• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا ایپیکس کمیټې کورمه کې له خلکو د وسلې ټولولو او مورچو ړنګولو پرېکړه کړې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په ګډون چارواکو ایپېکس کمېټه کې د کورمې ولسوالۍ د وضیعت په اړه ناسته کړې. په دغه ناسته کې په کورمه کې د خلکو له لوري د جوړو شوو مورچو د ړنګولو او د وسلو ټولولو پرېکړې شوې دي.

د پاکستان جیونیوز د جمعې په ورځ راپور وکړی، چې د ایپیکس کیمټې په دغه ناسته کې د کورمې ولسوالۍ د وضیعت د کابو کولو او د امن جرګې پر ورستیو لاسته راوړنو په خبرې شوې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسین نقوي د پښتونخوا سر وزیر ګنډاپور ته د کورمې ولسوالۍ د وضیعت د کابو لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې او ویلي دي، چې په کورمه ولسوالۍ کې د روان وضیعت کنټرولول یې لومړیتوب دی.

پر همدغه مهال ایپیکس کمیټي په کورمه ولسوالۍ کې د خونړیو پېښو د مخنیوي، په موخه د خلکو له لورې د جوړ شویو مرچلونو د له منځلو وړلو پرېکړه هم کړېده او ویلي یې دي، چې له خلکو د وسلو د راټولولو په اړه یې خبرې روانې دي.

سرچینو ویلي، چې د ایپیکس کمیټې په دغه ناسته کې په کورمه ولسوالۍ کې د شخصي خلګو له لورې د وسلو پر ګرځولو هم د بندیز لګولو پرېکړه شوي ده.

پر همدغه مهال د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې د کورمې ولسوالۍ د وضیعت کابو کولو لپاره به ټول توان په کار واچوي او په یاده ولسوالۍ کې د روان تاوتریخوالي د کابو کولو پر سر باید هیڅ ډول سیاسي چلند ونه شي.

د کورمې ولسوالۍ په اړه د پاکستان د لوړپوړو حکومتي چارواکو دا ناسته پر داسې مهال کیږي، چې له شاوخوا ۷۰ ورځو را دغه ولسوالۍ ته ټولې غځیدلې لارې تړل شوې، په ښارونو کې د خوراکي او سون توکو د کموالي او نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شویدي.
د ځینو راپورونو له مخې چې د درملو د کموالي له امله د ۲۹ ماشومانو په ګډون ۶۰ کسان په روغتونونو او کورونو کې مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار وایي د پاکستان توغندي د امریکا له پاره ګواښ دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۱:۰۹ GMT+۰

د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینز وویل، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی چې دا توغندي کولې شي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا څخه بهر هدفونه په نښه کړي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.

د متحده ایالاتو دغه لوړپوړي چارواکي د پاکستان د توغندیو د پروګرام د نویو بندیزونو په اړه وویل چې د اسلام اباد چلند د دغه هېواد د بالسټیک توغندیو د پروګرام د اهدافو په اړه پوښتنې پیدا کړي دي.

فاینر د کارنګي بنسټ په ناسته کې وویل: "که واضیح ووایم، دا زموږ لپاره ګرانه ده چې د پاکستان اقداماتو ته د متحده ایالاتو لپاره د یو مخ پر وړاندې ګواښ پرته بل لید ولرو."

هغه وویل، "له اوږد واټن بالیسټیک توغندیو سیسټمونو څخه تر هغه تجهیزاتو پورې چې د لویو راکټ انجنونو ازمایښت ترسره کولی توغندیو په شمول پاکستان خپلې توغندیزې تکنالوژۍ ته د پام وړ پرمختګ ورکړی."

د فاینر په وینا، که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، "پاکستان به د دې وړتیا ولري چې د متحده ایالاتو په ګډون د سویلي اسیا ور هاخوا موخو باندې برید وکړي."

د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینز دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې واشنګټن د پاکستان د بالستیک توغندیو د پراختیا پر پروګرام د بندیزونو د نوي پړاو اعلان وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون دغه بندیزونو ته په ځواب کې وویل چې د توغندیو د جوړولو هدف د پاکستان دفاع ده.

په غزه او یمن کې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې ۲۹ کسان وژل شوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۵ GMT+۰

د غزې ښار د بې ځایه شویو خلکو پر دوو ښوونځیو د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي. بل خوا اسراییلي پوځیانو په یمین کې هم د حوثي وسله والو پر مرکزونو بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۹ کسان یې وژلي دي.

د غزې تړانګه کې روغتیایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹مه) د غزې په ښار کې د بې ځایه شویو خلکو پر دوو ښوونځیو او یو کور باندې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د دارالعرقم او شعبان الراییس ښوونځي او د الطفاح په ګاونډ کې یو کور په نښه شوی، چې ډېری قربانیان په کې ښځې او ماشومان دي.

همدا راز اسراییلي ځوکونو په یمین کې هم د حوثي وسله والو پر مرکزونو بریدونه کړي، چې د سیمه ییزو رسنیو په وینا، په صنعا کې د برېښنا پر دوو مرکزونو او په حدیده کې پر دوو بندرونو او د تېلو پر تاسیساتو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومۍ پر اسراییل د حماس له بریدونو راهیسي، اسراییل د غزې په تړانګه کې ۴۵ زره او ۱۰۰ فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي وژلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې تېره میاشت د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوف ګالنټ په غزه کې د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو له امله د نیولو حکم یې صادر کړ.

