طالبانو په سرپل ولایت کې د نهو روغتونونو له جوړولو خبر ورکړ

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزارت په هڅو د سرپل ولایت په نهو ولسوالۍ کې د ۱۹۸ مېلیونه افغانیو په لګښت ۹ روغتونونه جوړوړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزارت په هڅو د سرپل ولایت په نهو ولسوالۍ کې د ۱۹۸ مېلیونه افغانیو په لګښت ۹ روغتونونه جوړوړي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د والي ویاند حبیبالله مسرور وایي، چې همداراز د سرپل په لرې پرتو سیمو کې د روغتیا نړۍوال سازمان په همکارۍ ١٣ نور روغتیایي مرکزونه او کلینیکونه هم جوړېږي.نوموړي زیاته کړې، چې د دغو پروژو موخه د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړول او د خلکو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو پراخول دي.تر دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتيا وزارت (د لېندۍ په ۲۲مه) خبر ورکړی و، چې په ۳۱۸ ولسوالیو کې دولتي روغتونونه جوړوي.دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دغه روغتونونه به د شپږ مېلیارده افغانیو په لګښت له خپلې کورنۍ بودجې څخه تمویل کړي.طالبانو له یوې خوا په طبي موسسو کې د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګولي او له بل پلوه په بېلابېلو ولایتونو کې د نویو روغتیایي مرکزونو له جوړولو خبر ورکوي.


د طالبانو اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې نادولتي موسسو ته تازه خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې کړي. د طالبانو مشر ملا هبتالله دغه پرېکړه په خپل تازه فرمان کې کړې ده.
افغانستان انټرنشنل د هغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې ده چې د طالبانو له لوري اکبر موسسې ته استول شوی چې په کې د طالبانو اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو اینجوګانو ته ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به یې جوازونه لغوه کړي او دفترونه به یې هم ور وتړلي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله یو شمېر موسسو وار له مخه په دفترونو کې د ښځینه وو کارځایونه له نارینه وو جلا کړي او ځینو موسسو لا د ښځینه کارکوونکو شمېر هم کم کړی دی.
د طالبانو له لوري روانو بندیزونو د افغانانو پر رواني حالت خورا بدې اغېزې کړي او پر ښځینه وو سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې انجونې په رواني ناروغیو اخته شي.
د مسکا (مستعار نوم) په نوم یوه کابل مېشتې پېغله وايي، د جمهوریت پر مهال به هر سهار له خوبه تر پورته کیدو وروسته د طالبانو له لوري د ترسره شويو ترهګریزو بریدونو له بدو خبرونو خبریده او اوس بیا هره ورځ له خوبه تر پاڅیدو وروسته د ښځو په اړه د طالبانو تازه بندیزونه اوري.
ویل کېږي تېره اوونۍ د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل مشر ملا هبتالله لیدو لپاره کندهار ته تللی و، څو یې قانع کړي چې پر نادولتی موسسو بندیزونه نه لګوي؛ خو د راپورونو له مخې طالب مشر یې دا وړاندیز نه دی منلی.

د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو او کرنې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه پورې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ زره او ۵۰۰ بزګرانو ته د حاصلاتو د ښه تولید په موخه روزنیز پروګرامونه چمتو کړي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې دغه روزنیز پروګرامونه بزګرانو ته د دوی د مهارتونو د لوړولو او د تولید د کچې د زیاتیدو په برخه ښه موقعې وې، څو خپلې کرنیزې ځمکې په ښه توګه مدیریت کړي.
د خوراکي توکو او کرنې نړۍواله اداره وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۷۳۹ روزنیز پروګرامونه چمتو کړي چې د مسلکي روزونکو له لوري په کې بزګرانو ته د ښو حاصلاتو د ترلاسه کیدو لارې چارې هم ور وښودل شوې دي.
په افغانستان کې کروندګر له وچکالۍ څخه هم کړېږي چې دې حالت یې هم په اقتصادي او کاري ژوند خورا بدې اغېزې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د پخوانیو راپورونو پر بنسټ ۱۴ میلونه افغانان د خوراکي توکو مصوونیت نه لري او وچکالۍ په ټول افغانستان کې نږدې اوه سوه میلیونه وګړي له ګواښ سره مخ کړي دي.
د کرنیزو چارو کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره باید د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په بېلابېلو سیمو کې ذخیروي بندونه جوړ شي.

