زلمی خلیلزاد طالبانو ته: له ښځو سره چلند د سوریې له نویو واکمنو زده کړئ

د افغانسان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په سوریه کې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د یوې ښځې د ټاکل کیدو له امله طالبان هم ننګوولي دي.

د افغانسان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په سوریه کې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د یوې ښځې د ټاکل کیدو له امله طالبان هم ننګوولي دي.
زلمي خلیلزاد پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د سوریې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د میسا صابرین ټاکل کیدل یو مثبت ګام دی او طالبان باید ترې زده کړه وکړي.
هغه دغې ګومارنې ته په اشارې سره پوښتنه کړې چې ایا طالبان به دې ته پام وکړي؟
طالبانو د سوریې د نوي حکومت په لومړیو ورځو کې یو بل ته مبارکۍ ویلې او د تحریر الشام ډله یې خورا ډېره ستایله؛ خو اوس یې تازه د ښځینه وو د ګومارنو او له نړۍ والو سره تر تعامل وروسته پر اخیستونکو ګامونو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له لوري طالبان هم ننګول کېږي.
له طالبانو سره د دوحې د خبرو اترو پر مهال خلیلزاد په ټینګار سره ویلي و، چې طالبان اوس خورا بدل شوي او د نوېیمي لسیزې په څېر افراطي فکرونه نه لري؛ خو د هغه دغه څرګندونې د دې ډلې تر واکمنیدو وروسته برعکس ثابتې شوې.

د خوست پخواني والي حلیم فدایي د افغانستان او پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو او په سوشل میډيا کې د واخان کوریډور په اړه پروپاګنډ ته په غبرګون کې ویلي، په دې کار پاکستان هڅه کوي څو نیابتي ملیشې جوړې او په خپله امنیتي خپلواکۍ کنټرول وساتي.
په سوشیل میډيا داسې اوازې دي، چې د افغانسان واخان سیمه پاکستاني پوځ نیولې او یا یې نیسي څو د پاکستان برخه یې وګرځوي.
حلیم فدایي په خپل اېکس کې لیکلي: « څوک یې په ډېورنډ او څوک یې په واخان بوخت کړي دي. پاکستان له نېمې پېړۍ زیات په همدې موخه نیابتې ملیشې جوړوي ترڅو د هېواد سیاسي او امنیتي استقلالیت او بشپړ مدیریت لاس کې واخلي.»
نوموړی زیاتوي، چې پاکستان زیات شمېر خلک ګومارلي څو د افغانستان د قومونو ترمنځ هویتي حساس بحثونه راولاړ کړي، خو هغه څه چې ستونزه حل کوي هېڅوک هم ورته متوجه ندي.
د فدایي په خبره د افغانستان د سیاسي واک غم خوړل پکار دي.
وروسته له هغې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او په یو بل یې بریدونه وکړل، نو په سوشل میډيا د افغانستان د واخان سیمې موضوع ګرمه شوه چې ګنې پاکستانی پوځیان هڅه کوي، چې دغه سیمه د پاکستان برخه وګرځوي.
خو د چارو پوهاند په دې اند دي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې دا ډول کیسې او مانورونه هغه مهال کوي، چې کله ولس ته د ویلو لپاره ډېر څه نه لري.
پخوا هم ورته اوازې خپرې شوې وې، چې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب پرې سخت غبرګون وښود او واخان یې د افغانستان د سر په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې د سر په بدل به د خپل هېواد له سر څخه ساتنه وکړي

