• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اشرف غني وايي پاکستان له ترهګرۍ سره دوه ګونی چلند کوي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۹ GMT+۰

مخکینی ولسمشر اشرف غني د پکتیکا د پېښې په غبرګون کې ویلي، چې ستونزې په وژلو، ځپلو او کړولو نه غوڅېږي او ددې لپاره عقل، تدبیر او منطق ته اړتیا ده. اشرف غني وايي، چې د پاکستان دوه ګونی سیاست چې افغانستان کې تاوتریخوالی شرعي او پاکستان کې یې ترهګري ګڼي، له عملي منطق سره اړخ نه لګوي.

اشرف غني پر خپل اېکس د چارشنیې په ورځ د مرغومي پر شپږه ولیکل ، چې « د ‌ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د جنایاتو په دوام، یو ځل بیا زموږ خاوره د بمباریو نښه شوې او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې زموږ ګډه وینه بیا په ډېرې بې رحمۍ بهول شوې ده».

مخکینی ولسمشر وايي، ددغو وژنو مرتکبینو هېره کړې چې د یوه بې ګناه انسان وژنه د ټول بشریت وژنه ده او له قاتلانو سره به یې د اعمالو جلا جلا حساب کېږي.

اشرف غني وايي، چې د پاکستان دوه ګونی سیاست چې افغانستان کې تاوتریخوالی شرعي او په پاکستان کې یې ترهګري ګڼي، له سیاسي تفکر او عملي منطق سره اړخ نه لګوي.

اشرف غني زیاته کړې ، لسیزې وشوې چې د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو د ولسونو د ځپنې او د ځینو کړیو د سیاسي ګټو لپاره هلته د تاوتریخوالي د پارونې او وژنې تګلاره پرله پسې پراخېږي. هغه زیاته کړې، « انګرېز استعمار له لویه سره دا کرښه د ګډ تاریخ، ګډ کلتور او ګډ فکر لرونکو ولسونو د بېلولو او د هغوی د ودې د مخنیوي لپاره ایستلې او د هغوی فزیکي امحا او وژنه یې دغه هدف ته د رسېدو وسیله ټاکلې وه».

نوموړی وايي، وینه هغه وخت درېدلی شي چې ټولو افغانانو ته په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوڅو ته له نورو قومونو سره په ګډه په بلوچستان کې د سوله ییز ژوندانهامکان او انتخاب ورکړل شي.

مخکینی ولسمشر زیاتوی، « افغانستان ته د ستراتېژیک سرحد د کتو پرځای باید د هغه بشپړې خپلواکۍ ته درناوی وشي».

هغه وايي، چې د نړۍ اوسني تلاطم او ګڼو ننګونو ته په کتو به دا عقلاني نه وي چې د خپلو ستونزو د غوڅولو لپاره نړیوالو بنسټونو او قدرتونو ته سترګې ونیول شي.

اشرف غني زیاته کړې چې خلک باید خپل برخلیک پخپله وټاکي او د مشورو، مفاهمو او یوه ملي او سیمه ییز بحث او جرګو له لارې یې عملي لارې چارې ولټوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر: د پـاکسـتان خلـک څو کسانو د شخصي ګټو لپاره یرغمل کړي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د افغانانو صبر دې نه ازمویي. خیرخواه وویل، چې دوه ورځې یې د استقلال او جوړېدو نه کیږي او پر افغانستان بریدونه کوي.

خیرالله خیرخواه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې چې ددې ډلې ګڼو چارواکو پکې ګډون کړی و، وویل، چې « خدای چاته په قهر شي، نو وزر ورکړي».

دغه طالب چارواکي وویل چې « موږ د ملت د ارادې خلاف نه شو تلای او د ملت اراده دا ده، چې که مېلمه مو دی[وزیرستاني کډوال] او که کوربه دی دا مصوونیت او حفاظت غواړي، ددې ټولو سره که بیا څوک تجاوز کوي او اراده یې وي، بیا دې دا فکر وکړي، چې دې درې امپراتوریو چې ماته خوړلې ده کومې توغندۍ یې پرې ورغورځولې وې».

هغه وویل چې که افغانان پیل وکړي، پاکستان ته به د وضعیت کنټرول ستونزمن شي.

خیرخواه زیاته کړه، « ستا حالت وګوره او پنځه توغندۍ جوړې کړې ګوره او دې ته نه ګورې افغانانو چې پنځه امپراتورۍ ماتې کړې، دوی توغندي درلودل که پرمختللې طیارې یې درلودې. زوی مړیه پنځه ورځې دې د خلاصیدو نه کیږي، چې استقلال دې اخستی».

