د اسراییل پوځ: په غزه کې به جګړه وغځېږي

د اسراییل لوی درستیز د یکشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې به جګړه اوږده وي او ژر به پای ته ونه رسېږي.

د اسراییل لوی درستیز د یکشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې به جګړه اوږده وي او ژر به پای ته ونه رسېږي.
هرزي هالوي دغه راز زیاته کړه، چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن حماس او حزب الله ډلې له پوځي اړخه کمزورې شوې دي او د جګړې د دوام توان نه لري.
هالوي د دغو جګړو اوږدمهالۍ ته په اشارې سره وویل: «که څه هم درانه لګښتونه مو کړي، خو پایلې یې هم ګورو.»
نوموړی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې له دوو اونیو راهیسې امریکا، قطر او مصر د اوربند د څو پړاونو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو په موخه هڅې زیاتې کړي دي.
حماس د جګړو د پایته رسېدو او د اسراییلي ځواکونو د شا تګ غوښتنه کوي، خو اسراییل په غزه کې د حماس د حاکمیت په پایته رسېدو ټینګار کوي او وایي، چې دغه ډله اسراییل ته ګواښ ده.
د اسراییل لوی درستیز تر دې وړاندې د لبنان سویل ته په سفر کې ویلي و، چې د حزب الله ماته د اوس لپاره اسراییل ته بریا نه ده.
هالوي همداراز ویلي، چې د اسراییل امنیتي وضعیت ډېر ښه شوی دی.
نوموړی پرته له دې چې ایران ته اشاره وکړي وویل: «مونږ په ټولو سرحدونو کې جنګېږو او ځيني نور عملیاتونه هم له اسراییل څخه لرې ترسره کېږي.»


د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن شیباني وایي، چې دوی به د دغه هېواد د ښځو ترڅنګ ودرېږي او له حقونو به یې ملاتړ وکړي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د دې هېواد ټول چارواکي د ښځو ترڅنګ درېږي او د دوی له حقونو به په هر اړخیزه توګه ملاتړ وشي.»
ښاغلي شیباني ټينګار کړی، چې دوی په ټولنه کې د ښځو په پیاوړتیا او فعاله رول باور لري.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد نوي حکومت عایشه الدبس د سوریې د ښځو چارو د مسوولې په توګه وټاکله.
تر دې وړاندې د سوریې په نوي جوړښت کې د ښځو د څنډې کولو په اړه اندېښنې ډېرې وې.
عایشه الدبس لومړنۍ مېرمن ده، چې د تحریر شام په مشرۍ د سوریې د نوي حکومت په چوکاټ په رسمي توګه ګومارل کېږي.
د سوريې د اسلامي ياغيانو له بريا سره، طالبانو د بشارالاسد د مخالفانو په ځانګړي ډول د تحریر شام ډلې د بریا هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه ډله په سوريه کې اسلامي حکومت ټينګ کړي.
خو د تحریر شام ډلې مشر احمد اشرع بیا له بي بي سي نیوز سره په مرکه وویل، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو د حکومت په څېر حکومت جوړ کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د طالبانو د مشر برخلاف به د ښځو او نجونو د زده کړو مخه و نه نیسي.
اشرع همداراز زیاته کړه، چې افغانستان او سوریه دوه هېوادونه له بېلابېلو سنتونو سره دي.

