• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده د دوی د توغندي په اړه د امریکا ادعا بې ځایه بولي

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې په يوه خپرونه کې د پاکستان د بالسټیک توغندي د ګواښ په اړه د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ادعا بې بنسټه وبلله. ممتاز زهرا بلوڅ ويلي، اسلام اباد امریکا ته هيڅ بد نیت نه لري او په سيمه کې يې د واشنګټن د جګړې لپاره زياتې قربانۍ ور کړې دي.

مېرمن بلوڅ د شنبې په ورځ په (تینک ټانک) خپرونه کې د رسنيو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، چې هېواد يې له امریکا سره له ۱۹۵۴ کال راهیسې مثبتې او پراخې اړيکې لري.

هغې ویلي له اسنادو پرته د پاکستان د توغندويي پروګرام په هکله د امریکا دا ډول څرګندونې د ګټې پر ځای زيان لري.

د بلوڅ په خبره، د امریکا دغه ادعاوې د پاکستان سيالانو او دوښمنو ته پلمې په لاس ورکوي.

وياندې د خپلو پوځي وړتیاوو پراختیا د دغه هېواد حق ګڼلی او ټينګار يې کړی، چې د پاکستان ستراتيژيکې وړتياوې د خپل حاکميت د دفاع او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات ساتلو لپاره دي.

هغې زياته کړې: « د پاکستان ستراتيژيک پروګرام د ګاونډي هېواد د یوه ښکاره ګواښ د مخنيوي او شنډولو لپاره دی او باید د کوم بل هېواد لپاره د خطر په توګه ونه ګڼل شي.»

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د وياندې په خبره، دوی تل له امریکا سره په سيمه کې د امنیت، ثبات او متوازن چلند په اړه خبرې اتري کړي او هڅه کوي د اسلام اباد او واشنګټن ترمنخ د همکارۍ اوږد او قوي تاريخ جوړ کړي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ويلي، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی، چې دا توغندي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر هدفونه په نښه کولی شي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.

فاینر د کارنګي بنسټ په ناسته کې ويلي وه: «که واضیح ووایم، دا زموږ لپاره ګرانه ده چې د پاکستان اقداماتو ته د متحده ایالاتو لپاره د یو مخ پر وړاندې ګواښ پرته بل لید ولرو.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځي محکمې د ۲۰۲۳ کال د لاريونونو او تاوتريخوالي په تور ۲۵ کسان محاکمه کړل

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د پاکستاني پوځ د رسنيو دفتر نن په يوه اعلاميه کې ویلي، چې پوځي محکمې هغه ۲۵ کسان محاکمه کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په لاريونونو او تاوتريخوالي کې یې لاس درلود. په دغو مظاهرو کې د ۸ کسانو د وژل کېدو ترڅنګ پر پوځي تاسیساتو هم بریدونه شوي او سوځول شوي وو.

دغه اداره د ۲۰۲۳ کال د مۍ مياشتې لاريونونه د دغه هېواد د تاريخ یو تیاره فصل بولي.

دغه لاريونونه د پاکستان د پخواني لومړۍ وزير عمران خان د نیولو پر ضد شوي وو.

د پوځ مطبوعاتي دفتر وایي، چې په دې لاريونونو کې ۲۵ کسان محاکمه شوي، چې له دوو تر ۱۰ کلنو د بند سزا ورکړل شوې.

په اعلاميه کې راغلي: « دغه سزاګانې ملت ته د عدالت د رسولو په برخه کې یو مهم ګام» دی.

د دوی په خبره، چې عدالت به هغه وخت حاکم شي، چې د لاريونونو پلان جوړونکې او مسولين هم محاکمه شي.

د اعلاميې له مخي، نورو تورنو کسانو ته به هم له قانوني پوښتنو او څېړونو وروسته سزا اعلان شي.

د پوځ په دې اعلاميه کې ویل شوي: «هغوی چې د شخصي ګټو په اساس بې قانونه کړنې تر سره کوي او قانون په خپل لاس کې اخلي له دې محاکمې دې عبرت واخلي.»

په اعلامیه کې د همدې محاکمه شويو ۲۵ کسانو هویت او مالومات هم خپاره شوي دي.

د پاکستان پوځي محکمې دغو کسانو ته سزا پر داسي مهال اعلان کړې، چې د پاکستان د ځمکنیو، هوايي او بحري قواوو د ګډ استخباراتي سازمان ای ایس ای د پخواني رییس متقاعد جنرال فیض حمید محاکمه هم په رسمي توګه په یوه پوځي محکمه کې د دسمبر په یوولسمه نیټه پیل شوه.

په فیض حمید څو تورونه لګیدلي دي؛ چې هغه په سیايی فعالیتونو کې برخه اخستي، نوموړي دولتي اسرار افشا کړي، د ای اېس ای د رئیس په توګه هغه له خپلو صلاحیتونو ناوړه استفاده کړې او د یوه سړي په کور یې حمله کړې او ډیره دارايي یې ورنه چورکړې ده.

د پوځ په خبر پاڼه کې دا هم راغلي وو چې د ۲۰۲۳د مۍ د میاشتې په نهمه نیټه د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د پوځ په مرکزونو باندې شویو بریدونو کې د فیض حمید د نقش په باره کې پلټنې روانې دي.

