
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازې فلیپا کینډلر سره په اسلام اباد کې ليدلي دي. نوموړي پر ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ليدنه کې يې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو خبري کړې دي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۳۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه د فلیپا کينډلر په غوښتنه شوې.
نوموړي د دې خبرو د نورو جزئياتو په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې له پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ دوام لري او په ژمي کې د ساړه موسم له امله اندېښنې زياتې شوې دي.
تېر کال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستان وغوښتل، چې د ژمي په موسم کې دې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی و، چې په ژمي کې د کډوالو ایستل به د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

د پاکستان د ځمکنیو، هوايي او بحري قواوو د ګډ استخباراتي سازمان ای ایس ای د پخواني رئیس متقاعد جنرال فیض حمید محاکمه په رسمي توګه په یوه پوځي محکمه کې د دسمبر په یوولسمه نیټه پیل شوه.
د دې خبرې اعلان د پوځ د عمومي مناسباتو د شعبې په یوه خبر پاڼه کې شوی او وايي چې په فیض حمید درې تورونه لګیدلي دي؛ وړومبی دا چې هغه په سیايی فعالیتونو کې برخه اخستي ده، د قانون له مخې د وسله والو قواوو غړي په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه شی اخیستی.
دویم دا چې هغه دولتي اسرار افشا کړي او دریم دا چې د ای اېس ای د رئیس په توګه هغه له خپلو صلاحیتونو ناوړه استفاده کړې ده او د یوه سړي په کور یې حمله کړې او ډیره دارايي یې ورنه چورکړې ده.
د پوځ په خبر پاڼه کې دا هم راغلي وو چې د کال ۲۰۲۳د مۍ د میاشتې په نهمه نیټه د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د پوځ په مرکزونو باندې شویو بریدونو کې د فیض حمید د نقش په باره کې پلټنې روانې دي.
دا خبره د یادونې وړ ده چې فیض حمید د اوسني کال د اګست د میاشتې په دیارلسمه نیټه د لوی درستیز عاصم منیر په امر بندي شوی وو.

فیض حمید د ۲.۱۹ نه تر ۲.۲۱ پورې درې کاله د ای اېس ای رئیس پاتې شوی، له هغه نه پس یې د پیښور او د بهاولپور د کول اردوګانو د کوماندان په توګه وظیفه کړې ده.
په کال ۲۰۲۲ کې چې د پاکستان د پوځ اوسني لوي درستیز جنرال عاصم منیر دغه منصب ته ترفیع ومونده، نو فیض حمید د خپل ماموریت د رسمي میعاد د پای ته رسیدو نه څو میاشتې وړاندې تقاعد وغوښت، ځکه چې هغه هم د لوی درستیز څوکۍ ته کاندید و او له عاصم منیر سره یې کلکه سیالي لرله.
خو وزیر اعظم شهباز شریف په فیض حمید باندې عاصم منیر ته په څو وجوهاتو ترجیح ورکړه چې په دې لیکنه کې به وروستو د هغو وجوهاتو توضیح وشي.
هسې خو پاکستان کې د کاغذ په مخ اساسي قانون شته او ورسره پارلمان، تفصیلي قانوني نظام او محاکم وجود لري، ټول ټاکنې کیږي او سیاسی ګوندونه په مرکز او ایالتونو کې حکومتونه جوړوي، خو د دې سره موازي د قانون نه ماورا د جنرالواکۍ بالقوه دولتي نظام شته، چې په عمل کې د دولت دارۍ د واک او اختیار غټه ونډه په لاس کې لري.
ای اېس ای تشه تر ټولو ځواکمنه استخباراتی شبکه نه ده، د دې په څنګ کې هغه د پوځ د سیاسي څانګې په توګه کار کوي، هغه زیاتره سیاسي ګوندونه جوړوي، ماتوي او هم یې اداره کوي.
په ټول ټاکنو کې درغلي کوي، سیاسي ګوندونو ته حکومت ورکوي او چې ورسر وران شي نو پرځوي یې.
د پاکستان په پوځي نظام کې پنجاب پوره هژموني لري، په خصوصیت سره د اردو په زعامت کې پنجابیان تل مطلق اکثریت لري، چې په دې د کول اردو کوماندانان، د ای اېس ای رئیس او لوی درستیز ګډون لري.