د روسبې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې روسیه د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ترینګلي وضعیت اندېښمنه ده. هغې وویل، چې روسیه د طالبانو له حکومت او پاکستان څخه د زغم غوښتنه کوي او له دواړو خواوو غواړي چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اغلې زاخارووا په حواله په خپله پاڼه لیکلي: «روسیه د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلتیاوو له ډېرېدو اندېښمنه ده، چې د نښتو له امله نه یوازې پوځیان؛ بلکې ولسي وګړي هم وژل کېږي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې طالبانو او پاکستان ته سپارښتنه کړې، چې د اختلافاتو د سولهییز حل لپاره دې "رغنده خبرې" وکړي.
تېره ورځ او وړمه شپه پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځایه جګړه شوې چې دواړو لوریو یو بل ته د زیانونو د اوښتو دعوې کړې دي.
دغه ترینګلتیا له هغه وروسته رامنځته شوه چې د تېره اوونۍ پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څو ځایه هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې تر ۵۰ زیات کسان په کې وژل شوي چې ډیری یې ولسي وګړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایفاېاو) ویلي، چې مراکشي ملخان د افغانستان د غنمو تولید لپاره له تر ټولو لویو ګواښونو څخه ګڼل کېږي او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې له دغو حشرو څخه د خوندیتوب په برخه کې مبارزه کړې ده.
یاد سازمان په دې باور دی چې دغه ناورین کولای شي د میلیونونو کسانو د خوړو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دغه ناورین پر وړاندې یې پراخې هڅې کړې دي.
دغه سازمان ویلي چې د میخانیکي او کیمیاوي لارو چارو په کارولو سره، توانېدلی چې۴۰,۸۷۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د مراکشي ملخانو له یرغل څخه خوندي کړي.
وايي، دغه هڅې د اقتصادي زیانونو کمولو او د افغانانو د خوړو امنیت تضمینولو لپاره ترسره شوې دي.
د دغه سازمان کارپوهانو ټینګار کړی چې یاد اقدامات به نه یوازې اوسنی وضعیت ښه کړی، بلکې هېواد یې د راتلونکو کرنیزو ننګونو د مخنیوي لپاره هم چمتو کړی دی.
مراکشي ملخان په ۲۰۲۰ کال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې افغانستان ته ننوتي چې د هېواد شمالي او لوېدیځ ولایتونه یې ډېر زیانمن کړي دي.
تر دې مخکې مراکشي ملخانو د شمالي افریقا، منځني ختیخ، د مرکزي اسیا ګڼ هېوادونه او د افغانستان په ګاونډ کې یې د ایران تر څنګ ازبکستان هم لاندې کړی وو.
مراکشي ملخان خاورین رنګ لري چې په ډله ییزه توګه مزل کوي. دغه ملخان په غنمو او جوارو سربېره د نورو کرنیزو توکو پاڼې او ان واړه بوټي خوري چې په چټکۍ سره یې شمېره هم زیاتیږي. وچ اقلیم او د بارانونو کموالی د دې ملخانو د خپریدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

په پاکستان کې د ایالتونو، سرحدي سیمو، کشمیر او د ګلګېت بلتستان د چارو وزیر امیر مقام ویلي، حکومت یې د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو ته هڅولی دی. هغه وايي، د پاکستان حکومت دې له افغان کډوالو سره له سختۍ کار نه اخلي.
نوموړي په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې تر اوسه پورې د شاوخوا درې مېلیونه افغان کډوالو کوربه دی او له ۱۹۹۰ کال راهیسې ورته هر ډول بنسټیزې اسانتیاوې برابروي.
هغه دارنکه د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګتیاوو ته په اشارې سره وویل، چې سولهییز افغانستان د پاکستان په ګټه دی او د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
وفاقي وزير د بهرنيو مرستندويه ادارو د مرستې ستاینه وکړه او هيله یې څرګنده كړه، چې نړۍواله ټولنه او بهرنۍ مرسته كوونكي به دغه مېليونونه افغان كډوال په پاكستان كې يوازې نه پرېږدي او مرستې به يې جاري ساتي.
دغه ځرګندونې داسې مهال کېږي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د روان کال (د وږي له ۲۴مې د لېندۍ تر ۱۰مې) پورې له ۷۸۳ زرو ډېر کډوال له پاکستانه بېرته ستنېدلي دي.