افراسیاب خټک: د داعش خراسان بنسټ پېښور کې اېښودل شوی، دا ګروپ راتلونکی سیمه ییز لوبغاړی دی

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۶ GMT+۰

پښتون قامپاله سیاستوال افراسیاب خټک د افغانستان انټرنشنل پښتو په سپېس کې پرون وویل چې د داعش خراسان بنسټ د پښتونخوا په مرکې پېښور کې اېښودل شوی او اوس مهال په دغه ښار کې ورته پښتو کتابونه چاپېږي. ښاغلی خټک په دې باور دی چې داعش د دې سیمې لپاره راتلونکی لوبغاړی دی.

پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د تېرې جمعې په ورځ «د لیندۍ ۳۰مه» د افغانستان انټرنشنل پښتو په سپېس کې په پيښور کې په پښتو ژبه کې د داعش لپاره د کتابونو له چاپېدو پرده پورته کړه.

افراسیاب خټک وايي:« مونږ دې پیښور کې لیدلي چې په ۸۰م کال کې د مجاهدینو لپاره کتابونه چاپېدل، بیا په ۱۹۹۰ کال کې د طالبانو لپاره د ادبیاتو کتابونه چاپېدل، او اوس د داعش لپاره کتابونه چاپېږي»

ښاغلی خټګ وايي چې خپله یې په پښتو کې د داعش کتابونه لیدلي چې ډېر خطرناکې خبرې په کې لیکل شوې دي.

افراسیاب خټګ وايي چې داعش د ډیورنډ په فرضي کرښې په شاوخوا کې فعالیت لري او په جمهوري حکومت کې هم داعش د افغانستان ختیځو ولایتونو کې حضور درلود؛ نو دوی ته د پښتونخوا اکمالات کېدل.

دغه پښتون سیاستوال په دې باور دی چې داعش د سیمې لپاره یو نوی لوبغاړی دی او دا ډېر خطرناک دی چې نړیواله پرمختللې ټیکنالوژي په اختیار کې لري.

که څه هم ښاغلي خټګ د کومو هېوادونو نومونه په ډاکه نه کړل خو وویل چې داعش ته نړیوالې مرستې را روانې دي.

خټک وايي چې د دې حالتو د کنټرول لپاره یوازینۍ لاره د حکومتونو لپاره د ملت راټولول دي، چې ترڅو د دې راروانو خطرناکو لوبو مقابله وکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي په پکتيا کې د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسيمو کې وویل، چې په تېرو ۷ مياشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې ۷ بريدونه کړې، چې ۶ يې د افغانستان څخه بهر پلان شوي وو.

باوري سرچینې: سوېلي وزیرستان مکین کې د جګړې پر مهال ۱۶ پاکستاني عسکر وژل شوي

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۹ GMT+۰

له سوېلي وزیرستانه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې تېره شپه د مکین په لیټه سیمه کې وسله والو د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز برید کې ۱۶ پاکستاني عسکر وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي. پوځ لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن شنبه د (مرغومي لومړۍ نیټه) له سوېلي وزیرستان څخه باوري سرچینو ويلي، چې تېره شپه د مکین په لیټه سیمه کې یوې لویې ډلې وسله والو د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز برید کې د جګړې پر مهال ۱۶ پاکستاني عسکر وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې ېې تر ۵۰ پاکستاني پوځیان وژلي او تپیان کړي دي.

پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري هم په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په تیرو میاشتو کې په یوه تر ټولو لوی برید کې، د خیبرپښتونخوا د سوېلي وزیرستان په مکین سیمه کې ۱۶ پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

وايي، یوه حکومتي چارواکي خراسان ډایري ته وویل: «د لیټه په سیمه کې یوه امنیتي پوسته د شپې ناوخته تر برید لاندې راغلې.»

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د مکین په لیټه کې د پاکستان پوځ پر پوسته سخته جګړه شوې چې په پایله کې یې دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کیږي، تېرې څو ورځې په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري د وسله والو پر ضد چاڼیز عملیات روان وو.

مکین په سویلې وزیرستان د وسله والو تر ټولو لوی خوندي ځای ګڼل کیږي او تر دې وړاندې هم هلته په پاکستاني پوځ سخت بریدونه شوي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

په خېبر پښتونخوا ټانک کې د پولیو ضد واکسین یو کار کوونکی په ډزو وژل شوی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۲ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا د ټانک غاړې په کوړ سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین یو کارکوونکی وژل شوی دی. د ځایي اوسېدونکو په وینا، دوه موټر سایکل سپرو یو کس چې د پولیو ضد واکسین کمپاین کارکوونکی و، په ډزو وواژه.

دا پیښه د جمعې په ورځ د کوړ قلعه له کوړ اډې سره نږدې رامنځته شوې.

وژل شوی کس کفایت الله محسود نومېده، چې د پولیو ضد واکسین کارکونکی و.

د معلوماتو له مخې، په پېښه کې د وژل شوي کس جسد پولیسو د عدلیې طب له پاره روغتون ته انتقال کړی دی .

د پاکستان او ملګرو ملتونو استازو د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازې فلیپا کینډلر سره په اسلام اباد کې ليدلي دي. نوموړي پر ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ليدنه کې يې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو خبري کړې دي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۳۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه د فلیپا کينډلر په غوښتنه شوې.

نوموړي د دې خبرو د نورو جزئياتو په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې له پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ دوام لري او په ژمي کې د ساړه موسم له امله اندېښنې زياتې شوې دي.

تېر کال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستان وغوښتل، چې د ژمي په موسم کې دې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی و، چې په ژمي کې د کډوالو ایستل به د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کړي.