د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر تر هغه وروسته ومړ، چې څه باندې یو کال په روغتون کې و.
د امریکا ۳۹م ولسمشر د جورجیا د مونګلو یو بزګر و، چې په ۱۹۷۷ کال کې یې د ولسمشرۍ په څوکۍ د واک د ترلاسه کولو پر مهال په حکومت باندې د باور د بیرته راګرځولو په لټه کې و او بیا یې د بشرپالنې په توګه د نه ستړي کېدونکو کارونو له امله شهرت پیدا کړ.
هغه په ۲۰۰۲ کې د نوبل د سولې جایزه هم ترلاسه کړه.
جیمي کارټر د جورجیا له یوه فارم څخه د متحده ایالاتو ولسمشر او د نوبل جایزې ګټونکی او وروسته د سولې او بشري حقونو فعال شو.
کارټر په ۱۹۷۷ کې ولسمشر جیرالډ فورډ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د متحده ایالاتو ۳۹م ولسمشر شو.
هغه د متحده ایالاتو د نورو ولسمشرانو په پرتله اوږد ژوند وکړ.
د پخواني ولسمشر کارټر د ولسمشرۍ له دورې وروسته په سپینه ماڼۍ کې د هغه کارونه د بریالیو کارونو په توګه یادېدل.
نومړي په ۹۰ کلنۍ کې د بشري حقونو لپاره کار کاوه، کتابونه یې ولیکل، د اړو خلکو لپاره یې کورونه جوړ کړل، هره یکشنبه یې په ښوونځي کې ښوونه ورکوله او د سولې په لټه کې یې د نړۍ سفرونه وکړل.
کارټر د ولسمشرۍ دورې نه وړاندې د متحده ایالاتو د سمندري اکاډمۍ څخه فارغ شوی، د دغه هېواد سمندري ځواکونو په مرین پروګرام کې یې برخه اخیستې، دوه دورې د جورجیا ایالت سناتور او د والي په توګه دنده ترسره کړې.
د هغه کورنۍ د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې اعلان وکړ، چې هغه د روغتون د یو لړ لارښوونو وروسته په خپل کور کې دی او پالنه یې کېږي.
ځیني مبصرین هغه د ملت "د تر ټولو بریالي پخواني ولسمشر" په توګه یادوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د نښتو په غبرګون ویلي، چې دواړه لوري دې له زغم څخه کار واخلي او اختلافات دې د خبرو له لارې هوارې کړي.
ماریا زاخارووا د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې مسکو د پاکستان او افغانستان پر پوله د کړکېچ د زیاتېدو له امله اندېښمن دی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې زغم وښيي او رغنده خبرو ته کېني.
نوموړې همدا راز ویلي:"مسکو د پاکستان او افغانستان پر پوله د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی، چې نه یوازې پوځي بلکې ملکي وګړي هم په ډزو کې وژل کېږي. موږ پر ښکېلو غاړو غږ کوو، چې زغم وښيي او په سوله ییزه توګه د ټولو اختلافاتو د هواري په موخه رغنده خبرې اترې وکړي."
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې د پاکستان هوایي ځواکونو د سې شنبه په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د جټ الوتکو هوايي بريد وکړ، چې د طالبانو په وینا په دغه بريد کې وزیرستاني بې ځایه شوي په نښه شوي او ۴۶ ملکي کسان چې زیات شمېر یې ښځې او ماوشومان وو، په کې وژل شوي دي.
بل پلو، له دغه برید وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل، چې له ډیورنډ کرښې سره یې د «شریرو عناصرو او د دوی د ملاتړو» پوستې په نښه کړې دي.
دغه بریدونه شمالي وزیرستان او کورمه کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو شوي دي.

میخېل کاوالاشویلي، چې د لویدیز سخت منتقد ګڼل کیږي، د یکشنبې په ورځ د جورجیا د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل. دا مراسم په داسې حال کې وشول چې دغه هیواد له سیاسي کړکېچ سره مخ دی.
پخوانۍ ولسمشره سالومي زورابیشویلي، چې د واکمن ګوند مخالفه ده او د اروپايي اتحادیې ملاتړې ګڼل کیږي، د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه بهر خپلو ملاتړو ته وویل چې هغه د ماڼۍ پرېښودو ته تیاره ده، خو ټینګار یې وکړ چې کاوالاشویلي مشروع ولسمشر نه دی.
هغې وویل، چې « زه به له دې ځایه ووځم او له تاسې سره به یم».
هغې زیاته کړه، « زه مشروعیت له ځان سره وړم، بیرغ له ځان سره وړم، ستاسې باور له ځان سره وړم».
زورابیشویلي د اکتوبر په میاشت کې د پارلمان د ټاکنو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوست، چې په ترڅ کې یې قانون جوړوونکو کاوالاشویلي د ولسمشر په توګه وټاکه.
واکمن ګوند، چې په رسمي توګه یې په ټاکنو کې نږدې ۵۴ سلنه رایې ترلاسه کړې، ټینګار کوي چې ټاکنې شفافې وې او کاوالاشویلي مشروع ولسمشر دی.
لاریون کوونکو له پارلمان نه بهر د کاوالاشویلي د فوټبال پخوانۍ کاري دورې ته په اشارې، سره کارتونه پورته کړل.
ځايي رسنیو راپور ورکړ چې له پولیسو سره د شخړو په ترڅ کې لږترلږه شپږ کسان نیول شوي.
یوې لاریونوالې مریم جاپاریزې رویټرز ته وویل، « نن ورځ، دا ځانبولی حکومت موږ ته وايي چې د دوی نوي ولسمشر لوړه وکړه، خو زموږ لپاره، د جورجیا لپاره دلته نوی ولسمشر نشته». هغې زیاته کړه: « موږ یوازې یوه مشروعه ولسمشره لرو او هغه سالومي زورابیشویلي ده».
د جورجیا د اروپايي اتحادیې د غړیتوب غوښتنلیک ځنډول د پراخو مظاهرو سبب شوی.

