
د پاکستان د جیو ټلوېزیون د خبر له مخې د ګلګت بلتستان د ترهګرۍ ضد محکمې د دې ایالت پخواني سر وزیر خالد خورشید ته د ۳۴ کلونو بند سزا ور کړه. د ګلګت بلستان ترهګرۍ ضد محکمې د پخواني سر وزیر پر ضد امینتي ادارو ته د سختو ګواښونو دوسیې پرېکړه اعلان وکړه.
د پاکستان د جیو ټلویزیون خبر زیاتوي چې عدالت د جرم ثابتيدو نه پس د پخواني سر وزیر خالد خورشيد ته د ۳۴ کالو بند سزا اورولې او هغه ته یې د بند ترڅنګ شپږ لکه کلدارې هم جریمه کړی دی.
د پاکستان محکمې د پخواني سر وزیر شناختي کارډ هم بلاک کړی دی او پولیسو ته یې امر کړی چې نوموړی مجرم ونیسي او زندان ته یې انتقال کړي.
پخواني سر وزیر د روان کال مې میاشت کې په یوه جلسه کې د امنيتي ادارو پر ګواښولو تورن شو.
د نوموړي پر ضد د ګلګت د ښاري پولیسو حوزه کې د ترهګرۍ ضد قانون لاندې دوسیه ثیت شوې وه.

د فرانسې د دفاع وزیر سباستین لکورنیو د سې شنبې په ورځ وویل، هېواد یې د یکشنبې په ورځ په سوریه کې د داعش مرکزونه په توغندیو سره په نښه کړي دي. دا بریدونه دامریکا له حملو وروسته شوي چې پکې د داعش دوه غړي وژل شوي وو.
د فرانسې د دفاع وزیر سباستین لکورنیو په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي:«د فرانسې هوايي ځواک په سوریه کې د داعش پر مرکزونو هدفي بریدونه وکړل.»
د فرانسې دفاع وزیر د دغو بریدونو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د سوریې پخوانی حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې د اسلامپالې التحریر الشام ډلې له خوا ړنګ شو.
داعش ډله چې یو وخت یې د سوریې او عراق په لویو برخو کې اسلامي خلافت تاسیس کړی و، د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د بریدونو او همدارنګه د روسیې او د ایران په ملاتړ د ځواکونو د بریدونو له امله وځپل شوه.
خو د دې ډلې پاتې شوني لا هم په دغو دوو هېوادونو کې فعال دي.
د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو او پر سوریه د اسلامي پالې ډلې په واکمنېدو سره، ډیری خلک په دې هېواد کې د داعش د بیا راپورته کیدو په اړه اندښمن دي.
سرچینې وايي، د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د جنازې مراسمو ته نږدې د یوې مدرسې مخ ته چاودنه شوې، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا چاودنه د پښتون ژغورني د درې غړو د جنازې مراسمو پر مهال شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم ښکاري چې خلک ځینې ټپیان لېږدوي.
د پښتون ژغورني درې غړي تېره ورځ د سوېلي وزیرستان د مرکز واڼه ته څېرمه مکین ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې جلسې ته په لاره وو، چې د ترافیکي پیښې له امله درې سره مړه شول.
په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د خپلو وروستیو کلونو تر ټولو مرګونې کال تجربه کړ، چې امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او جنګیالیوته پکې درنده مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د کلني رپوټ له مخې، په دغه کال کې پاکستان کې له ۲,۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي.
دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښیي او دغه کال د تېرې یوې لسیزې تر ټولو مرګونی کال ثبتوي.
دغو پېښو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوااو بلوچستان ایالتونو پر سیمو پراخ اغیز شیندلی؛ چیرې چې ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالي ډېر فعال دي.