نن سبا خو د هوايي قواوو او د بحري قواوو لوی درستیزان هم پنجابیان دي، ځکه په دې ساحه کې ټولې سیالۍ د دوي په خپلو مینځو کې وي.
اسلام اباد سره جوخت د شمالی پنجاب د چکوال د ولسوالۍ اوسیدونکې او د یوې عادی کورنۍ پورې اړه لرونکی فیض حمید په ۲۰۱۷کې د برید جنرال په توګه د هغه وخت لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په ای اېس ایکې په یوه مهمه چوکۍ نصب کړ.

دا هغه وخت وو چې جنرالواکۍ د هغه وخت برحال وزیراعظم او د پنجاب د یوه مخور سیاست مدار نواز شریف نه راضي نه و او د هغه د ایسته کولو پلان یې جوړ کړی و او فیض حمید ته یې د دغې پروژې د متصدي توب مسولیت وسپاره.
په ۲۰۱۷کې نواز شریف د ستری محکمې په امر، چې تر شا یې جنرالواکی وه، د وزیراعظمۍ نه برطرف شو . د کال ۲۰۱۸په ټول ټاکنو کې ای اېس ای په لوی لاس او په بربنډه توګه په انتخاباتو کې درغلي وکړه.
په مرکزی اسمبلۍ یا ولسی جرګه کې او د پنجاب او پښتونخوا په اسمبلیو کېیې د مسلم لیګ د نواز شریف ګوند ته ماتې ورکړه او د عمران خان ګوند یې په زور بریالی کړ.
چې عمران خان وزیراعظم شو، نو هغه او جنرال باجوه د جنرال فیض حمید د خدمتونو په بدل کې هغه د ای اېی اس رئیس وټاکه.
په دې ډول په عمل کې بادشاهي د جنرال باجوه او فیض حمید لاسونو ته ورغله. د پراخ واک تر لاسه کولو په نتیجه کې فیض حمید کې زیاته جاه طلبی راغله او او ماجرا جویانې یې پیل کړې.
باجوه او فیض دوه دوه نیم کاله د عمران خان سره ډیر خواږه تیر کړل، خو بیا په ځینی مسلو د باجوه او عمران تر مینځ شخړې پیدا شوې؟
فیض د عمران سره ډیر نزدې شوی و او عمران غوښتل چې په کال ۲۰۲۲ کې چې کله باجوه تقاعد کیږي، نو فیض حمید به د هغه ځای ناستی شي، خو باجوه د تقاعد نه وړاندې له نواز شریف او اصف زرداري سره جوړه وکړه او په پارلمان کې د سلب اعتماد له لارې یې عمران خان برطرف کړ.
نواز شریف په هیڅ قیمت فیض حمید ترفیع ته نه پریښود، ځکه چې هغه یې د عمران ښی لاس ګاڼه او په عاصم منیر یې کلک لاس ایښی وو، وجه یې دا وه چې عاصم منیر د ۲۰۲۴په ټول ټاکنو کې د نواز شریف د ګوند سره مرسته وکړه.

فیض حمید په اخري وخت کې خپل د ای اېس ای د دورې د نفوذ نه په استفادې سره د یوه جنګ سالار غوندې کارونه وکړل تر څو چې د عاصم منیر د ترفیع مخه ونیسي، تر دې چې کله عاصم منیر لوی درستیز وټاکل شو او فیض حمید تقاعد وکړ.
ویل کیږي چې د هغه نه وروسته هم فیض د عمران سره پټه ملګرتیا وکړه او تلاش یې وکړ چې په اردو کې د ننه د عاصم منیر په ضد کودتا برابره کړي خو دغو تلاشونو ماتې وخوړو او په دغه پروسه کې د فیض حمید او د عاصم منیر تر مینځه کلک مخاصمت وزیږید.
اوس داسې ښکاری چې په راتلونکو څو اونیو کې به پوځي محکمه فیض حمید مجازات کړي. په دې کې د اعدام، عمرب بند یا د څو کلونو بند کیدای شي.