یوي ایراني رسنۍ د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسون د غړي له قوله راپور ورکړی، چې ترکیه په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو سره پر ایران فشارونه واردوي.
نوموړي ویلي، چې په نیمروز کې د اوبو بند د افغانستان په لویدیز کې د اقلیم له اغیزو سره هیڅ تړاو نه لري او دا په ډاګه کوي، چې ایران تر فشار لاندې راولي.
د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسیون غړی ابوالفضل ظهره وند د ایران له انتخاب خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ترکان په افغانستان کې بندونه جوړوي او دوی فکر کوي، چې پر تهران په فشار راوړلو سره ایران کمزوری کوي.
نوموړی له افغانستان سره د اوبو مساله یوه ستراتیژیکه مساله بولي او وايي، «اوبه له افغانستان سره زموږ په اړیکو کې یوه ځانګړې ستراتیژیکه برخه ده. له بده مرغه په دې وروستیو کلونو کې د اړیکو په اړه د هر اړخیز نظر د نشتوالي له امله موږ ته زیانونه اوښتي او ان اوس هم هغه دوستان چې له طالبانو سره د بشپړې اړیکې په لټه کې وو، ځانونه د دې زیانونو مسوول نه ګڼي.»
دغه ایراني چارواکي په افغانستان کې د ترکیې له لوري د اوبو د بندونو د جوړولو په اړه وویل:«اوس دوی د زرنج په سیمه کې یو بل بند جوړوي او دا نوی بند د افغانستان په لوېدیزو برخو کې د اقلیم له اغیزو سره هیڅ تړاو نه لري او دا په ډاګه کوي چې دوی موږ تر فشار لاندې راولي او داسې ښيي چې موږ به د اوبو مسالې ته په اړیکو کې د ستراتیژیکې برخې په سترګه نه ګورو او تل مو ویلي چې طالبان ښه دي، اوبه یې را خوشې کړې دي، داسې او هغسې شوي، په داسې حال کې چې له هر هېواد سره په اړیکو کې زموږ د بنسټ ډبره باید ستراتیژیکې برخې وي.»
نوموړی دغه راز وايي، ترکیه په دې کار سره نه شي کولی چې ایران تر فشار لاندې راولي؛ بلکې که د خپل هېواد داخلي اوبه په ښه ډول مدیریت کړي هم ورته بسنه کوي.
د ایران د پارلمان دغه غړی وايي، چې د ترکیې په ګډون ځینې هېوادونه د ایران ختیزو برخو ته څیرمه د جیو پولیټیکي وضعیت او د خپل رول د ډېرولو په لټه کې دي.
نوموړي له افغانستان څخه د ایران د اوبو د حق او نوو تړونونو په اړه وویل:«په ټوله کې طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي او له همدې امله سم هویت نه لري او همدا اوس دوی په خپلو منځونو کې اختلافات لري او هغه کسان چې په کابل کې دي ژمنو او تړونونو ته ژمن نه دي.»
د ایران د اسلامی شورا د امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون دغه غړی په ټینګار سره وايي چې که امریکایان طالبان په رسمیت وپیژني، له ایران سره به یې چلند ګواښونکی وي.