د نوي زیږدیز کال د خوښۍ په ډزو کراچۍ کې شاوخوا ۳۰ کسان ټپیان شوي دي

د کراچۍ امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د مرغومي ۱۲مه ویلي، چې د نوي کال د خوښیو د نمانځلو په ډزو کې د دوو مېرمنو په ګډون ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.

د کراچۍ امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د مرغومي ۱۲مه ویلي، چې د نوي کال د خوښیو د نمانځلو په ډزو کې د دوو مېرمنو په ګډون ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.
پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز ویلي، چې د کراچۍ پولیسو تر دې وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړی و که څوک د ډزو په تور ونیول شو، نو د هغه سزا د یو قاتل په څېر ده او باید قانون ته وسپارل شي.د افغانستان په ځېر په پاکستان کې هم خلک په اخترونو او نورو مناسبتي ورځو یا د کریکټ او فوټبال ډلو د بري نمانځنه په هوایي ډزو کوي، چې ډیر ځله خلکو ته مرګ ژوبله هم اړوي.


په ملګرو ملتونو کې د اسراییل دایمي استازي ډینیل مېرون ویلي، چې د غزې پر روغتونونو د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو راپور ناسم دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل وروستي راپور کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل بریدونه غندلي وو او دغه بریدونه یې په غزه کې د روغتیايي نظام لپاره ویجاړونکي بللي وو.
ښاغلي مېرون پر اېکس پاڼه کاږلي، چې اسراییل د نړۍوال قانونو سره سم عملیات کوي.
د هغه په وینا، اسراییل هیڅکله ولسي وګړي نه په نښه کوي.
نوموړي د حماس ډله تورنه کړې، چې له روغتونونو څخه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار اخلي.
د ملګرو ملتونو سازمان لهخوا په خپور شوي راپور کې راغلي و، چې په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې پوځي عملیاتو روغتیایي سیستم "له منځه" وړی دی.
په راپور کې راغلي، چې په قصدي ډول پر روغتونونو او د ټپیانو د د درملنې پر ځایونو بریدونه په جنګي جرمونو کې راځي.
د راپور له مخې، په غزه کې د روغتیایی نظام ویجاړول، د ناروغانو، طبی کارکوونکو او نورو ملکیانو وژل له نړۍوالو قوانینو او د بشری حقونو له قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان او نورو سازمانونو هم په تېرو څو ورځو کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل لهخوا په ترسره شویو بریدونو نیوکه کړې وه.
اسراییلي پوځ بیا ادعا کړې، چې حماس د پوځي عملیاتو لپاره له روغتونونو څخه د قوماندې د مرکزونو په توګه کار اخلي او اسراییل هم له روغتونونو څخه نیول شوي کسان مشکوکو وسلهوالو بللي دي.

د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور خبر ورکړی، چې د کورمې ستونزه هواري ته نږدې شوې ده. د هغه په خبره: «موږ به دا ستونزه هواره کړو.»
ښاغلي ګنډاپور دغه څرګندونې پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
علي امين ګنډاپور ویلي، چې په کورمه کې د امن مسله د ۵۰ کالو راهسې روانه ده.
هغه وایي، صوبه کې د امن راوستل د دوی کار دی.
هغه وویل، چې د کورمې ستونزه حل ته نږدې شوې او دوی دغه ستونزه په چورلټ ډول هواروي.
تېره ورځ هم په خیبر پښتونخوا کې حکومتي چارواکو ویلي و، چې په کورمې ولسوالۍ کې د رامنځته شوې قبیلوي او مذهبي شخړې ښکېلې خواوې ښایي سې شنبه د (مرغومې ۸مه) د سولې تړون لاسلیک کړي، چې ورسره به په سیمه کې رامنځته شوی ناورین پای ته ورسېږي؛ خو لا د دغې هوکړې په اړه بیا څه نه دي ویل شوي.
په کورمه کې له دوه میاشتو زیاته موده وشوه، چې دوه ښکېلې غاړې یو بل ته لاس په ماشه دي او د دغه کړکېچ له امله کورمې ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې چې ورسره په سیمه کې د خوړو او سون توکو کموالي او نشتوالي ولسي خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