خیرخوا وویل چې د پاکستان خلک څو کسانو یرغمل کړي او د شخصي ګټو لپاره حالات خرابوي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که دوی پاکستاني جنګیالي له جګړو را ونه ګرځوي، [پاکستاني پوځیان به] په افغانستان کې د ناټو د همکارانو په څېر په کوڅو کې پراته وي.

متقي پر پکتیکا د پاکستان برید د پاکستاني پلاوي سپکاوی وباله

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر پکتیکا د پاکستان هوايي برید ستر ظلم وباله او ویې ویل، چې افغانان د چا ښه او بد نه هېروي. امیرخان متقي وویل: «موږ به د جهاد پر مهال د پاکستان احسانونه هېر نه کړو، خو نن به پر افغانستان د پاکستان یرغل هم هېر نه کړو.»

امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې پاکستان د پکتیکا په برید کې د وزیرستاني کډوالو په ګډون ماشومان، ښځې او سپین ږیري وژلي دي.

متقي ټینګار وکړ، چې د وزیرستان کډوالو لس کاله وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا د خپلو کورونو له ویجاړوېدو وروسته افغانستان ته پناه یووړه او اوس په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

هغه له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغانستان ته دې په سپکه سترګه نه ګوري.

متقي زیاته کړه چې پاکستان «باید پوه شي چې افغانستان یو باعزته ګاونډی، باعزته خلک او سیاستوال لري.»

هغه د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او انګریز برخلیک ته وګوري او له هغه دې عبرت واخلي.

متقي وايي، چې دامهال شوروي اتحاد نه شته افغانستان شته، امریکا او ناټو تښتېدلې ده خو افغانستان شته.

هغه زياته کړه: « که افغانستان ته په سپک نظر ګورئ یو ځل د شوري اتحاد د واکمنو سره هم مشوره وکړئ، یو وار د انګریزانو تاریخ هم وګورئ، یو وار د امریکا او ناټو انجام هم وګورئ، چې په ټول غرب، اروپا او مریکا د یوه اوکراین دفاع نه شي کولی.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې له یوې خوا پاکستان خپل سیاسي پلاوی د خبرو لپاره کابل ته استولی او په ورته وخت کې یې پر پکتیکا برید کړی.

هغه د پاکستان دغه عمل د پاکستاني پلاوي د سپکاوي په مانا وباله.

د سه شنبې په ورځ د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته سفر وکړ او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل.

پاکستان وايي د پکتیکا په بریدونو کې د ماشومانو د وژل کېدو رپوټونه بې بنسټه دي

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي دي. د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ له عملیاتو دوه ورځې وروسته د خپل اونیز خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې «اسلام اباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري».

د پاکستان هوايي ځواک د سه شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څلور ځایونه په نښه کړل او ۴۶ تنه ملکي کسان یې ووژل.

پاکستان وايي چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.

طالبانو ددې بریدونو په غبرګون کې د پاکستان شارژدافیر احضار وکړ، خو له ځوابي عمل نه یې ډډه کړې ده.

ممتاز زهرا بلوڅ وویل، « پاکستان د خپلو خلکو لپاره متحد دی. پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو کې عملیات ترسره کړي دي».

هغې وضاحت ورکړ: « پاکستان دغه استخباراتي عملیات د افغانستان په سرحدي سیمو کې ترسره کړي دي».

دې چارواکې ټینګار وکړ چې پاکستان « تل له افغانستان سره په اړیکو کې خبرو ته لومړیتوب ورکړی دی». هغې وویل: « موږ د افغانستان بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لرو».

ممتاز بلوڅ د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، « پاکستان نه غواړي د افغانستان مساله د رسنیو له لارې مطرح کړي. دا یوه دوه اړخیزه مساله ده چې افغان چارواکي هم پرې خبر دي او موږ هم».

نوموړې زياته کړه، چې د پاکستان ټول تمرکز د پولې پر مديريت، ترهګرۍ، سوداګرۍ او د دواړو غاړو د خلکو پر هوساینې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په هوایي برید کې د ماشومانو د وژل کیدو رپوټونه بې بنسټه وګڼل او غوښتنه یې وکړه چې په هوایي بریدونو کې د وژل شویو په اړه د ټولنیزو رسنیو پر رپوټونو باور ونه کړي.

