زېمبابوې د اعدام مجازات لغوه کړل

زېمبابوې چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې په دغه هېواد کې هېڅوک اعدام کړي نه دي، بالاخره د اعدام مجازات یې په رسمي توګه لغوه کړل.

زېمبابوې چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې په دغه هېواد کې هېڅوک اعدام کړي نه دي، بالاخره د اعدام مجازات یې په رسمي توګه لغوه کړل.
دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په وروستۍ ورځ د اعدام د مجازاتو په لغوې سره د نړۍ ۱۲۷ هېواد شو، چې دغه مجازات په کې پایته ورسېدل.
له دې سره، د دغه قانون په یوې ماده کې راغلي چې د بېړني وضعیت په صورت کې دغه قانون د لغوې وړ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ ډېری هېوادونه په خپل هېواد کې د اعدام د مجازاتو د پایته رسېدو په هڅه کې دي.
اروپایي اتحادیې تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د اعدام د مجازاتو له هر ډول پایته رسېدو ملاتړ کوي.


تحقیقاتي چارواکو ویلي، چې د سویلي کوریا یوې محکمې د سې شنبه په ورځ د ولسمشر یون سوک یول د نیولو امر تصویب کړ. هغه د ډسمبر په درېیمه نېټه استیضاح او له واکه ګوښه شو.
د رویټرز د راپور له مخې، د لوړ پوړو چارواکو لپاره د فساد د څېړلو دفتر تایید کړه چې د سیول لوېدیځې ولسوالۍ محکمې حکم تصویب کړی دی.
د سیمه ییزو رسنیو په وینا، دا په سویلي کوریا کې د اوسني ولسمشر لپاره د نیولو لومړی حکم دی.
د دوشنبې په ورځ د سویلي کوریا پلټونکو د دې میاشتې د لنډمهاله مارشل لا د پلي کېدو په اړه د یون د نیولو امر وغوښت.
یون د بغاوت تورونو په اړه له جرمي تحقیقاتو سره مخ دی.
د رویټرز د راپور له مخې، محکمې په دې اړه له تبصري ډډه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل راپور کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل بریدونه غندلي او دغه بریدونه یې د غزې د روغتیايي نظام لپاره ویجاړونکي بللي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې دا بریدونه د نړۍوالو قوانینو رعایت په اړه اسراییل تر پوښتنې لاندې راولي.
راپور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۲مې او د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې بریدونو ته اشاره کوي، چې روغتیايي مرکزونو ته یې د فلسطینیانو لاسرسی سخت اغېزمن کړی دی.
په دغه ۲۳ مخیز راپور کې ویل شوي، چې په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې پوځي عملیاتو د روغتیا سیستم "له منځه" وړی دی.
په راپور کې راغلي، چې په قصدي ډول پر روغتونونو او د ټپیانو د شتون پر ځایونو بریدونه د جنګي جرمونو په کټګورۍ کې راځي.
د راپور له مخې، په غزه کې د روغتیایي نظام ویجاړول، د ناروغانو، طبی کارکوونکو او نورو ملکیانو وژل له نړۍوالو قوانینو او د بشري حقونو د قوانینو د سرغړونې پایله ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان او نورو سازمانونو هم په تېرو څو ورځو کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل له خوا په ترسره شویو بریدونو نیوکې کړي دي.
د اسراییل پوځ ادعا کړې، چې حماس د پوځي عملیاتو لپاره له روغتونونو څخه د قوماندې د مرکزونو په توګه کار اخلي او اسراییل هم له روغتونونو څخه کسان د مشکوکو وسله والو په توګه نیولي دي.