د روسیې ولسمشر د سې شنبه په ورځ د نوي کال په مناسبت په خپله وینا کې وویل، چې روسیه به په نوي کال کې په پوره اعتماد سره مخ په وړاندې ځي.
ولادیمیر پوتین د روسیې د ځپل شوي اقتصاد د ښه کولو یا په اوکراین کې د جګړې په اړه کومه کلکه ژمنه ونه کړه.
هغه وویل: «موږ ډاډه یوو چې هرڅه به سم شي او موږ به ښه پرمخ لاړ شوو.»
په داسې حال کې چې ډېری روسان د بیو د لوړېدو په اړه اندېښمن دي او د مرکزي بانک د ۲۱سلنه سود نرخ پر سوداګرو او د کور پېرودونکو فشار راوړی، پوتین روسیې ته ډاډ ورکړ چې د دوی هوساینه یې لومړیتوب دی.
هغه په دوېمه نړۍواله جګړه کې د نازي جرمني په ماتولو کې د روسیې د رول په ګډون د تېرو بریاوو په یادولو سره وویل چې د روسیې ننګونې د یوه پراخ تاریخي ماموریت برخه ده.
پوتین په خپله وینا کې، په ځانګړي ډول د اوکراین سره د جګړې حالت یا د ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د بیرته راستنیدو وروسته د جګړې د پای ته رسیدو احتمال یادونه نه ده کړې.
په ۲۰۲۴ کې، روسي ځواکونو په اوکراین کې د ۲۰۲۲ په پرتله په چټکۍ سره پرمختګ وکړ او د هېواد شاوخوا یو پر پنځمه برخه یې ونیوله.
په ۲۰۲۴ کې ، د دویم نړۍوالې جګړې راهیسې د لومړي ځل لپاره د روسیې پر خاوره یرغل وشو. اوکراین د اګست په شپږمه په یوه ناڅاپي ځوابي برید کې د روسیې په لوېدیځ کې د کرسک سرحدي سیمې ونیولې او اوس هم ځینې برخې په واک کې لري.

زېمبابوې چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې په دغه هېواد کې هېڅوک اعدام کړي نه دي، بالاخره د اعدام مجازات یې په رسمي توګه لغوه کړل.
دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په وروستۍ ورځ د اعدام د مجازاتو په لغوې سره د نړۍ ۱۲۷ هېواد شو، چې دغه مجازات په کې پایته ورسېدل.
له دې سره، د دغه قانون په یوې ماده کې راغلي چې د بېړني وضعیت په صورت کې دغه قانون د لغوې وړ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ ډېری هېوادونه په خپل هېواد کې د اعدام د مجازاتو د پایته رسېدو په هڅه کې دي.
اروپایي اتحادیې تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د اعدام د مجازاتو له هر ډول پایته رسېدو ملاتړ کوي.

تحقیقاتي چارواکو ویلي، چې د سویلي کوریا یوې محکمې د سې شنبه په ورځ د ولسمشر یون سوک یول د نیولو امر تصویب کړ. هغه د ډسمبر په درېیمه نېټه استیضاح او له واکه ګوښه شو.
د رویټرز د راپور له مخې، د لوړ پوړو چارواکو لپاره د فساد د څېړلو دفتر تایید کړه چې د سیول لوېدیځې ولسوالۍ محکمې حکم تصویب کړی دی.
د سیمه ییزو رسنیو په وینا، دا په سویلي کوریا کې د اوسني ولسمشر لپاره د نیولو لومړی حکم دی.
د دوشنبې په ورځ د سویلي کوریا پلټونکو د دې میاشتې د لنډمهاله مارشل لا د پلي کېدو په اړه د یون د نیولو امر وغوښت.
یون د بغاوت تورونو په اړه له جرمي تحقیقاتو سره مخ دی.
د رویټرز د راپور له مخې، محکمې په دې اړه له تبصري ډډه کړې ده.