• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سویلي کوریا محکمې د مارشل لا په څېړنو کې د ولسمشر یون نیول تصویب کړل

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۵ GMT+۰

تحقیقاتي چارواکو ویلي، چې د سویلي کوریا یوې محکمې د سې شنبه په ورځ د ولسمشر یون سوک یول د نیولو امر تصویب کړ. هغه د ډسمبر په درېیمه نېټه استیضاح او له واکه ګوښه شو.

د رویټرز د راپور له مخې، د لوړ پوړو چارواکو لپاره د فساد د څېړلو دفتر تایید کړه چې د سیول لوېدیځې ولسوالۍ محکمې حکم تصویب کړی دی.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، دا په سویلي کوریا کې د اوسني ولسمشر لپاره د نیولو لومړی حکم دی.

د دوشنبې په ورځ د سویلي کوریا پلټونکو د دې میاشتې د لنډمهاله مارشل لا د پلي کېدو په اړه د یون د نیولو امر وغوښت.

یون د بغاوت تورونو په اړه له جرمي تحقیقاتو سره مخ دی.

د رویټرز د راپور له مخې، محکمې په دې اړه له تبصري ډډه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو راپور: پر روغتونونو د اسراییل قصدي بریدونه جنګي جنایت دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل راپور کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل بریدونه غندلي او دغه بریدونه یې د غزې د روغتیايي نظام لپاره ویجاړونکي بللي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې دا بریدونه د نړۍوالو قوانینو رعایت په اړه اسراییل تر پوښتنې لاندې راولي.

راپور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۲مې او د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې بریدونو ته اشاره کوي، چې روغتیايي مرکزونو ته یې د فلسطینیانو لاسرسی سخت اغېزمن کړی دی.

په دغه ۲۳ مخیز راپور کې ویل شوي، چې په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې پوځي عملیاتو د روغتیا سیستم "له منځه" وړی دی.

په راپور کې راغلي، چې په قصدي ډول پر روغتونونو او د ټپیانو د شتون پر ځایونو بریدونه د جنګي جرمونو په کټګورۍ کې راځي.

د راپور له مخې، په غزه کې د روغتیایي نظام ویجاړول، د ناروغانو، طبی کارکوونکو او نورو ملکیانو وژل له نړۍوالو قوانینو او د بشري حقونو د قوانینو د سرغړونې پایله ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان او نورو سازمانونو هم په تېرو څو ورځو کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل له خوا په ترسره شویو بریدونو نیوکې کړي دي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې، چې حماس د پوځي عملیاتو لپاره له روغتونونو څخه د قوماندې د مرکزونو په توګه کار اخلي او اسراییل هم له روغتونونو څخه کسان د مشکوکو وسله والو په توګه نیولي دي.

ماسک ته د جرمني د صدراعظم غیر مستقیم ځواب؛ د جرمني برخلیک د ټولنیزو رسنیو مالکان نه ټاکي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۰

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ د نوي کال په تړاو خپله وینا کې د ټکنالوژۍ د میلیاردر ایلن ماسک د څرګندونو په ځواب کې وویل چې د جرمني خلک د خپل هېواد د برخلیک پرېکړه کوي، نه د ټولنیزو شبکو مالکان.

نوموړي وویل، « تاسې د جرمني وګړي د خپل هېواد د برخلیک پریکړه کوئ، نه د ټولنیزو رسنیو څښتنان».

شولڅ په خپله وینا کې د اېکس د څښتن ایلن ماسک نوم یاد نه کړ، خو اشاره یې د ماسک وروستیو څرګندونو ته وه.

ماسک په وروستیو کې د جرمني د ښي‌ اړخي ګوند اې ایف ډي ملاتړ کړی، چې په جرمني کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوی.

ماسک د جرمني مشهورې ورځپاڼې ویلټ ام زونټاګ کې په یوه لیکنه کې د یاد ګوند ملاتړ کړی.

د جرمني د اقتصاد وزیر او مرستیال صدراعظم رابرت هابیک وویل چې ماسک هغه ځواکونه پیاوړي کوي چې د اروپا کمزوري کولو هڅه کوي.

د جرمني سیاستوالو په ګډه ماسک تورن کړی چې غواړي د خپلو نظریاتو او نفوذ له لارې د جرمني ټاکنیزه پروسه اغېزمنه کړي.

