په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۶۸ ته لوړ شو

د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د یوې تازه پېښې په ثبتېدو، په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۶۸ ته لوړ شو.

د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د یوې تازه پېښې په ثبتېدو، په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۶۸ ته لوړ شو.
یوازې په روان کال کې د خېبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان څخه د پولیو لس پېښې راپور شوې دي.
د پوليو د دغه ۶۸ پېښو له ډلې ۲۷ يې په بلوچستان، ۲۰ په خيبر پښتونخوا او ۱۹ په سند کې ثبتې شوې دي.پنجاب او اسلام اباد کې بیا په روان کال کې د پولیو یوازې یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.په پاکستان کې د پولیو پرضد د مبارزې مرکز وایي، چې په بلوچستان کې د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد اووه ورځینی کمپاین پیل شو.په دغه کمپاین کې به ۱۱۶۰۰ ټیمونه برخه واخلي.د دغه مرکز د چارواکو په وینا، په دغه کمپاین کې به د ۲.۶ مېلیون څخه زیاتو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.پاکستان د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې لاهم په کې پولیو هرکال تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمنوي.په افغانستان کې هم تېره اونۍ د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی و.
تېره میاشت د طالبانو د مشر له خوا پر دغه کمپاین بندیز لګول شوی و او داسې سپارښتنه یې کړې وه، چې د پولیو واکسین کمپاین دې نور د کوراکور پر ځای په جوماتونو کې تطبیق شي او خلک دې خپل ماشومان جوماتونو ته ورولي.