سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره د شته ستونزو پر حل خبرې کړې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره په لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د لا ښهوالي او شته ستونزو د حل لپاره پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.





