په کندهار کې د نایابو ژوو د له منځه تلو د مخنیوي په موخه ژوبڼ جوړ شوی

په کندهار ولایت کې د یوه افغان سوداګر په مالي لګښت د سلګونه وحشي او اهلي حیواناتو د ساتلو په موخه ژوبڼ جوړ شو.

په کندهار ولایت کې د یوه افغان سوداګر په مالي لګښت د سلګونه وحشي او اهلي حیواناتو د ساتلو په موخه ژوبڼ جوړ شو.
دغه ژوبڼ د درې سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی، چې هره ورځ یې لیدو ته سلګونه کسان ورځي.
د راپورونو له مخې، په دغه ژوبڼ کې نږدې پنځوس ډوله وحشي او اهلي حیوانات ساتل کېږي.د کندهار ولايت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول محمد حنيف حقمل رسنیو ته ویلي:«دغه ژوبڼ د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په ۲،۵ جريبه ځمکه کې د کندهار ښار په مربوطاتو کې جوړ شوى دى».نوموړي د دې ژوبڼ د جوړېدو موخه د خطرناکو او له انقراض سره د مخ ژوو د انقراض مخنیوی بللی دی او وایي، چې په دې ځای کې به د دغو ژوو د نسل په زیاتوالي کار وشي.هیره دې نه وي، چې کندهار له دې ژوبڼ وړاندې هم یو ژوبڼ درلود، خو د نه پاملرنې له امله یې ژوي مړه شول او یاد ژوبڼ هم پسې له منځه ولاړ.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له کمنېدو وروسته د ژوو د ساتنې او پاملرنې په موخه داسې یو ژوبڼ جوړېږي.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېری وخت نیوکې دا دي، چې د تفریح ځایونو په جوړولو او ساتلو کې اړوند مسوولان پاملرنه نه کوي.


ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د داعش خراسان غړی سید مولا چی په حماس باندې مشهور و، وژلی دی. حماس نن د طالبانو استخباراتو د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په چهار قلعه سیمه کې په خپل کور کې وژلی او د هغه د کورنۍ دوه مېرمنې او یو ماشوم ټپيان شوي دي.
په کونړ کې ځايي سرچینو نن دوشنبه «د مرغومي ۱۰مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا پېښه په ځايي وخت ماښام شوې ده.
د طالبانو سرچینې وايي، نوموړی تازه د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه افغانستان ته راغلی و او د داعش ډلې د استخباراتو او هدفي وژنو مسوولیت یې درلود.
تر اوسه پورې داعش خراسان ډلې او طالبانو په رسمي ډول ددې پیښې یادونه نه ده کړې.
هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ، ښيي، چې حماس په وینو کې لت پت پروت دی.
له دې وړاندې داعش د څوکۍ ولسوالۍ په دې وګل دره کې له یوه ځايي کس نه د جاسوسي په تور سر پرې کړی و.
داعش د لیندۍ پر ۲۷مه په خپل وروستي مرګوني ځانمرګي برید کې په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني په خپل دفتر کې وواژه.
طالبان ادعا کوي چې داعش خراسان کومه سیمه په ولکه کې نه لري خو لیدل کېږي چې دغه دله د کونړ، نورستان او ننګرهار په ځینو سیمو کې فعالیت لري او کله نا کله پر طالبانو بریدونه کوي.

په بریټانیا کې درې تنه افغانان د انساني قاچاق او جنسي ځورونې په تور نیول شوي دي. ده هیرالډ ورځپاڼه وايي، چې دغو دریو کسانو له اروپا نه بریټانیا ته خلک لېږدول او دریواړه په ډسمبر میاشت کې نیول شوي دي.
ورځپاڼه وايي، دغو کسانو کډوال له افغانستان نه د ایران، ترکیې او بالکان له لارې لویدیزې اروپا ته رسول، په ځانګړې توګه بلجیم او فرانسې ته، چې وروسته په وړو بېړیو کې برېتانیا ته لېږدول کېدل.
