طالبان: له ایران او پاکستانه تر سلو ډېرې کورنۍ راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۱۲۲ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۱۲۲ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه اژانس د خبر له مخې، دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې راستنې شوې دي.
راپور زیاته کړې، چې د دغو راستنو شویو کډوالو له ډلې د تورخم له لارې ۱۷، د سپین بولدک له لارې ۱۳، د ورېښمو پله له لارې ۲۳ او د اسلام کلا له لارې ۶۹ کورنۍ راستنې شوې دي.د دغه راپور په وروستۍ کرښه کې راغلي، چې ۷ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.تېره ورځ هم د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې تر یو مېلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.نوموړي ویلي و، چې دغه کډوال هم په خپله خوښه او هم په زور ستانه کړای شوي دي.د نوموړي په وینا، دغه کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ستانه کړای شوي دي.


د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره (ایف اې او) د (مرغومې ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې روان کال کې د بڼوالۍ او کرنیز سکټور د ودې په موخه یې ځانګړې پروژې پلې کړې دي.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د بېلابېلا ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې یې د ۲۰۲۴ کال په لړ کې له ۶۳۸زرو څخه ډېر مېوه لرونکي نیالګي پر خلکو وېشلي او څه کم درې زره باغونه یې هم نوي جوړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان ویلي، چې وېشل شویو مېوه لرونکو ونو کې انګور، ناک، شفتالو او بېلابېلې مېوه لرونکي ونې شاملې وې.
د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان ۲۵سلنه ناخالص عواید له کرنیز سکټور او بڼوالۍ څخه لاسته راځي او نږدې ۶۰سلنه افغانان په کرکیله بوخت دي.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په واخان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د شته والي ادعاوې بېبنسټه بللې دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې په واخان کې تر دې دمه د پاکستاني پوځیانو د شته والي په اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.
تر دې وړاندې په خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرېدې، چې ګواکې د افغانستان واخان سیمه پاکستاني پوځ نیولې او یا یې نیسي او پاکستان غواړي چې د واخان سیمه د دغه هېواد برخه وګرځوي.
خو احسانالله کامګار بیا ویلي، چې د دغې ډلې امنیتي ځواکونه په پوله کې د هر ډول بهرني ځواک پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.
د واخان او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو په اړه د خوست پخواني والي حلیم فدایي پر اېکس پاڼه لیکلي: «په دې کار پاکستان هڅه کوي، چې نیابتي ملیشې جوړې او په خپله امنیتي خپلواکي کنټرول وساتي.»
له بل پلوه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم وايي، واخان ته لاسرسی او ترلاسه کول یې د پاکستان پخوانۍ هیله ده؛ خو په دې کې به هیڅکله بریالی نه شي.
واخان دهلیز د افغانستان په بدخشان ولسوالۍ کې یوه ستراتیژیکه سیمه ده، چې افغانستان او چین د ځمکې له لارې سره نښلوي.

د افغانسان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په سوریه کې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د یوې ښځې د ټاکل کیدو له امله طالبان هم ننګوولي دي.
زلمي خلیلزاد پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د سوریې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د میسا صابرین ټاکل کیدل یو مثبت ګام دی او طالبان باید ترې زده کړه وکړي.
هغه دغې ګومارنې ته په اشارې سره پوښتنه کړې چې ایا طالبان به دې ته پام وکړي؟
طالبانو د سوریې د نوي حکومت په لومړیو ورځو کې یو بل ته مبارکۍ ویلې او د تحریر الشام ډله یې خورا ډېره ستایله؛ خو اوس یې تازه د ښځینه وو د ګومارنو او له نړۍ والو سره تر تعامل وروسته پر اخیستونکو ګامونو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له لوري طالبان هم ننګول کېږي.
له طالبانو سره د دوحې د خبرو اترو پر مهال خلیلزاد په ټینګار سره ویلي و، چې طالبان اوس خورا بدل شوي او د نوېیمي لسیزې په څېر افراطي فکرونه نه لري؛ خو د هغه دغه څرګندونې د دې ډلې تر واکمنیدو وروسته برعکس ثابتې شوې.

د خوست پخواني والي حلیم فدایي د افغانستان او پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو او په سوشل میډيا کې د واخان کوریډور په اړه پروپاګنډ ته په غبرګون کې ویلي، په دې کار پاکستان هڅه کوي څو نیابتي ملیشې جوړې او په خپله امنیتي خپلواکۍ کنټرول وساتي.
په سوشیل میډيا داسې اوازې دي، چې د افغانسان واخان سیمه پاکستاني پوځ نیولې او یا یې نیسي څو د پاکستان برخه یې وګرځوي.
حلیم فدایي په خپل اېکس کې لیکلي: « څوک یې په ډېورنډ او څوک یې په واخان بوخت کړي دي. پاکستان له نېمې پېړۍ زیات په همدې موخه نیابتې ملیشې جوړوي ترڅو د هېواد سیاسي او امنیتي استقلالیت او بشپړ مدیریت لاس کې واخلي.»
نوموړی زیاتوي، چې پاکستان زیات شمېر خلک ګومارلي څو د افغانستان د قومونو ترمنځ هویتي حساس بحثونه راولاړ کړي، خو هغه څه چې ستونزه حل کوي هېڅوک هم ورته متوجه ندي.
د فدایي په خبره د افغانستان د سیاسي واک غم خوړل پکار دي.
وروسته له هغې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او په یو بل یې بریدونه وکړل، نو په سوشل میډيا د افغانستان د واخان سیمې موضوع ګرمه شوه چې ګنې پاکستانی پوځیان هڅه کوي، چې دغه سیمه د پاکستان برخه وګرځوي.
خو د چارو پوهاند په دې اند دي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې دا ډول کیسې او مانورونه هغه مهال کوي، چې کله ولس ته د ویلو لپاره ډېر څه نه لري.
پخوا هم ورته اوازې خپرې شوې وې، چې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب پرې سخت غبرګون وښود او واخان یې د افغانستان د سر په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې د سر په بدل به د خپل هېواد له سر څخه ساتنه وکړي

په کندهار ولایت کې د یوه افغان سوداګر په مالي لګښت د سلګونه وحشي او اهلي حیواناتو د ساتلو په موخه ژوبڼ جوړ شو.
دغه ژوبڼ د درې سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی، چې هره ورځ یې لیدو ته سلګونه کسان ورځي.
د راپورونو له مخې، په دغه ژوبڼ کې نږدې پنځوس ډوله وحشي او اهلي حیوانات ساتل کېږي.
د کندهار ولايت د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول محمد حنيف حقمل رسنیو ته ویلي:«دغه ژوبڼ د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په ۲،۵ جريبه ځمکه کې د کندهار ښار په مربوطاتو کې جوړ شوى دى».
نوموړي د دې ژوبڼ د جوړېدو موخه د خطرناکو او له انقراض سره د مخ ژوو د انقراض مخنیوی بللی دی او وایي، چې په دې ځای کې به د دغو ژوو د نسل په زیاتوالي کار وشي.
هیره دې نه وي، چې کندهار له دې ژوبڼ وړاندې هم یو ژوبڼ درلود، خو د نه پاملرنې له امله یې ژوي مړه شول او یاد ژوبڼ هم پسې له منځه ولاړ.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له کمنېدو وروسته د ژوو د ساتنې او پاملرنې په موخه داسې یو ژوبڼ جوړېږي.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېری وخت نیوکې دا دي، چې د تفریح ځایونو په جوړولو او ساتلو کې اړوند مسوولان پاملرنه نه کوي.