• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د استاد یاسر زوی: جنرال منیر ۲۰۱۹ کې راته وویل چې دریو ورځو کې د استاد یاسر احوال در کوم

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د پخواني قوماندان محمد یاسر زوی عمار یاسر د خپل پلار د لادرکه کېدو د ۱۶ کال په درشل کې ویلي، چې د ای ایس ای پخواني رییس او اوسني لوی درستیز په ۲۰۱۹ کال کې ژمنه ورسره کړې وه، چې په دریو ورځو کې به یې د پلار په اړه معلومات ور کړي.

عمار یاسر د سه شنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې د ۲۰۱۹ کال د جنوري پر ۱۶مه په دوحه کې د پاکستان د هغه وخت د آی ایس آی له رییس جنرال عاصم منیر سره د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړي عباس ستانکزي په ناسته کې نوموړي ژمنه کړې وه، چې د استاد یاسر په اړه به په دریو ورځو کې معلومات ور کړي.

جنرال عاصم منیر اوس د پاکستان لوی درستیز دی او کاري موده یې پنځه کاله نوره هم غځېدلې ده.

له القاعدې او ټي ټي پي سره اړیکې

پاکستاني طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې استاد یاسر د طالبانو مخکیني مشر حکیم الله مسید ته نږدې کس و او په ۲۰۰۸ کال کې یې په اورکزۍ اجنسۍ کې په یوه غونډه کې د خپل اعتمادي ملګري په توګه معرفي کړی و. له همدې امله په خیبر کې د ټي ټي پي محلي مخالف قوماندان حاجي نامدار د خپلې راډیو له لارې استاد یاسر وګواښه.

پاکستان د یاسر فعالیتونه نه خوښول، ځکه داسې وېره وه چې ښايي د طالبانو مشرۍ ته لاره ومومي او پاکستاني طالبان د اسلام اباد خلاف جګړې سختولو ته وهڅوي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې یاسر له ټي ټي پي سره علاقمندي درلوده او پاکستان څو ځله افغان طالبانو ته ویلي و، چې د ټي ټي پي له ملاتړه یې را وګرځوي.

پاکستاني طالبانو ته نږدې یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « استاد یاسر د ۲۰۰۸ کال په وروستیو کې له بندي کېدو وړاندې خیبر اجنسۍ ته راغی او ماته یې وویل، چې پاکستان مې وژني».

خو یاسر وروسته پاکستان ونیوه او له نورو زندانیانو بېل د زندان په یوه بېله پنجره کې یې اچولی و.

له هغه سره په زندان کې د حزب اسلامي یوه بندي قوماندان په ۲۰۱۲ کال کې رسنیو ته وویل، چې نوموړي ته په ډوډۍ کې زهر ورکړل شول او مړی یې د رحمان بابا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، خو کورنۍ یې په دې باور ده، چې نوموړی ژوندی دی.

هغه د القاعدې له مشرانو سره نږدې اړیکې درلودې او ددې شبکې جګپوړي مشران عبدالرحمن الکنیډي او ابو فراج یې نږدې ملګري وو. د القاعدې خلاف د پاکستان له عملیاتو وروسته نوموړی د اسلام اباد د سیاستونو شدید مخالف و.

پخوانی جهادي

محمد یاسر زمرک د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی او د طالبانو په لیکو کې مشهور مبلغ و.

نوموړی د مجاهدینو د جګړو پرمهال د جمعیت اسلامي د عالي شورا غړی او ددعوت او ارشاد کمیسیون رییس و، چې وروسته د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ اتحاد ګوند کې مرستیال، د اجرایه شورا غړی او د سیاسي کمیټې رییس پاتې شوی و.

په ۲۰۰۴ کال کې طالبانو نوموړي ته فرهنګي او مطبوعاتی چارې ور وسپارلې، چې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو خلاف یې په تبلیغاتو کې ټاکونکی رول درلود.

نوموړی په لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال کې پاکستان ونیوه او کابل ته ولیږدول شو، خو د ۲۰۰۷ کال په مارچ کې له څرخي پله زندان نه د یوه ایټالیايي خبریال دانیل مسترو جیاکومو په تبادله کې خوشی شو. هغه له خلاصون وروسته بېرته پاکستان ته لاړ او له ټي ټي پي او القاعدې سره یې اړیکې پراخې کړې، خو د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر پر ۳۱ مه یوځل بیا پاکستاني ځواکونو ونیوه او له هغه وروسته یې مړی او ژوندی ورک دی.

