د طالبانو دفاع وزارت ومنله چې له پاکستاني ځواکونو سره یې جګړه کړې

د طالبانو دفاع وزارت نن شنبه د مرغومي اتمه په رسمي ډول ومنله چې پر ډیورنډ کرښه یې د افغانستان په سوېل ختيځ کې له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې. دغه وزارت د اوښتو زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.