په دې وخت کې عمران خان او فیض حمید دواړه بندیان او په مشکلاتو کې دي، خو که د کوم سیاسي تحول په نتیجه کې عمران د بند نه ازاد شو نو هغه به فیض حمید ته د نجات ورکولو نه ډډه ونه کړي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، له زندان د دې غورځنګ د مرکزي کیمټې د بندي غړي علي وزیر د خوشي کېدو لپاره یې نن سوېلي وزیرستان کې لاریون وکړ. په دغه لاریون کې د ځايي سیاسي ګوندونو استازو او سلګونو عامو کسانو ګډون کړی وو.
د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کمیټې غړي نور پاچاه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د سویلي وزیرستان په واڼه کې سلګونو کسانو له زندان د علي وزیر د خلاصون لپاره لاریون وکړ.
نوموړی وايي، په دغه لاریون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو، قومي مشرانو او د سیاسي ګوندونو ځايي استازو او سلګونو عامو خلګو ګډون کړی وو.
لاریونوال وايي، د پاکستان حکومت دې له کوم قید او شرط پرته علي وزیر له زندانه خوشی کړي.
د سویلي وزیرستان د ملي ډیموکراټیک ګوند غړي بیت الله د لاریون پر مهال وویل:«ریاست پر علي وزیر مختلفې غیري قانوني قضيې ثبت کړې دي. د وزیر ګناه صرف دا ده چې، د خپل قوم د ښه راتلونکي لپاره یې غږ پورته کړی دی. علي وزیر د خپلو ګټو ږغ نه دی پورته کړی. علي وزیر پر خپله سیمه د جنګ او روان وضیعت په غبرګون ږغ پورته کړی و.»
همدارنګه د سویلي وزیرستان قومي مشر ګل عالم خان وايي:«موږ ټول قوم دا څومره خلګ چې دلته راټول شوي دي، ریاست ته وایو په خلاصو غوږونو یې واوره نه موږ علي تاسو ته در پریږدو او نه بل هغه څوک چې د قوم غږ یې پورته کړی وي، ټوله له زندان څخه د را خوشي کېدو غوښتنه کوو.»
علي وزیر د اکسټ پر دریمه د پاکستان پولیسو لومړی په اسلام اباد کې ونیو او پر دریو جرمونو یې تورن کړ.
وروسته یې نوموړی د نورو ایالتونو زندانونو ته لېږدولی چې دا مهال د سند په یوه زندان کې بندي دی.
علي وزیر تر دې مخکې هم بیا بیا نیول شوی او میاشتې او کلونه یې زندان تېر کړی.
نوموړی د ۲۰۲۳ کال پرورۍ کې له نږدې دوه نیم کاله بند وروسته له کراچۍ زندان خوشی شو، خو له هغه وروسته بیا بیا ونیول شو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په ګډون چارواکو ایپېکس کمېټه کې د کورمې ولسوالۍ د وضیعت په اړه ناسته کړې. په دغه ناسته کې په کورمه کې د خلکو له لوري د جوړو شوو مورچو د ړنګولو او د وسلو ټولولو پرېکړې شوې دي.
د پاکستان جیونیوز د جمعې په ورځ راپور وکړی، چې د ایپیکس کیمټې په دغه ناسته کې د کورمې ولسوالۍ د وضیعت د کابو کولو او د امن جرګې پر ورستیو لاسته راوړنو په خبرې شوې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسین نقوي د پښتونخوا سر وزیر ګنډاپور ته د کورمې ولسوالۍ د وضیعت د کابو لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې او ویلي دي، چې په کورمه ولسوالۍ کې د روان وضیعت کنټرولول یې لومړیتوب دی.
پر همدغه مهال ایپیکس کمیټي په کورمه ولسوالۍ کې د خونړیو پېښو د مخنیوي، په موخه د خلکو له لورې د جوړ شویو مرچلونو د له منځلو وړلو پرېکړه هم کړېده او ویلي یې دي، چې له خلکو د وسلو د راټولولو په اړه یې خبرې روانې دي.
سرچینو ویلي، چې د ایپیکس کمیټې په دغه ناسته کې په کورمه ولسوالۍ کې د شخصي خلګو له لورې د وسلو پر ګرځولو هم د بندیز لګولو پرېکړه شوي ده.
پر همدغه مهال د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې د کورمې ولسوالۍ د وضیعت کابو کولو لپاره به ټول توان په کار واچوي او په یاده ولسوالۍ کې د روان تاوتریخوالي د کابو کولو پر سر باید هیڅ ډول سیاسي چلند ونه شي.