یاده رسنۍ وايي، د دې خطرناکې لارې پر مهال ځوان هلکان د جنسي تیري قرباني شوي او د ډلې غړو به له دې پېښو ویډیوګانې ثبتولې او له دې لارې به یې له قربانیانو نه باج اخیست.
په دغو کسانو کې یو تن ۲۳ کلن سيف الرحمن احمدزی یاد شوی، چې په رییس حمزه مشهور دی او د دوشنبې په ورځ په هیمل همسټډ کې ونیول شو. د ډلې بل غړی ۲۰ کلن ذیشان بنګش دی، چې د دسمبر پر۱۸مه د لندن په نیو کینټ سړک کې نیول شوی.
نوموړی د افغان په توګه اعلان شوی، خو بنګښ ډېری د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې اوسیږي.
درېیم غړی یې ۲۴ کلن زیارمل خان دی، چې په بوکسر بهایي مشهور دی او د ډسمبر پرشپږمه په سټینسټډ هوايي ډګر کې نیول شوی.
دغه درې کسان او ۲۰ نور د بلجیم د انټورپ محکمې له خوا مجرم پېژندل شوي دي. ۱۱ یې په غیاب کې محاکمه کړي دي. احمدزی ته د ۱۰ کلونو بند سزا اورول شوې، په داسې حال کې چې خان او بنګښ ته درې درې کاله بند او ۳۰۰۰ یورو جریمه اعلان شوې ده.
اوس د بلجیم محکمې ته د هغوی د سپارلو لپاره قانوني چارې روانې دي، چې خپله سزا تېره کړي.
یاده رسنۍ وايي، چې د برېتانیا د ملي جرمونو ادارې (NCA) د بلجیم چارواکو سره د دوو کلونو لپاره ګډ کار وکړ څو د دې ډلې په اړه شواهد راټول کړي.
د دې ادارې مرستیال مشر کریګ ټرنر پي اې رسنۍ ته وویل، چې دا کسان د یوې شبکې برخه وه چې په غیرقانوني توګه اروپا او بالاخره شمالي اروپا او بریټانیا ته د کډوالو په لیږد کې ښکیل وو او له خطرناکو شرایطو یې ګټه پورته کوله.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سفري الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت، سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سفري الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او د متقابلو ګټو د پرمختګ لپاره د کوټلو ګامونو پورته کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې له چین سره د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت په اړه د خبرو یادونه په داسې حال کې ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ کرښه له نښتو سره هممهاله پاکستاني شنونکو د دغه هېواد پر حکومت غږ کړی، چې له روسیې او منځنۍ اسیا سره د مستقیمې سوداګرۍ لپاره واخان دهلېز وکاروي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې کابل ته یې د خپل وروستي سفر په اړه معلومات د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره شریک کړل. محمد صادق زیاتوي چې له شهباز شریف سره یې له اوسني نظام سره پر دوه اړخېزو اړیکو هم خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن دوشنبه «د مرغومي ۱۰مه» پر خپل اېکس ولیکل، چې کابل ته یې د خپل وروستي سفر معلومات له شهباز شریف سره شریک کړل.
ددې لیدنې د جزئیاتو په اړه معلومات نه دي ور کړل شوي، خو د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼه وايي، دا سفر له افغانستان سره د ترینګلو اړیکو د رغولو او د پاکستان د اندېښنو د حل په برخه کې یوه هڅه وه.
ورځپاڼه وايي، د تیر کال په اوږدو کې اسلاماباد د طالبانو له حکومت سره له دې امله اړیکې پرې کړې وې، چې د ټي ټي پي پرضد ګامونه نه اخلي.
ورځپاڼه وايي، محمد صادق د دغه سفر په ترڅ کې هڅه وکړه چې د ډیپلوماتیک حل لپاره فرصتونه برابر کړي.