د تشدد زیاتوالی او د مرګونو ستر شمېر
د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۴ کې ټولټال ۲,۵۴۶ کسان په تاوتریخوالي کې وژل شوي چې ۱,۶۱۲ پکې ملکي وګړي او امنیتي سرتېري دي، چې دا د ټولو مرګونو ۶۳ سلنه برخه جوړوي.
په دغه کال کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې۹۳۴ تنه وسله وال جنګیالي او مجرمان وژل شوي. دغه نابرابري ښيي چې تاوتریخوالي ډېر پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو اغېز کړی. د رپوټ له مخې، په۲۰۲۴ کال کې په اوسط ډول هره ورځ نږدې اووو کسانو د تشدد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په ۲۰۲۴ کې د کورمې ولسوالۍ مذهبي تاوتریخوالي۱۸۲ کسان وژلي او ۲۳۴ نور یې ټپيان کړي دي. د زیاتو قربانیانو په ډله کې شیعه پښتانه دي چې ۷۹ یې وژل شوي او ۳۵ ټپیان شوي دي. له سنیانو څخه ۲۱ کسان وژل شوي او ۷۲ ټپیان دي.

په ټولیز ډول، د مذهبي تاوتریخوالي له امله د قربانیانو شمېر له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۴۶۷ کسانو ته رسېدلی و، خو په وروستیو څلورو کلونو (۲۰۲۱-۲۰۲۴) کې دغه شمېر ۴۸۷ ته لوړ شوی.
نومبر میاشت د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونې میاشت ګڼل شوې ده. په نومبر کې ۱۲۵ بریدونه شوي، ۴۵۰ تنه وژل شوي او ۶۲۵ نور ټپیان دي، چې دا تر ټولو زیات شمېر دی.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د ټولو مرګونو ۹۴ سلنه او د تاوتریخوالي د ټولو پېښو ۸۹سلنه برخه جوړوي. د خیبر پښتونخوا هغه سیمې چې پر ډیورنډ کرښه پرتې دي لکه کورمه، شمالي وزیرستان او خیبر ولسوالۍ تر ټولو ډېرې زیانمنې سیمې ثبت شوې دي.
په دغه کال کې د بلوچستان د مرګونو شمېر له تېرو دریو کلونو (۲۰۲۱-۲۰۲۳) ټولو مرګونو سره برابر ګڼل شوی.
پوځ ته مرګونې مرګ ژوبله اوښتې
په ۲۰۲۴ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ضرب عضب له عملیاتو وروسته تر ټولو زیات بریدونه او مرګونه تجربه کړي دي. د پاکستان پر امنیتي ځواکونو سږکال ټولټال ۴۴۴ بریدونه شوي او ۶۸۵ تنه ترې وژل شوي، چې دا له۲۰۱۵ کال شمېرو ډېر دي.
دغه را ز رپوټ وايي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته تاوتریخوالی هرکال ۳۸ سلنه ډېر شوی دی.

۵۹ زره استخباراتي عملیات
په ورته وخت کې پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې امنیتي ځواکونو ۵۹ زره ۷۵۷ ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي چې ۹۲۵ جنګیالي پکې وژل شوي دي.
دغه عملیات د پاکستان د وسله والو ځواکونو، استخباراتي ادارو، پولیسو او نورو قانون نافذوونکو ادارو له خوا ترسره شوي، چې هره ورځ ۱۶۹ عملیات شوي دي. د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په دغو عملیاتو کې سلګونه کسان نیول شوي او د جنګیالیو پټنځایونه له منځه وړل شوي.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې۷۳ جګپوړي جنګیالي چې دترهګرۍ ضد ادارو په نوملړ کې وو، وژل شوي او په دې کې ځینې مشهور کسان لکه فدا رحمان (لاله)، علي رحمان او ابو یحیا شامل دي.

پاکستاني ځواکونو دغه راز په ۲۰۲۴ کال کې دوه ځانمرګي بریدګر نیولي دي.
