پاکستاني رسنۍ: پاکستان ته په ناقانونه توګه د اوښتو په تور ۷۲ تنه افغانان نیول شوي دي

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د بلوچستان په «چاغۍ» ولسوالۍ کې هغه ٧٢ تنه افغانان نيولي چې له افغانستانه په ناقانونه توګه پاکستان ته اوښتي وو.