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې استاد یاسر په وروستیو کې د طالبانو په مشرتابه کې منزوي شوی و، ځکه پر هغه تور و، چې د منصور دادالله ملاتړ کوي خو د طالبانو له مخکیني مشر اخترمحمد منصور سره له خیښۍ وروسته یې له کوټې شورا سره اړیکې بېرته ورغېدې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

میا افتخار حسین: طالبان د پاکستان او امریکا په مرسته واکمن شوي، خو اوس دواړه ترې ناراض دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر میا افتخار حسین په دغه صوبه کې روانې ناامنۍ ته په اشاره وايي، د حکومت د ناکامو پالوسیو له امله یې له افغانستان سره اړیکي خراب شوي او افغان طالبان چې د امریکا او پاکستان په مرسته واکمن شوي، اوس دواړه ترې ناراض دي.

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر میا افتخار حسین له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره د خبرو پر مهال د پاکستان د واکمن ګوند او عمران خان په مشرۍ د پي ټي ای ګوند تر منځ مذاکراتو په اړه وايي؛ د اسلام اباد د تخت ترلاسه کولو لپاره جنګېدو ته لېوال نه یو، موږ په پښتونخوا کې د تروریزم د ختمولو په فکر کې یو.»

نوموړی وایي، صوبايي او مرکزي حکومت دې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

همدارنګه ښاغلی حسین وايي، د پاکستان د ناکامي بهرنۍ پالیسۍ له امله مو له افغانستان سره اړېکي خراب شوي دي.

نوموړی وايي، نن هغه څه پيښ شوي دي، له کوم څخه چې موږ یې په اړه ډار درلود.

نوموړی وایي:«افغانستان په سیمه کې د پاکستان یو ښه ګاونډی دی، له هند سره زموږ په دوو جګړو کې افغانستان زموږ ملاتړ وکړ، خو نن هندوستان زموږ دوست دی او افغانستان زموږ دوښمن دی.ان یو پر بل بریدونه کوي.»

نوموړی وايي، په افغانستان کې چې کوم بدلون راغلی دی، په ځانګړې توګه اوسني واکمنان د پاکستان او امریکا په مرسته راغلي خو اوس اسلام اباد او واشنګټن له طالبانو ناراضهدي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه:« که اشرف غني و، یعنې هغه تاسو هلته نه و کښینولی. له دې ځایه، له پاکستانه طالبان ولاړل او امریکا هلته کښینول او هغوی ته یی حکومت ورکړ. نن امریکا هم وايي، موږ ته له افغانستانه ګواښ دی او پاکستان هم وايي، موږ ته له افغانستان ګواښ دی. موږ نن له امریکا او پاکستان دا پوښتنه کوو، چې دوی (طالبان) ته ولې حکومت ورکړ، چې نن تاسو ته هم ګواښ دی او انسانیت ته هم.»

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر میا افتخار حسین پر داسې مهال یادې څرګندونې کړې دي، چې پښتونخوا کې ترهګریز بریدونه خورا زیات شوي او په دې صوبه کې د نامنۍ په زیاتېدو سره د افغان طالبانو او پاکستان اړېکي هم خرابي شوي دي.

طالبان د دې ډلې د اوبو او انرژۍ د وزیر پر موټرو د برید ادعا ردوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۲ GMT+۰

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د حکومت یوې مخالفې وسلوالې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر د موټرو پر کاروان د برید ادعا کړې، خو په دغه وزارت چارواکي دا ادعا ردوي.

مقاومت جبهې په خپل اېکس کې لیکلي چې نن یې د کابل خیرخانه کوتل کې د عبدالطیف منصور پر ګاډو برید کړی دی.

دوی وايي د ښاغلي منصور یو ساتونکی یې وژلی او دوه نور طالبان یې ټپي کړي دي.

خو د طالبانو په اوبو او انرژۍ وزارت کې چارواکو له افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې د خپلو مخالفانو دا ادعا رد کړه.

د عبدالطیف منضور په ګډون د طالبانو مهم چارواکي نن د کابل په شکردره کې د شاه عروس بند پرانیستې ته تللي وو.

د شاه عروس بند چارې په جمهوریت کې بشپړېدو ته نږدې شوې وې او په دوو میاشتو کې یې د پرانیستې اټکل و، خو د طالبانو واکمنېدو سره ټکنۍ شوې او څو کلونه وخت یې ونیو.

یونېسف: سږکال مو له ۱۷ زرو ډیر افغان ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق (یونېسف) وايي، په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې ۱۷۴۰۰ ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.

یونېسف د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه د یوه ماشوم او د هغه د نیکه د عکس په خپرولو سره لیکلي، چې دا لمسی له کلونو وروسته بیا له خپل نیکه سره یوځای شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، چې سږکال د اروپايي اتحادیي په ملاتړ زرګونه افغان ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

دغه سازمان په افغانستان کې له کورنیو سره د ماشومانو د یوځای کېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې یاد ماشومان له خپلو کورنیو سرره تر یوځای کېدو وړاندې چیرې اوسیدل.