په کندهار ولایت کې د یوه افغان سوداګر په مالي لګښت د سلګونه وحشي او اهلي حیواناتو د ساتلو په موخه ژوبڼ جوړ شو.
دغه ژوبڼ د درې سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی، چې هره ورځ یې لیدو ته سلګونه کسان ورځي.
د راپورونو له مخې، په دغه ژوبڼ کې نږدې پنځوس ډوله وحشي او اهلي حیوانات ساتل کېږي.
د کندهار ولايت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول محمد حنيف حقمل رسنیو ته ویلي:«دغه ژوبڼ د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په ۲،۵ جريبه ځمکه کې د کندهار ښار په مربوطاتو کې جوړ شوى دى».
نوموړي د دې ژوبڼ د جوړېدو موخه د خطرناکو او له انقراض سره د مخ ژوو د انقراض مخنیوی بللی دی او وایي، چې په دې ځای کې به د دغو ژوو د نسل په زیاتوالي کار وشي.
هیره دې نه وي، چې کندهار له دې ژوبڼ وړاندې هم یو ژوبڼ درلود، خو د نه پاملرنې له امله یې ژوي مړه شول او یاد ژوبڼ هم پسې له منځه ولاړ.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له کمنېدو وروسته د ژوو د ساتنې او پاملرنې په موخه داسې یو ژوبڼ جوړېږي.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېری وخت نیوکې دا دي، چې د تفریح ځایونو په جوړولو او ساتلو کې اړوند مسوولان پاملرنه نه کوي.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره په کتنه کې ویلي، چې له طالبانو سره د سیمې هېوادنو او د نړۍ اړیکې پراخې کړي.
سهیل شاهین اداري مرستیال حنفي ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې یاد دفتر به ددغې ډلې د ګټو د دفاع لپاره وکاروي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، عبدالسلام حنفي سهیل شاهین ته ویلي، چې د دغه دفتر مسوولین باید د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراخولو او پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
د قطر پروسه او یا په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړېدلو نظریه د طالبانو د استازو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو او مذاکرو په نتیجه کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې رامنځته شوه.
دغه دفتر په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شو، چې موخه یې د نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت او د افغانستان له پخواني حکومت سره د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرول وو.
که څه هم دغه دفتر په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګېدو ته زمینه مساعده کړه، خو د درېو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه د دغه دفتر مسولین بریالي نشول، چې د نړۍ او سیمې په هېوادونو د طالبانو نظام په رسمیت وه پېژني.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې درې سوه کسان یې د انساني قاچاق په تور نیولي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، یاد کسان په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د انساني قاچاق کوونکو لپاره دغه وزارت یوه څلور کلنه ستراتیژي جوړه کړې ده.
د نوموړي په خبره، انساني قاچاق وړونکي زیات شمېر یې له افغانستان د باندې دي، چې په دې اړه د ایران او پاکستان حکومتونو سره مالومات شریک شوي دي.
د کورنیو چارو وزات له دغه خبر نږدې لس ورځې وړاندې د دغه ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده یاد ورازت ته سپارښتنه کړې وه، چې د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، بندیان یې کړي او نظامي محکمو ته دې وسپاري.
مولوي هبت الله په دې اړه فرمان کې د خپلې ډلې د کورنیو چارو، دفاع، سرحدونو او قبایلو وزارت او استخباراتو ادرې ته امر کړی، چې انساني قاچاقبر تعقیب او بندي کړي.
د راپورونو له مخې، بېکاري، امنیتي ستونزي او د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونه هغه لاملونه دي، چې اوس هم هره ورځ لسګونه افغانان پر غري قانوني لارو له افغانستان څخه وځي.

پاکستانۍ ورځپاڼې "نېشن" په یوه مقاله کې له طالبانو سره د دغه هېواد وروستیو شخړو ته په اشارې سره لیکلي، چې پر پاکستان د افغانستان "سخت تکیه" او "د پام وړ ګټه" چې اسلام اباد یې لري، افغانستانه سخت زیانمن کړی.
نېشن د پاکستان په وړاندې د افغانستان د ستراتیژیکو زیانونو په اړه په یوه تحلیل کې لیکلي، "په اېکس خواله رسنیو کې د طالب پلوه بیانیې د هېواد د اقتصادي، ډیپلوماټیکو او امنیتي ثبات لپاره په پاکستان باندې د افغانستان د دروند انحصار په اړه بحثونه راپارولي دي."
د نېشن ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانستان د سوداګرۍ، ترانزیتي لارو او بشري مرستو په برخه کې پر پاکستان ډېره تکیه لري.
ورځپاڼې لیکلي، چې لومړني توکي لکه خوراکي توکي، تېل او درمل د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي او ګواښ یې کړی، چې "هر ډول ګډوډي" به د افغانستان اقتصاد او وګړو ته زیان ورسوي.
یادې ورځپاڼه وړاندې لیکلي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د خپلو افراطي سیاستونو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله له پراخې انزوا سره مخ دی، پاکستان یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلې دي.
نېشن ورځپاڼې زیاته کړې، چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او اړین خدمات او سرپناه ورته برابروي.
ورځپاڼې د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته لیکلي، چې له بلې خوا یو شمېر هېوادونو سخت بندیزونه لګولي او یا یې خپلې پولې په بشپړ ډول تړلي دي.
نېشن د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ له ترینګلو اړیکو سره - سره، اسلام اباد له طالبانو سره د سوله ییزو خبرو دفاع ته دوام ورکوي او ځان په افغانستان او سیمه کې د ثبات په ټینګولو کې د "کليدي لوبغاړي" په توګه ګڼي.
ورځپاڼه زیاتوي، لکه څنګه چې دا تحرکات څرګندېږي، کارپوهان د پاکستان د ستراتیژیک نفوذ د کمولو په وړاندې خبرداری ورکوي، چې د افغانستان د ثبات او اوږدمهاله راتلونکي لپاره مهم دی
