• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نادولتي موسسو ته د طالبانو ګواښ؛ که ښځینه کارکوونکي له دندو لرې نه کړئ ‌دفترونه در تړو

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې نادولتي موسسو ته تازه خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې کړي. د طالبانو مشر ملا هبت‌الله دغه پرېکړه په خپل تازه فرمان کې کړې ده.

افغانستان انټرنشنل د هغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې ده چې د طالبانو له لوري اکبر موسسې ته استول شوی چې په کې د طالبانو اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو اینجوګانو ته ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به یې جوازونه لغوه کړي او دفترونه به یې هم ور وتړلي.

اکبر موسسې ته د طالبانو اقتصاد وزارت له‌خوا استول شوی مکتوب
100%
اکبر موسسې ته د طالبانو اقتصاد وزارت له‌خوا استول شوی مکتوب

د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله یو شمېر موسسو وار له مخه په دفترونو کې د ښځینه وو کارځایونه له نارینه وو جلا کړي او ځینو موسسو لا د ښځینه کارکوونکو شمېر هم کم کړی دی.

د طالبانو له لوري روانو بندیزونو د افغانانو پر رواني حالت خورا بدې اغېزې کړي او پر ښځینه وو سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې انجونې په رواني ناروغیو اخته شي.

د مسکا (مستعار نوم) په نوم یوه کابل مېشتې پېغله وايي، د جمهوریت پر مهال به هر سهار له خوبه تر پورته کیدو وروسته د طالبانو له لوري د ترسره شويو ترهګریزو بریدونو له بدو خبرونو خبریده او اوس بیا هره ورځ له خوبه تر پاڅیدو وروسته د ښځو په اړه د طالبانو تازه بندیزونه اوري.

ویل کېږي تېره اوونۍ د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل مشر ملا هبت‌الله لیدو لپاره کندهار ته تللی و، څو یې قانع کړي چې پر نادولتی موسسو بندیزونه نه لګوي؛ خو د راپورونو له مخې طالب مشر یې دا وړاندیز نه دی منلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د خوراکي توکو او کرنې اداره وایي، روان کال یې د نږدې ۲۰ زرو بزګرانو وړتیاوې لوړې کړې دي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو او کرنې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه پورې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ زره او ۵۰۰ بزګرانو ته د حاصلاتو د ښه تولید په موخه روزنیز پروګرامونه چمتو کړي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې دغه روزنیز پروګرامونه بزګرانو ته د دوی د مهارتونو د لوړولو او د تولید د کچې د زیاتیدو په برخه ښه موقعې وې، څو خپلې کرنیزې ځمکې په ښه توګه مدیریت کړي.

د خوراکي توکو او کرنې نړۍواله اداره وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۷۳۹ روزنیز پروګرامونه چمتو کړي چې د مسلکي روزونکو له لوري په کې بزګرانو ته د ښو حاصلاتو د ترلاسه کیدو لارې چارې هم ور وښودل شوې دي.

په افغانستان کې کروندګر له وچکالۍ څخه هم کړېږي چې دې حالت یې هم په اقتصادي او کاري ژوند خورا بدې اغېزې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د‌ پخوانیو راپورونو پر بنسټ ۱۴ میلونه افغانان د خوراکي توکو مصوونیت نه لري او وچکالۍ په ټول افغانستان کې نږدې اوه سوه میلیونه وګړي له ګواښ سره مخ کړي‌ دي.

د کرنیزو چارو کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره باید د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په بېلابېلو سیمو کې ذخیروي بندونه جوړ شي.

روسیې د طالبانو له حکومت او پاکستان د زغم غوښتنه کړې

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د روسبې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې روسیه د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ترینګلي وضعیت اندېښمنه ده. هغې وویل، چې روسیه د طالبانو له حکومت او پاکستان څخه د زغم غوښتنه کوي او له دواړو خواوو غواړي چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اغلې زاخارووا په حواله په خپله پاڼه لیکلي: «روسیه د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلتیاوو له ډېرېدو اندېښمنه ده، چې د نښتو له امله نه یوازې پوځیان؛ بلکې ولسي وګړي هم وژل کېږي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې طالبانو او پاکستان ته سپارښتنه کړې، چې د اختلافاتو د سوله‌ییز حل لپاره دې "رغنده خبرې" وکړي.

تېره ورځ او وړمه شپه پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځایه جګړه شوې چې دواړو لوریو یو بل ته د زیانونو د اوښتو دعوې کړې دي.

دغه ترینګلتیا له هغه وروسته رامنځته شوه چې د تېره اوونۍ پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څو ځایه هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې تر ۵۰ زیات کسان په کې وژل شوي چې ډیری یې ولسي وګړي دي.

پر افغانستان د مراکشي ملخانو یرغل؛ د غنمو حاصلاتو ته یې جدي ګواښ پېښ کړی

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف‌اې‌او) ویلي، چې مراکشي ملخان د افغانستان د غنمو تولید لپاره له تر ټولو لویو ګواښونو څخه ګڼل کېږي او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې له دغو حشرو څخه د خوندیتوب په برخه کې مبارزه کړې ده.

