علي امین ګنډاپور: د کورمې ستونزه حل ته نږدې ده، موږ به یې حلوو

د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور خبر ورکړی، چې د کورمې ستونزه هواري ته نږدې شوې ده. د هغه په خبره: «موږ به دا ستونزه هواره کړو.»

د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور خبر ورکړی، چې د کورمې ستونزه هواري ته نږدې شوې ده. د هغه په خبره: «موږ به دا ستونزه هواره کړو.»
ښاغلي ګنډاپور دغه څرګندونې پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
علي امين ګنډاپور ویلي، چې په کورمه کې د امن مسله د ۵۰ کالو راهسې روانه ده.هغه وایي، صوبه کې د امن راوستل د دوی کار دی.هغه وویل، چې د کورمې ستونزه حل ته نږدې شوې او دوی دغه ستونزه په چورلټ ډول هواروي.تېره ورځ هم په خیبر پښتونخوا کې حکومتي چارواکو ویلي و، چې په کورمې ولسوالۍ کې د رامنځته شوې قبیلوي او مذهبي شخړې ښکېلې خواوې ښایي سې شنبه د (مرغومې ۸مه) د سولې تړون لاسلیک کړي، چې ورسره به په سیمه کې رامنځته شوی ناورین پای ته ورسېږي؛ خو لا د دغې هوکړې په اړه بیا څه نه دي ویل شوي.په کورمه کې له دوه میاشتو زیاته موده وشوه، چې دوه ښکېلې غاړې یو بل ته لاس په ماشه دي او د دغه کړکېچ له امله کورمې ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې چې ورسره په سیمه کې د خوړو او سون توکو کموالي او نشتوالي ولسي خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړي دي.