تردې وړاندې د طالبانو د کار وزارت بیا بیا راپورونه ور کړي چې له پاکستان او ایران ستانه شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.

د ځینو راپورونو له مخې، اوس هم په پاکستان او ایران کې له زدکړو او ټولنیزو حقونو محروم ګڼ شمېر بې سرپرسته افغان ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د طالبانو پر نوي ګام د ملګرو ملتونو د چارواکي نیوکې ؛ تاسو ناسمه لار غوره کړې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر پر طالبانو غږ کړی چې د افغان ښځو پر وړاندې خپل ټول تبعیضي فرمانونه لغوه کړي. فولکر ترک د ښځو د استخدامولو په صورت کې د نادولتي موسسو د جواز د لغوه کولو ګواښ د طالبانو لویه تېروتنه وبلله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د سې شنبې په ورځ په یوه لیک کې د ښځو د ګمارلو په اړه نادولتي موسسو ته د طالبانو د اقتصاد وزارت د خبرداري په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

ترک وویل، د طالبانو دا دریځ یومخ ناسم دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د افغانستان د خلکو وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د ترک په وینا، غیر دولتي موسسې د افغان ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د ژوند ژغورلو لپاره د مهمو مرستو په رسولو کې مهم رول لوبوي او د طالبانو نوی خبرداری به مستقیما بشري مرستو ته د خلکو پر لاسرسي اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړي چارواکي پر طالبانو غږ کړی چې "دغه ژور تبعیضي فرمان او نور ټول هغه اقدامات پای ته ورسوي چې زدکړې، کار او عامه خدماتو ته د ښځو او نجونو لاسرسی له منځه وړي، په شمول د روغتیا پاملرنې او همدارنګه د نورو ازادیو پر وړاندې خنډ دي".

ولکر ترک په خپل لیک کې زیاته کړې چې له عامه ژوند هیڅ د خپل نیمایي نفوس په اېستلو سره یو هېواد هم سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ نشي کولی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د راتلونکي لپاره خپله لاره بدله کړي.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د کار وزارت کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو ته په یو مکتوب لېږلو سره له هغوی یې غوښتي چې هغه فرمان عملي کړي چې دوه کاله وړاندې یې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی و.

په دغه مکتوب کې ګواښ شوی، چې که دغه موسسې د ښځو ګمارلو ته دوام ورکړي، جواز به یې لغوه شي.

د اسلام اباد پولیسو تېره ورځ په دغه ښار کې ګڼ افغانان نیولي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۷ GMT+۰

د اسلام اباد پولیسو تېره ورځ په دغه ښار کې هغه افغانان نیولي، چې په دغه ښار کې یې د اوسېدو د اجازه لیک ( اېن او سي) اخیستو لپاره یوې رسمي ادارې ته ورغلي وو.

په پاکستان کې له وروستيو پرله پسې لاريونونو او ناامنیو وروسته د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير افغانانو ته خبرداری ورکړی و، چې د ډسمبر مياشتې ترپايه باید هغه افغانان چې په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه لري، له دې ښاره دې ووځي.

په وروستیو څو ورځو کې په اسلام اباد کې مېشت افغانان د دغه اجازه لیک د ترلاسه کولو لپاره دغې ادارې ته ورځي.
په دغو نیول شویو افغانانو کې داسې کسان هم شته، چې پاسپورټونه او ویزې یې لرلې.
د دغو نیول شویو کډوالو له ډلې یو تن راخوشې شوی ځوان د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې د (اېن او سي) ترلاسه کولو لپاره د دفتر مخې ته ګڼ افغانان ولاړ وو چې پولیس راغلل او دوی یې ونیول.
د نوموړي په خبره، هغه یې د ګڼو کسانو سره د پېښور حاجي کمپ ته لېږلی و؛ خو د اسنادو تر کتو او د کورنۍ د هڅو له امله یې بېرته خوشې کړ.
هغه زیاته کړې، په دغې ډله کې داسې کسان هم ورسره وو چې د اوسېدو قانوني اسناد ویزه او پاسيورټ یې نه لرل، چې ځیني یې افغانستان ته ستانه کړای شول او د پاتې کسانو له برخلیکه خبر نه دی.

د هغه په خبره:« یوه اونۍ وروسته مې امریکا ته پرواز دی؛ که ډیپورټ شوی وم، ټول کارونه او زحمتونه مې په اوبو لاهو کېدل. ماته ورته داسې نور کسان هم وو، چې پروازونه یې نږدې و؛ خو برخلیک یې لا روښانه نه دی.»

هغه وایي، پولیسو شاوخوا ۷۰ تنه افغانان تېره ورځ نیولي وو.
همدا تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې تر یو مېلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي ویلي و، چې دغه کډوال هم په خپله خوښه تو هم په زوره ستانه کړای شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ستانه کړای شوي دي.