‏ د بشري حقونو سازمان حال وش: د ایران حکومت یو افغان وګړی په دار ځړولی دی

۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۱۶ GMT+۰

د بشري حقونو سازمان حال وش وايي، د ایران حکومت د دغه هیواد د مشهد په وکیل اباد زندان کې یو افغان وګړی په دار ځړولي دی. د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د ایران حکومت یوازې په لیندۍ میاشت کې د افغانانو په ګډون ۱۳۱ تنه اعدام کړي.

د بشري حقونو سازمان حال وش نن پنجشنبه د (مرغومي شپږمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران حکومت د مشهد په وکیل اباد زندان کې یو افغان وګړی اعدام کړی دی.

ویل کیږي دغه کسان د «مخدره توکو چاقاق» په تور په اعدام محکوم شوی و، په دار ځړول شوی.

د عبدالرحمان اسحاقزی په نوم دغه اعدام شوی کس د افغانستان د فراه ولایت اصلي اوسیدونکی دی چې د نشه‌يي توکو د قاچاقو په تور په دار شوی.

د دغه بندي د اعدام خبر د ایراني رسنیو او یا حکومتي سرچینو له لوري د دغه خبر تر لیکلو پورې نه دی خپور شوی.

د هغو بندیانو اعدامول چې د «مخدره توکو د قاچاقو» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوي دي. د ۲۰۲۲ پرتله، چې ۲۵۶ کسان د «مخدره توکو قاچاق» په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴٪ زیاتوالی په کې راغلی او په دې لړ کې ۴۷۱ اعدامونه ثبت شوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د دغه هیواد حکومت په تېره نومبر میاشت کې د ۱۲ افغانانو په ګډون ۱۴۴ زندانیان په ایران کې اعدام کړي دي. دغه سازمان وايي، په اعدام شویو کې څلور ښځې، یو یهودي-ایرانی وګړی او یو ذهني ناروغ هم شامل و.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دغې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

اېنډېپېنډنټ : د امریکا له خوا پاتې شوي هاموې ټانکونه د ویجاړېدو په حال کې دي

۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۰

اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پرمهال په افغانستان کې د ۷،۲ میلیارد ډالرو څخه ډېر پوځي تجهیزات پاتې شوي و.

د ارپن رای د راپور له مخې، د دغه تجهیزاتو ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او ډېری یې د ویجاړېدو او کباړ کېدو په حال کې دي.

د اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا له لورې په افغانستان کې پاتې شوې سلګونه امریکايي هاموې ټانکونه اوس په خځلو کې پراته دي او په خراب حالت کې د طالبانو په واک کې دي.

دوی وايي، طالبان له دغو امریکايي هاموې ټانکونو څخه د خپل پوځي نښې د کمپاین په توګه استفاده کوي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان له څو ولایتونو څخه د سپوږمکۍ له لارې په اخیستل شویو تازه انځورونو کې ښکاري، چې دغه امریکايي هاموې ټانکونه ویجاړ شوي، پرزې یې خلاصې شوي او په تازه هوا کې د ودانیو په شاوخوا کې پراته دي.

د دغه راپور له مخې، امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د ګډوډ وتلو د وروستیو اونیو پرمهال هڅه وکړه، چې د کمپیوټري سیسټمونو په ګډون خپل ډېری پوځي تجهیزات ویجاړ او له منځه یوسي.

خو د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبانو ته د امریکا له لورې د روزل شویو افغان ځواکونو تسلیمېدو او د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته ډېر امریکايي پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ولیدل.

پنټاګون وايي، چې امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د ۷،۲ ملیارد ډالرو څخه زیات ارزښت لرونکي پوځي تجهیزات پرېښودل.

خو طالبان ډېری وخت دغه امریکايي پوځي تجهیزات په خپلو لویو نمایشي غونډو کې لکه د اګسټ په میاشت کې په بګرام پوځي اډه او ولایتونو کې نندارې ته وړاندې کوي.

د اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې د کابل، کندهار، هرات، خوست او غزني ولایتونو څخه د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي انځورونه څېړلي، چې په کې لیدل کېږي هاموې ټانکونه، رینجر موټرونه او پوځي توکي چې د امریکايي پوځیانو له لورې افغان پولیسو او اردو ته ورکړل شوي وو، پراته دي.

