د ناټو غړي: اروپا له امریکا پرته نه شي کولی له روسیې څخه دفاع وکړي

د لېتوانیا، استونیا او فنلنډ مشرانو خبرداری ورکړی، چې ناټو له امریکا پرته د روسیې پر وړاندې د خپل ځان د دفاع توان نه لري. دوی د ناټو له نورو غړو وغوښتل، مخکې له دې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي "روسیې ته څنګه ځواب ووایي" موافقه وکړي.