فضلي: له طالبانو سره د جوړ جاړي هڅې د بهرنیانو د شومو پلانونو یوه برخه ده

د افغانستان دجمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي د (مرغومې ۵مه) په تازه څرګندونو کې ویلي، له طالبانو سره د جوړ جاړي هڅې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د بهرنیانو په مالي ملاتړ روانې دي او د هغو د شومو پلانونو یوه برخه ده.