نایجریا کې په یوه مذهبي جشن کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۳۲ تنکي ځوانان مړه شوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۳۹ GMT+۰

د نایجریا یوه سیمه ییز چارواکي وویل، چې په نایجریا کې په یوه مذهبي جشن کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۳۲ تنکي ځوانان مړه شوي دي.

دا پیښه د چهارشنبې په ورځ د نایجیریا د سویل لویدیز اویو ایالت په پلازمینه عبادان کې په یوه اسلامي ښوونځي کې رامینځته شوې، چیرې چې د راپورونو له مخې تر ۵ زرو تنکي ځوانان د جشن لپاره راټول شوي وو.

د اویو ایالت د اطلاعاتو او مدني چارو کمیشنر دوتون اویلاد خبریالانو ته وویل، چې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.

د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د سیمې څخه ویډیوګانو کې چې د پیښې ځای پکې ښکاري د ماشومانو لویه ډله ښیي چې ځیني یې ځایي روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د ایالت والي سیي ماکینډ پر اېکس پاڼې په یوه بیان کې وویل، چې سیمي ته امنیتي ځواکونه لیږل شوي چې پاتې کسان له سیمي وباسي او وضعیت کنترول کړي.

ماکینډ وویل: "دا یوه ډیره غمجنه ورځ ده. موږ له هغو مورانو او پلرونو سره خواخوږي لرو چې خوښۍ یې ناڅاپه د دې پېښې له امله په ماتم بدله شوې."

په دمشق کې لاریونوالو د ډيموکراسۍ او د ښځو د حقونو د تضمین غوښتنه کړې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۰

په سوریه کې سلګونو ښاریانو د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹مه) د دمشق په مرکز کې لاریون وکړ او په دغه هېواد کې یې د ډیموکراسۍ د رامنځ ته کېدو او د ښځو د حقونو د تضمین غوښتنه وکړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دغه لاریون کې ښځو او نارینو په سوریه کې (ډيموګراسي او ازادي) غواړو شعارونه لېږدل.

په لاریون کې یو شمېر ګډنوالو داسې لیکلي شعارونه هم لېږدول چې پرې لیکل شوي وو: "له ازادو ښځو پرته خپلواک ملت نشته."

د التحریر الشام په مشرۍ د بشارالاسد مخالفې ډلې د ډسمبر په اتلسمه د دمشق په نیولو سره په سوریه کې د بشار الاسد د کورنۍ پنځه لسیزې واکمني پای ته ورسوله.

التحریر الشام د القاعدې یوه څانګه وه او له همدې امله د یو شمېر لویدیځو هېوادونو له خوا یوه ترهګریزه ډله بلل کېږي.

خو دغه ډله چې مشري یې احمد الشورا چې د محمد جولاني په نامه مشهور دی، په سوریه کې له واک ته رسېدو سره خپل منځلاری دریځ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې قومي او مذهبي حقونه به د ټولو خوندي وي.

التحریر الشام ډلې په سوریه کې د چارو د اداره کولو لپاره یو لنډ مهالی حکومت رامنځته کړی چې د مارچ تر ۱۱ مې پورې به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

له اوکراین سره په جګړه کې د شمالي کوریا ۱۰۰ پوځیان وژل شوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د جنوبي کوریا د استخباراتي ادارې د ادعا له مخې تر دې دمه له اوکراین سره په جګړه کې د شمالي کوریا لږ تر لږه ۱۰۰پوځیان وژل شوي او شاوخوا زر تنه نور ټپیان دي.

د جنوبي کوریا د پارلمان غړي لي سيونګ کوین خبریالانو ته وویل چې دغه درانه تلفات د شمالي کوریا ځواکونو د بې تجربه ګۍ او له ډرون جګړې سره د نابلدۍ له امله شوي دي.

هغه وویل چې د وژل شویو سرتېرو په شمېر کې اختلاف له دې امله دی چې د جنوبي کوریا ملي استخباراتو (NIS) د محافظه کارانه تحلیل پر بنسټ معلومات وړاندې کړي، په داسې حال کې چې د امریکا د پوځي چارواکو اټکلونه یې ډېر ښيي.

لي زیاته کړه، داسې نښې شته چې شمالي کوریا اضافي ځواکونو استولو ته تیاری نیسي. هغه وویل چې د هیواد مشر کیم جونګ اون د پوځ د روزنیزو فعالیتونو څارنه کوي.

رویټرز وايي، دا رپوټ د امریکایي او اوکرایني چارواکو هغه څرګندونې تاییدوي چې د شمالي کوریا ځواکونو ته په اوکراین جګړه کې درانه تلفات اوښتي او روسیه هغوی په پراخه کچه په کورسک سیمه کې د بریدونو لپاره کاروي.

د امریکا او جنوبي کوریا د چارواکو په وینا، روسیې د جګړې لپاره له ۱۰ زرو ډېر کوریايي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

شمالي کوریا د توپونو، ټانک ضد راکټونو او راکټ لانچرو په ګډون له لس زرو کانتینرو ډېرې وسلې روسیې ته لېږدولې دي.

شمالي کوریا او روسیې د دغو ځواکونو ځای پر ځای کول یا د وسلو لېږد نه دی تایید کړی.

د روان کال په جون کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا پلازمینې پیونګ یانګ ته سفر وکړ او له کیم جونګ اون سره یې یو تړون لاسلیک کړ چې د دوه اړخیزې دفاع تړون هم پکې شامل دی.

شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ وویل چې له روسیې سره یې پوځي ایتلاف د متحده ایالاتو او د هغې د «ایلو ځواکونو» د مخنیوي لپاره ډېر اغېزناک ثابت شوی.