د دغه هاموې (زغره وال) ټانکونو ډېره برخه په کابل هوايي ډګر او د کندهار په هوايي ډګر کې لیدل شوي دي.

دغې رسنۍ په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي انځورونه سره پرتله کړي دي او وايي، ورستیو انځورونو کې لیدل کیږي، چې دغه امریکايي پوځي توکي په ډېر خراب حالت کې پراته دي.

استخباراتي څېړونکی او شنونکی قیس علمدار وايي، چې د افغانستان په لږ تر لږه ۲۰ سیمو کې د امریکا له لورې پاتې شوي هاموې ټانکونه او پوځي وسایل لیدل شوي دي.

نوموړی وايي:«د طالبانو له واکمنۍ څخه مخکې د انځورونو پرتله کول ښيي، چې دوی(طالبان» نور د ناټو د دې ګران بیه ماشینونو د ساتلو توان نلري او د دې لپاره ډېر دلیلونه شته، چې تر ډېره بریده ددغو وسایلو د ساتنې او د هغوی د چلولو لپاره د ګران بیه تیلو مصارف پوره کولی نه شي.»

ښاغلی علمدار وايي، چې طالبان واک ته د رسېدو په لومړیو څو میاشتو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ګزمو لپاره د نورو موټرونو تر څنګ دا هاموې ټانکونه هم کارول، خو د وخت په تېرېدو سره داسې ښکاري، چې لسګونه یې ویجاړ کړي دي.

له دې سره، د تېر حکومت د جنايي جرمونو د څېړني د برخي یو افغان نظامي بسم الله تابان وايي، چې د هاموې ټانکونو د چلولو لپاره تېل ګران دي او د ترمیم لپاره یې پرزې د امریکا او اروپايي بازارونو څخه بهر ترلاسه کول ناشونې دي.

نوموړی زیاتوي:«دا یوازې د تېلو خبره نه ده، چې د یو عادي موټر په پرتله پنځه یا شپږ ځله ډېر مصرفوي، بلکې تاسو د هاموې یوه کوچنۍ برخه هم په افغان بازار کې نه شئ موندلی. د هاموې ساتنه ګرانه ده او په ریښتیا سره چې د طالبانو له توان څخه لوړ کار دی.»

اېنډېپېنډنټ وايي، د افغانستان په سرحدونو او امنیتي پوستو کې ولاړ هاموې له امریکا څخه غلا شوي ټانکونه دي.

دغه ورځپاڼه وايي، چې طالبانو د خپل ځواک په یوه نادره ننداره کې د طالبانو د جګپوړي وزیر خلیل الرحمان حقاني د جنازې د مراسمو د ساتنې لپاره د هاموې ټانکونو کتارونه هم جوړ کړي وو.

ژورنالېسته او د افغانستان په اړه شنونکې لین اوډونیل وايي، چې طالبان د پرزو د نشتوالي له امله دا هاموې ټانکونه په کباړ بدلوي.

د نوموړې په خبره، د سپوږمکۍ انځورونو څو هاموې ښودلي، چې پرزه شوي یا په بشپړه توګه تش شوي دي.

نوموړې دې پوښتنې ته په اشارې سره چې طالبانو څنګه وکولی شول د امریکا بلک هاک چورلکې بیا ترمیم کړي وویل، چې امریکا د پوځي تجهزاتو د بیا ترمیم په برخه د میلیاردونو ډالرو په لګښت افغان پوځیانو ته روزنه ورکړې وه.

په ورته مهال سیګار په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې امریکا د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو د پراختیا او ساتلو په برخه کې شاوخوا ۸۳ میلیارده ډالر مصرف کړی دی.

د تېر نظام د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وايي، چې داسې اندېښني شته چې طالبان به وکولی شي د پاکستان او ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو له لارې په تور بازار کې د پخوانیو امریکایي پوځي تجهیزاتو د پرزو په پلورلو سره خورا ډېري پیسي په لاس راوړي.

نوموړی وايي:«کله چې طالبانو د دفاع وزارت ډیپوګان ونیول، نو لوټ شوي ډېر شیان، وسلې، مهمات او د دې موټرو پرزې یې غلا کړې او ټول یې د پاکستان په تور بازارونو کې وپلورل.»

د سراج په خبره، ډېر ژر به طالبان د ناټو دغه هاموې ټانکونه د کباړ په څېر د پاکستان په بازارونو کې وپلوري، خو دا لا نه ده څرګنده چې وروسته به پاکستان دغه وسایل څه ډول وکاروي.