د کورمې ولسوالۍ په اړه د پاکستان د لوړپوړو حکومتي چارواکو دا ناسته پر داسې مهال کیږي، چې له شاوخوا ۷۰ ورځو را دغه ولسوالۍ ته ټولې غځیدلې لارې تړل شوې، په ښارونو کې د خوراکي او سون توکو د کموالي او نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شویدي.
د ځینو راپورونو له مخې چې د درملو د کموالي له امله د ۲۹ ماشومانو په ګډون ۶۰ کسان په روغتونونو او کورونو کې مړه شوي دي.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه ګوند د مشرانو په غوښتنه د ملکي نافرماني یا سول نافرماني د لنډ مهال لپاره وځنډوله.
د اډياله زندان نه بهر له رسنیو سره خبرو کې د عمران خان خور عليمه خان وویل، چې ګوند له عمران خان څخه د څو ورځو لپاره د سول نافرماني بندولو غوښتنه کړې وه او عمران خان هم ومنله.
د رسنیو د راپور له مخې، عمران خان ویلي: ««زه د هېواد په فکر کې یم، زه به څو ورځې انتظار وکړم، حکومت باید زما دا دوه غوښتنې ومني، هغه خپل خلک له دې غوښتنو سره حکومت ته استولي دي.»
علیمه خان زیاته کړې، چې عمران خان ویلي که یې دوه غوښتنې و نه منل شي، نو د ملکي نافرمانۍ یا سول نافرمانۍ غږ به پورته کړم.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان د ډسمبر په څوارلسمه نېټه په ټول ملک کې د ملکي نافرمانۍ یا سول نافرمانۍ غورځنګ د پيلولو اعلان کړی وو.
په یونان کې د پاکستان سفیر امیر افتاب وايي، یونان ته څېرمه په سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لا هم ۳۰ پاکستانیان ورک دي. امیر افتاب وايي، دې کښتۍ کې شاوخوا ۸۰ پاکستان سپاره وو، خو تر دې دمه د څلورو مړي پیدا شوي دي.
امیر افتاب نن سې شنبې د « د لیندۍ ۲۷مه» یوې خبري ناستې ته وویل چې څلورو مړو شویو پاکستانیانو جسدونه به سفارت په خپل لکښت پاکستان ته وړي او کورنیو ته به یې سپاري.
پاکستانی سفیر وايي چې د ورکو پاکستانیانو د موندلو لپاره د ژغورنې ټیمونه کار کوي خو د ژوندي پیدا کېدو امیدونه یې ختم شوي دي.
د امیر افتاب په وینا د ډسمبر په ۶مه له لبیا پنځه کیښتۍ په لاره وې چې په یوه کښتۍ کې ۸۰ پاکستانیان سپاره وو.
د هغه په خبره، د سورلیو د شمېر د زیاتوالي له امله کښتۍ ډوبه شوې ده.
د پاکستان د ګجرات اوسېدونکي دوه وروڼه چې دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي، خپله دردونکې کیسه کوي:« زموږ کښتۍ له کارګو بېړۍ سره ټکر شوې، چې له امله یې کښتۍ ډوبه شوه، ځکه د کښتۍ انجن کمزوری و.»
د پاکستان اېکسپریس ورځپاڼې د معلوماتو له مخې تر دې دمه یوازې ۴۷ تنه پاکستانیان ژغورل شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال په جون کې هم د یونان اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله تر ۸۷ پاکستانیان او افغانان مړه شوي وو.
هغه مهال پاکستان د خپلو لسګونو وګړو مړینه منلې وه چې پکې ۲۸ کشمیري ځوانان او د یوه کلي اوسېدونکي وو.
پاکستان او افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت او ناامنیو ددغه هېواد زیاتره ځوانان اړ کړی، چې خپل وطن پرېږدي او په مرګونو لارو خپل ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۲۳ کال کې د یونان ته څېرمه روم بحیره کې یوه کیښتۍ ډوبه شوې وه، چې ۸۰۰ سورلۍ ناستې وې چې په دې کې ۴۰۰ سوه تنه یې پاکستانیان ول چې له دې ډلې څخه یې یوازې ۱۰۴ تنه ژغورل شوي ول.