د پاکستان رسنۍ دغه عملیات د پوځ بری بولي، خو په ورته وخت کې د پاکستان امنیت په ۲۰۲۴ کال کې خورا کړکېچن و، ځکه وسله والو جنګیالیو په ځانګړې توګه پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو ددغه هېواد ګڼ پوځي اهداف په نښه کړل او پوځ اوامنیتي ځواکونو ته یې درنده مرګ ژوبله واړوله.
د اسلام اباد پولیسو تېره ورځ په دغه ښار کې هغه افغانان نیولي، چې په دغه ښار کې یې د اوسېدو د اجازه لیک ( اېن او سي) اخیستو لپاره یوې رسمي ادارې ته ورغلي وو.
په پاکستان کې له وروستيو پرله پسې لاريونونو او ناامنیو وروسته د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير افغانانو ته خبرداری ورکړی و، چې د ډسمبر مياشتې ترپايه باید هغه افغانان چې په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه لري، له دې ښاره دې ووځي.
په وروستیو څو ورځو کې په اسلام اباد کې مېشت افغانان د دغه اجازه لیک د ترلاسه کولو لپاره دغې ادارې ته ورځي.
په دغو نیول شویو افغانانو کې داسې کسان هم شته، چې پاسپورټونه او ویزې یې لرلې.
د دغو نیول شویو کډوالو له ډلې یو تن راخوشې شوی ځوان د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې د (اېن او سي) ترلاسه کولو لپاره د دفتر مخې ته ګڼ افغانان ولاړ وو چې پولیس راغلل او دوی یې ونیول.
د نوموړي په خبره، هغه یې د ګڼو کسانو سره د پېښور حاجي کمپ ته لېږلی و؛ خو د اسنادو تر کتو او د کورنۍ د هڅو له امله یې بېرته خوشې کړ.
هغه زیاته کړې، په دغې ډله کې داسې کسان هم ورسره وو چې د اوسېدو قانوني اسناد ویزه او پاسيورټ یې نه لرل، چې ځیني یې افغانستان ته ستانه کړای شول او د پاتې کسانو له برخلیکه خبر نه دی.
د هغه په خبره:« یوه اونۍ وروسته مې امریکا ته پرواز دی؛ که ډیپورټ شوی وم، ټول کارونه او زحمتونه مې په اوبو لاهو کېدل. ماته ورته داسې نور کسان هم وو، چې پروازونه یې نږدې و؛ خو برخلیک یې لا روښانه نه دی.»
هغه وایي، پولیسو شاوخوا ۷۰ تنه افغانان تېره ورځ نیولي وو.
همدا تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې تر یو مېلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي ویلي و، چې دغه کډوال هم په خپله خوښه تو هم په زوره ستانه کړای شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ستانه کړای شوي دي.
د خیبرپښتونخوا حکومت اعلان کړی دی، چې په دغه صوبې کې هرې واده کېدونکې مستحقې نجلۍ سره دوه لکه او شل زره کلدارې مرسته کوي. د پښتونخوا حکومت ویلي، چې په دغه پروګرام کې به څلورو زرو نجونو ته ودونه کوي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور تر مشرۍ لاندې د ټولنیزې هوساینې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د جهیز فنډ له لارې به د یادې صوبې له ۴ زرو څخه ډېرو مستحقو نجونو ودونه وشي.
د ودونو دا ټولییزې ولیمې به د صوبایي حکومت په لګښت ترسره کېږي او واده کوونکو مستحقو نجونو ته به دوه لکه او شل زره نغدې روپۍ ورکړل شي.
وزیر اعلی علي امین ګنډاپور وویل، چې د جهیز فنډ له لارې ودونو کې به په هر حالت کې دا ډاډ ترلاسه شي، چې حق یوازې مستحقو کسانو ته ورسېږي.
په خیبر پښتونخوا کې دا د خپل ډول یوه بې سارې پرېکړه ده، چې له مخې یې واده کوونکو نجونو ته پیسې ورکول کېږي.