یاد سازمان په دې باور دی چې دغه ناورین کولای شي د میلیونونو کسانو د خوړو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دغه ناورین پر وړاندې یې پراخې هڅې کړې دي.

دغه سازمان ویلي چې د میخانیکي او کیمیاوي لارو چارو په کارولو سره، توانېدلی چې۴۰,۸۷۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د مراکشي ملخانو له یرغل څخه خوندي کړي.

وايي، دغه هڅې د اقتصادي زیانونو کمولو او د افغانانو د خوړو امنیت تضمینولو لپاره ترسره شوې دي.

د دغه سازمان کارپوهانو ټینګار کړی چې یاد اقدامات به نه یوازې اوسنی وضعیت ښه کړی، بلکې هېواد یې د راتلونکو کرنیزو ننګونو د مخنیوي لپاره هم چمتو کړی دی.

مراکشي ملخان په ۲۰۲۰ کال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې افغانستان ته ننوتي چې د هېواد شمالي او لوېدیځ ولایتونه یې ډېر زیانمن کړي دي.

تر دې مخکې مراکشي ملخانو د شمالي افریقا، منځني ختیخ، د مرکزي اسیا ګڼ هېوادونه او د افغانستان په ګاونډ کې یې د ایران تر څنګ ازبکستان هم لاندې کړی وو.

مراکشي ملخان خاورین رنګ لري چې په ډله ییزه توګه مزل کوي. دغه ملخان په غنمو او جوارو سربېره د نورو کرنیزو توکو پاڼې او ان واړه بوټي خوري چې په چټکۍ سره یې شمېره هم زیاتیږي. وچ اقلیم او د بارانونو کموالی د دې ملخانو د خپریدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د زعفرانو له کښته ملاتړ کوو

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۰ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې افغانستان کې د زعفرانو له کښت او پروسس څخه ملاتړ کوي. دغه پروګرام پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي: «افغانستان کې د زعفرانو له کروندګرو سره د تخمونو او دغه ګران بیه درملو په وده او پروسس کې مرسته او ملاتړ کوو.»

دغه پروګرام زعفران د نړۍ د سور رنګي سره زرو په نوم یاد کړي دي.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې دغه ملاتړ د کورنیو د تغذیه کولو او دوامداره فرصتونو رامنځته کولو لپاره یو ښه فرصت دی.
دمګړۍ د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې زعفران کرل کېږي او تر ټولو ډېر تولید یې په هرات ولایت کې کېږي.
تر دې وړاندې د افغانستان د زعفرانو د ټولنې مسوولینو ویلي و، چې یوازې په هرات ولایت کې شاوخوا ۵۰ زره ښځې د زعفرانو په کروندو کې په کار بوختې دي او له دې لارې خپل اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې ښځې له کار او زده‌کړو معنه کړې دي، چې د زعفرانو په کار کې بوختې ۵۰ زره ښځې لا هم له ښه چانس برخمنې دي.

دا مهال د افغانستان زعفران په نړۍ کې تر نورو ښه مارکیټ لري خو په دې وروستیو کې ایران دعوه کړې وه چې افغانستان د ایران زعفران قاچاق کوي او په نړۍوال مارکیټ کې یې په خپل نوم پلوري.

جلالي: پر ډيورنډ کرښه پاکستاني لوري سره د طالبانو نښتې د ویډيويي لوبې سناریو ده

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي پر پاکستاني ځواکونو د طالبانو د بریدونو په اړه لیکلي، چې ادعا یوازې د سیاسي مخ ژغورلو د هڅې په توګه وړتیا لري: «په نظامي لحاظ ادعا یوازې ادعا ده.»

د طالبانو د دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په پکتیکا ولایت کې یې "د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا" د پاکستاني ځواکونو له هوايي برید څلور ورځې وروسته ځوابي بریدونه پیل کړي دي.
علي احمد جلالي په خپل اېکس کې د طالبانو له لورې پر ډيورنډ کرښه له پاکستاني لوري سره نښتو ته په غبرګون کې لیکلي: «د طالبانو د حکومت ادعا چې پر پاکستان یې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي او همدارنګه د اسلام اباد دا ادعا چې په خپله خاوره کې یې د داعش-طالبانو احتمالي نفوذ مخه نیولې، د یو ډول ویډیو لوبې سناریوګانو سره ورته والی لري».
د شنبې په ورځ طالبانو له خوست او پکتیکا ولایتونو په بریدونو کې د پښتونخوا په شمالي وزیرستان او کورمه کې د پاکستاني لوري په پوستو بریدونه کړي.
راپورونه وایي، چې په دې بریدونو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

طالبان او د تېر حکومت چارواکي دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض ګڼي.

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې، په دغو بریدونو سره به ترینګلتیاوې لا پسې زیاتې شي.