د ایکسپرېس ټربیون په باور، محمد صادق کابل ته په دې ماموریت تللی و، چې طالبان دې دټي ټي پي په اړه خپل دریځ بدل کړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو په منځ کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق دغه سفر پر دې څوکۍ د هغه له بیا ځلي ټاکل کېدو وروسته لومړنی سفر و.
محمد صادق په کابل کې و، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ملکي وګړي ووژل.
طالبانو هم د پاکستان هوايي بریدونو ته ځواب ورکړ او د خوست او پکتیا ولایتونو په امتداد کې یې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو اړوند پوستې په نښه کړې.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، افغان طالبان دې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب وکړي. نوموړي ویلي، چې د ټي ټي پي غړي د طالبانو د مشرتابه په پرتله له حقاني ډلې سره ډیر تړاو لري.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني پر پکتیکا د پاکستان له هوايي بریدونو او پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځیانو پر امنیتي پوستو د طالبانو له بریدونو وروسته په یوه لیکنه کې ویلي، چې افغان طالبان دې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو وټاکي.
نوموړی وايي، د ډسمبر پر ۲۴مه د پکیتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي بریدونو کې ۴۷ کسان ووژل شول، چې ډیری یې د پاکستاني چارواکو په وینا د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.
طالبانو اعلان وکړ، چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
د نوموړي په خبره، دا بریدونه پر یوه روزنیز او یوه رسنیز مرکز شوي.
اصف درانی وایي، دا بریدیونه وروسته له هغه وشول، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې څخه په استفادې څو ورځې وړاندې د افغانستان پولې ته څېرمه د پوځ پر یوه پوسته برید وکړ او ۱۶ پاکستاني پوځیان یې ووژل.
اصف درانی وایي، افغان طالبان ښه پوهیږي، چې په دغه برید کې وژل شوي کسان افغانان نه دي.
نوموړی وايي، پر یوه ځای د ۵۰ تنو کسانو راټولیدل یو تصادف نه و، ځکه هلته په سیمه کې د هغوی ځانمرګي بریدګر وو، وسلې او مهمات هم ورسره وو. دده په باور، په سیمه کې د لویو چاودونو ترسره کیدل دا په ډاګه کوي، چې هلته مهمات موجود وو.
طالبان ټي ټي پي تر داعش اسانه له منځه وړلای شي
اصف درانی وایي، که د افغانستان سرپرست حکومت وغواړي د داعش خراسان د ډلې په پرتله د ټي ټي پي مهارول ورته خورا اسانه دي.
اصف درانی زیاتوي:« په افغانستان کې د حکومتدارۍ په برخه کې د طالبانو د ننګونو په اړه څیړنې ته اړتیا ده، خو ممکن طالبان دا ننګونې نه مني، خو لیدل کیږي چې په چټکۍ سره د ټي ټي پي مسوولیت طالبانو ته ور تر غاړې کیږي.»
نوموړی په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه وايي:« د تحریک طالبان پاکستان له دوو درځنو څخه زیاتې ډلې د دې ثبوت دي چې د دوی غړي د یوې واحدې ډلې برخه نه دي، بلکې د یوې ویشل شوې کورنۍ برخه ده، چې په قبیلوي غوره توبونو کې ریښې لري.»
نوموړی وايي، ټي ټي پي خلک مجبوروي، چې یا پیسې ور کړي او یا هم یو کس د «جهاد» لپاره ورکړي.
نوموړی ادعا کوي چې «ان طالب مشران هم د ټي ټي پي غړي د مجاهدینو په توګه نه ګڼي، ځکه د ټي ټي پي ډیری غړي په بلیک میل کولو، زورزیاتي او جبري ودونو کولو کې ښکیل دي.»
د ملا هبت الله فرمان رښتیا دی که درواغ؟
دراني د ملا هبت الله فرمان ته اشاره کړی، چې ویلي یې دي «پر پاکستان برید حرام دی» خو بیا هم پاکستان ته د ټي ټي پي د غړو او مشرانو سپارل ناممکن دي.