د اې ایف ډي ملاتړ له ښي اړخو سیاستونو سره د ماسک د تړاو څرګندونه کوي.

دغه ګوند چې په ۲۰۱۳ کال کې د یورو ضد نظریو پر بنسټ جوړ شوی و، اوس د جرمني سخت دریځی ګوند بلل کېږي.

د پولیټیکو د رپوټ له مخې، په وروستیو سروې‌ ګانو کې د محافظه ‌کار مسیحي ډیموکراټ اتحادیې مشر فریدریښ مېرڅ مخکښ دی، چې ویلي یې دي که واک ته ورسیږي له ټرمپ سره د معاملې توان لري.

شولڅ په خپله وینا کې ویلي چې « که څه هم افراطي نظرونه او لوړ غږونه ډېر پام جلبوي، خو د جرمني اکثریت هوښیار او شریف خلک به د دغه هیواد د راتلونکي پریکړه وکړي».

د ګلګت بلتستان پخوانی سر وزیر امنيتي ادارو ته د ګواښ له امله په ۳۴ کاله بند محکوم شو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د پاکستان د جیو ټلوېزیون د خبر له مخې د ګلګت بلتستان د ترهګرۍ ضد محکمې د دې ایالت پخواني سر وزیر خالد خورشید ته د ۳۴ کلونو بند سزا ور کړه. د ګلګت بلستان ترهګرۍ ضد محکمې د پخواني سر وزیر پر ضد امینتي ادارو ته د سختو ګواښونو دوسیې پرېکړه اعلان وکړه.

د پاکستان د جیو ټلویزیون خبر زیاتوي چې عدالت د جرم ثابتيدو نه پس د پخواني سر وزیر خالد خورشيد ته د ۳۴ کالو بند سزا اورولې او هغه ته یې د بند ترڅنګ شپږ لکه کلدارې هم جریمه کړی دی.

د پاکستان محکمې د پخواني سر وزیر شناختي کارډ هم بلاک کړی دی او پولیسو ته یې امر کړی چې نوموړی مجرم ونیسي او زندان ته یې انتقال کړي.

پخواني سر وزیر د روان کال مې میاشت کې په یوه جلسه کې د امنيتي ادارو پر ګواښولو تورن شو.

د نوموړي پر ضد د ګلګت د ښاري پولیسو حوزه کې د ترهګرۍ ضد قانون لاندې دوسیه ثیت شوې وه.

فرانسې په سوریه کې د داعش پر پټنځیو توغندیز برید کړی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۲ GMT+۰

د فرانسې د دفاع وزیر سباستین لکورنیو د سې شنبې په ورځ وویل، هېواد یې د یکشنبې په ورځ په سوریه کې د داعش مرکزونه په توغندیو سره په نښه کړي دي. دا بریدونه دامریکا له حملو وروسته شوي چې پکې د داعش دوه غړي وژل شوي وو.

د فرانسې د دفاع وزیر سباستین لکورنیو په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي:«د فرانسې هوايي ځواک په سوریه کې د داعش پر مرکزونو هدفي بریدونه وکړل.»

د فرانسې دفاع وزیر د دغو بریدونو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د سوریې پخوانی حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې د اسلامپالې التحریر الشام ډلې له خوا ړنګ شو.

داعش ډله چې یو وخت یې د سوریې او عراق په لویو برخو کې اسلامي خلافت تاسیس کړی و، د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د بریدونو او همدارنګه د روسیې او د ایران په ملاتړ د ځواکونو د بریدونو له امله وځپل شوه.

خو د دې ډلې پاتې شوني لا هم په دغو دوو هېوادونو کې فعال دي.

د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو او پر سوریه د اسلامي پالې ډلې په واکمنېدو سره، ډیری خلک په دې هېواد کې د داعش د بیا راپورته کیدو په اړه اندښمن دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو جنازې ته څیرمه د چاودنې له امله «۲ کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول»

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۰

سرچینې وايي، د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د جنازې مراسمو ته نږدې د یوې مدرسې مخ ته چاودنه شوې، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا چاودنه د پښتون ژغورني د درې غړو د جنازې مراسمو پر مهال شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم ښکاري چې خلک ځینې ټپیان لېږدوي.

د پښتون ژغورني درې غړي تېره ورځ د سوېلي وزیرستان د مرکز واڼه ته څېرمه مکین ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې جلسې ته په لاره وو، چې د ترافیکي پیښې له امله درې سره مړه شول.