فایق: د طالبانو له لورې د ښځو په کار بندیز له افغانانو سره ښکاره دوښمني ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو استازي نصیر احمد فایق د طالبانو له لورې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز په غبرګون کې ویلي، چې د فشارونو زیاتوالی او د وسیلې په توګه د بشردوستانه مرستو کارول له افغان ولس سره د دوښمنۍ ښکاره بېلګه ده.