د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ سنټکام اعلان وکړ، چې امریکایي ځواکونو په صنعا کې د ایران تر ملاتړ لاندې د حوثي وسله والو پر څو اډو او د یمن په شاوخوا نورو سواحلي سیمو بریدونه وکړل.
حوثي وسله والو ویلي، چې په دې بریدونو کې په صنعا کې د دفاع وزارت ودانۍ هم په نښه شوې ده.
د سنټکام د اعلامیې له مخې، امریکا دغه بریدونه د دوشنبې او سې شنبه په ورځو د حوثي وسله والو د وسلو د تولید په تاسیساتو او نورو پر مختللو وسلو کړي دي.
په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې ده، چې حوثي وسله والو له دغو تاسیساتو څخه په سویلي سور سمندر او د عدن په خلیج کې د امریکا په پوځي او سوداګریزو کار اخیسته.
د سنټکام په خبره، د امریکایانو او حوثي وسله والو په دغو نویو بریدونو کې امریکایي ځواکونو او تجهیزاتو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
له دې سره، د یمن د حوثي وسله والو ویاند بیا په خپل اېکس کې د امریکا بریدونو ته په غبرګون لیکلي، چې دغه ډله به د یمن دفاع ته دوام ورکړي.
له دغو بریدونو سره سم، امریکا له عراق څخه غوښتي چې د حوثیانو دفتر ور بند کړي او مشران یې له دې هېواد څخه وباسي.
عراق بیا تر اوسه د امریکا د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ د نوي کال په تړاو خپله وینا کې د ټکنالوژۍ د میلیاردر ایلن ماسک د څرګندونو په ځواب کې وویل چې د جرمني خلک د خپل هېواد د برخلیک پرېکړه کوي، نه د ټولنیزو شبکو مالکان.
نوموړي وویل، « تاسې د جرمني وګړي د خپل هېواد د برخلیک پریکړه کوئ، نه د ټولنیزو رسنیو څښتنان».
شولڅ په خپله وینا کې د اېکس د څښتن ایلن ماسک نوم یاد نه کړ، خو اشاره یې د ماسک وروستیو څرګندونو ته وه.
ماسک په وروستیو کې د جرمني د ښي اړخي ګوند اې ایف ډي ملاتړ کړی، چې په جرمني کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوی.
ماسک د جرمني مشهورې ورځپاڼې ویلټ ام زونټاګ کې په یوه لیکنه کې د یاد ګوند ملاتړ کړی.
د جرمني د اقتصاد وزیر او مرستیال صدراعظم رابرت هابیک وویل چې ماسک هغه ځواکونه پیاوړي کوي چې د اروپا کمزوري کولو هڅه کوي.
د جرمني سیاستوالو په ګډه ماسک تورن کړی چې غواړي د خپلو نظریاتو او نفوذ له لارې د جرمني ټاکنیزه پروسه اغېزمنه کړي.
د اې ایف ډي ملاتړ له ښي اړخو سیاستونو سره د ماسک د تړاو څرګندونه کوي.
دغه ګوند چې په ۲۰۱۳ کال کې د یورو ضد نظریو پر بنسټ جوړ شوی و، اوس د جرمني سخت دریځی ګوند بلل کېږي.
د پولیټیکو د رپوټ له مخې، په وروستیو سروې ګانو کې د محافظه کار مسیحي ډیموکراټ اتحادیې مشر فریدریښ مېرڅ مخکښ دی، چې ویلي یې دي که واک ته ورسیږي له ټرمپ سره د معاملې توان لري.
شولڅ په خپله وینا کې ویلي چې « که څه هم افراطي نظرونه او لوړ غږونه ډېر پام جلبوي، خو د جرمني اکثریت هوښیار او شریف خلک به د دغه هیواد د راتلونکي پریکړه وکړي».

د پاکستان د جیو ټلوېزیون د خبر له مخې د ګلګت بلتستان د ترهګرۍ ضد محکمې د دې ایالت پخواني سر وزیر خالد خورشید ته د ۳۴ کلونو بند سزا ور کړه. د ګلګت بلستان ترهګرۍ ضد محکمې د پخواني سر وزیر پر ضد امینتي ادارو ته د سختو ګواښونو دوسیې پرېکړه اعلان وکړه.
د پاکستان د جیو ټلویزیون خبر زیاتوي چې عدالت د جرم ثابتيدو نه پس د پخواني سر وزیر خالد خورشيد ته د ۳۴ کالو بند سزا اورولې او هغه ته یې د بند ترڅنګ شپږ لکه کلدارې هم جریمه کړی دی.
د پاکستان محکمې د پخواني سر وزیر شناختي کارډ هم بلاک کړی دی او پولیسو ته یې امر کړی چې نوموړی مجرم ونیسي او زندان ته یې انتقال کړي.
پخواني سر وزیر د روان کال مې میاشت کې په یوه جلسه کې د امنيتي ادارو پر ګواښولو تورن شو.
د نوموړي پر ضد د ګلګت د ښاري پولیسو حوزه کې د ترهګرۍ ضد قانون لاندې دوسیه ثیت شوې وه.