نوموړی وايي، طالبان د پښتونولۍ او مېلمه پالنې له مخې د ټي ټي پي غړي پاکستان ته نه سپاري.
د افغانستان لپاره د پاکستان دغه مخکینی ځانګړی استازی وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې هغه کسان چې تسلیم شوي دي وايي، چې ملا هبت الله داسې کوم فرمان نه دی صادر کړی چې په پاکستان کې بریدونه حرام وګرځوي.
نوموړی وایي، که په په پاکستان کې د بریدونو په اړه د ملا هبت الله فرمان درواغ وي، نو افغان طالبان پاکستاني چارواکو ته په غلطو معلوماتو ورکولو سره د خپل مشر حیثیت ته سپکاوی کوي او دا ډول کړنې په په راتلونکي کې د طالبانو واکمنۍ ته زیان ورسوي.
یاد پاکستانی پخوانی چارواکی وايي، افغان طالبان له مختلفو ترهګرو ډلو سره د معاملو په اړه د انکار په حالت کې دي.
درانی وایي، طالبان داعش خراسان خپل دښمنان ګڼي، خو په ورته مهال د داعش له بریدونو سربیره، په افغانستان کې د دوی شتون ردوي.
اصف درانی وایي، د ترکستان اسلامي ګروپ او ازبکستان اسلامي ډله هغه ترهګرې ډلې دي، چې له افغانستان څخه فعالیت کوي.
طالبان باید یو انتخاب کړي، پاکستان یا ټي ټي پي
دغه پاکستانی ډيپلوماټ وايي، کله چې طالبانو ته له دغو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د مرستې وړاندیز کیږي، دوی نه یوازې دا ډول وړاندیزونه ردوي بلکې له دغو سازمانونو سره د مقابلې لپاره په خپلې وړتیا فخر کوي. نوموړی وايي، د طالبانو دغه چلند وضعیت نور هم خراب کړی دی.
اصف دراني د خپلې لیکلي په وروستۍ برخه کې ویلي، چې د ټي ټي پي غړي د کندهار د مشرتابه په پرتله په افغان حکومت کې له حقاني ډلې سره ډیر تړاو لري.
هغه زیاتوي، «د ټي ټي پي مشران د لویې پکتیا او خوست سیمو کې، د حقاني شبکې تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېږي. که څه هم حقاني ډله د پاکستان ملګرې ګڼل کیږي او له پاکستاني چارواکو سره نږدې اړیکې لري».
نوموړی وايي، د حقاني کورنۍ ټولې سوداګریزې ګټې پر وزیرستان سیمه کې متمرکزې دي او دا باید د پاکستان د ځواک په حلقو کې د هرچا لپاره د اندیښنې وړ وي چې څنګه د ټي ټي پي غړي په اسانۍ سره د حقاني شبکې له پناه ځایونو پر پاکستان د برید لپاره کار اخلي.
نوموړی وایي، دغو لاملونو ته په کتو له طالبانو سره د اړیکو ښه کول ګټور نه دي او د پاکستان حکومت اړتیا لري چې له طالبانو سره د خپلو اړیکو ټول اړخونه بیا وځیري.
درانی وايي، طالبان دا هم باید درک کړي چې دوی نور ازاد جنګیالي نه دي بلکې یو حکومت دی چې د خپلو خلکو او بهرنۍ نړۍ په ځانګړې توګه د ګاونډیو پر وړاندې لوی مسوولیتونه لري.
درانی وايي، چې «د افغانستان هیڅ ګاونډی به دا ونه زغمي چې افغان خاوره د دوی پر ضد وکارول شي، له همدې امله، په راتلونکو ورځو او اونیو کې، طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو د ماهیت پریکړه وکړي، چې ایا ټي ټي پي غوره کوي او که پاکستان».
اصف درانی وایي، د طالبانو حکومت باید دا معلومه کړي چې ایا دوی (طالبان) د پاکستان پر وړاندې د د ټي ټي پي مبارزه سمه ګڼي یا غلطه.