانو او سکانو د لږکیو له استازو سره کتلي دي. سراج الدین حقاني ته نږدې کس محمد جلال وايي، په دې ناسته کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د هېواد د ټولو وګړو پر یووالي ټینګار وکړ.

محمد جلال وويل، چې په دې ناسته کې د هندوانو او سکهانو استازو د ملي يووالي لپاره پر خپلو ژمنو ټينګار وکړ.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د دغه اقلیت د ځورونې څو راپورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ډېری هندوان او سکان له افغانستانه وتلو ته اړ شوي او اوس یوازې یو څو یې په هېواد کې پاتې دي.

دغه مذهبي اقلیت په وروستیو لسیزو کې په تېره بیا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ډېرو بریدونو هدف و.

داعش د ځینو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د ۱۴۰۰ کال د تلې په میاشت کې د کابل په کارته پروان کې د سکانو عبادت ځای ته هغه کسان چې ځانونه یې طالب چارواکي معرفي کړل ننوتل او د عبادت ځای وسایل یې ویجاړ کړل.

د هندوانو او سکانو استازو له دې مخکې له طالبانو غوښتي وو، چې د دوی غصب شوي ملکیتونه بېرته دوی ته ورکړي.

دغو لږکیو ته په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله سخت زیانونه اوښتي او ګڼو یې خپل کورونه او جایدادونه له لاسه ورکړي دي.

د یادولو ده، چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې په لسګونو هندو او سک کورنۍ هند او کاناډا ته تللي دي.

طالبان: په تخار او پنجشېر کې د سرو زرو، یاقوتو او د وسپنې د کانونو د کېندنې چارې پیلېږي

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د تخار ولایت په سمتي سیمه کې به د سرو زرو او په پنجشیر ولایت کې به د سرو زرو ترڅنګ د یاقوتو او وسپنې د کانونو د کېندنې چارې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان له قوله لیکلي، چې د دغه کان د کېندنې په موخه د داوطلبۍ له لارې د افغان-چینایي ګډې کمپنۍ ترمنځ د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنځو کلونو قرارداد شوی دی.

بلخوا، د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې د سرو زرو، یاقوتو او وسپنې د کانونو چارې پیل شي.

باختر حبري اژانس لیکلي، چې د پنجشیر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري ویلي، چې د دغو کانونو د استخراج او پیل لپاره د سروې بهیر او لومړني چمتووالي بشپړ شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې، له دغو زېرمو څخه به په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروژو په پلي کولو کې ګټه پورته شي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ډلې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د بېلابېلو کانونو په سپړلو او کېندنو لاس پورې کړی دی.
ګڼ خلک وایي، چې دغه کانونه په نا مسلکي توګه کېندل کېږي، چې د کانونو اصلي زېرمې به ورسره زیانمنې شي.

مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې به دیني مدرسې ثبت شي

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ورته ډاډ ورکړی چې د دیني مدرسو د ثبتولو مسله به ژر هواره کړي. مولانا فضل الرحمان ټینګار وکړ، چې په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه ښه خبرونه خپاره شي.

تر دې وړاندې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر غوښتل چې په پاکستان کې د پوهنې وزارت پر ځای په ۱۸۶۰ کال کې د تصویب شوي «انجمن قانون» له مخې دیني مدرسې اداره کړي.

کله چې د دیني مدرسو د ثبتولو قانون د پارلمان په دواړو جرګو کې تر تصویب وروسته ولسمشرۍ ته واستول شو، ولسمشر اصف علي زرداري مخالفت څرګند کړ او د بیا کتنې لپاره یې پارلمان ته ولېږه.

فضل الرحمان د دیني مدرسو د ثبتولو قانون د تایید سره وویل چې دا قانون له حکومت سره د هغې د هوکړې یوه برخه وه، چې په ملي اسمبلۍ کې د اساسي قانون د ٢٦م ترمیم تصویبول دي.
فضل الرحمان دا ګواښ هم کړی، چې که مرکزي حکومت د دغه قانون له تصویب ډډه وکړي، نو د اسلام اباد پر لور به لوی لاریون پیل کړي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي، په پارلمان کې د دیني مدرسو د ثبت قانون د تصویب لپاره د مولوي فضل الرحمن ټینکار د هېواد د ملي ګټو لپاره ډېرې بدې پایلې لري.

زرداري وويل:« دغه لايحه د نړيوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د نړيوال تروريزم سره د مبارزې په چوکاټ کې د پيسو مينځلو په وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالو بنسټونو د غبرګون سبب کيداى شي.»

هغه همداشان زیاته کړه: «د دیني مدرسو د ثبتولو د قانون د تصویب لپاره هر ډول اقدام به په پاکستان کې فرقه ییزو اختلافاتو ته لمن ووهي.»

فضل الرحمان د سې شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دې غونډه کې یې خپل دریځ تکرار کړ.

هغه وويل: "که ولسمشر پر دې قانون اعتراض ولري، يو ځل يې مخکې هم کړى دى ، نو د ولسي جرګې رييس د هېواد د اساسي قانون او قوانينو له مخې لازم اصلاحات ترسره کړي او د هغه د اعتراض ځواب یې ور کړى دى."

هغه زیاته کړه: "ولسمشر د دې ځواب په وړاندې کوم غبرګون وښود او نه یې هم په خپل اعتراض ټینګار وکړ."

په پاکستان کې د مدرسو په اړه یوازې د دغه هیواد حکومت اندېښنې نه لري؛ بلکې د پاکستان په ګاونډ کې پراته هیوادونه هم شکایت کوي چې له دغو مدرسو افراطیت د پاکستان په ګډون ورڅېرمه هیوادونو ته خپریږي.
له ۲۰۰۴ کال نیولې بیا تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان تېرو جمهوري حکومتونو په افغانستان کې د حکومت پر خلاف د نا امنۍ په رامنځته کېدو کې د دغو مدرسو رول ډیر بللی وو او د پاکستان حکومت ته یې په دغه موده په رسمي او نا رسمي ډول خپل شکایتونه هم کړي وو، خو پاکستان پرې غوږ نه ګراوه.
اوس تازه د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د نا امنۍ تر ډېرېدو وروسته د دیني مدرسو د ثبت چاره پیلوي چې د مذهبي ګوندونو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده د دوی د توغندي په اړه د امریکا ادعا بې ځایه بولي

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې په يوه خپرونه کې د پاکستان د بالسټیک توغندي د ګواښ په اړه د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ادعا بې بنسټه وبلله. ممتاز زهرا بلوڅ ويلي، اسلام اباد امریکا ته هيڅ بد نیت نه لري او په سيمه کې يې د واشنګټن د جګړې لپاره زياتې قربانۍ ور کړې دي.

مېرمن بلوڅ د شنبې په ورځ په (تینک ټانک) خپرونه کې د رسنيو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، چې هېواد يې له امریکا سره له ۱۹۵۴ کال راهیسې مثبتې او پراخې اړيکې لري.

هغې ویلي له اسنادو پرته د پاکستان د توغندويي پروګرام په هکله د امریکا دا ډول څرګندونې د ګټې پر ځای زيان لري.

د بلوڅ په خبره، د امریکا دغه ادعاوې د پاکستان سيالانو او دوښمنو ته پلمې په لاس ورکوي.

وياندې د خپلو پوځي وړتیاوو پراختیا د دغه هېواد حق ګڼلی او ټينګار يې کړی، چې د پاکستان ستراتيژيکې وړتياوې د خپل حاکميت د دفاع او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات ساتلو لپاره دي.

هغې زياته کړې: « د پاکستان ستراتيژيک پروګرام د ګاونډي هېواد د یوه ښکاره ګواښ د مخنيوي او شنډولو لپاره دی او باید د کوم بل هېواد لپاره د خطر په توګه ونه ګڼل شي.»

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د وياندې په خبره، دوی تل له امریکا سره په سيمه کې د امنیت، ثبات او متوازن چلند په اړه خبرې اتري کړي او هڅه کوي د اسلام اباد او واشنګټن ترمنخ د همکارۍ اوږد او قوي تاريخ جوړ کړي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ويلي، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی، چې دا توغندي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر هدفونه په نښه کولی شي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.

فاینر د کارنګي بنسټ په ناسته کې ويلي وه: «که واضیح ووایم، دا زموږ لپاره ګرانه ده چې د پاکستان اقداماتو ته د متحده ایالاتو لپاره د یو مخ پر وړاندې ګواښ پرته بل لید ولرو.»